(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فخرافغان باچاخان او ولي خان بابا تلین ونمانځل شول

[26.Jan.2012 - 23:14]

26.01.2011
د پښتنو د قامي ازادئ د عدم تشدد د  خدايي خدمتګار د بنسټ ایښودونکی  باچاخان  د ۲۶ م تلین او د رهبر تحریک خان عبدالولي خان شپږم تلین  نن په پښتونخوا کی  ونمانځل شول
غونډی ته  ګڼو مشرانو ویناوی وکړی او باچا خان بابا او ولی خان بابا ته ئی د عقیدت پیرزویني وړاندی کړی.
ښاغلی اسفنديارولي خان په خپله وینا کی  وویل چی د فاټا اولس ته به  فيصله کول وي چې ايا هغوي يوه بيله سوبه غواړي که په پښتونخوا کې گډیدل غواړي.
ده  وویل چې افغانستان کې امن غواړي او پاکستان او افغانستان دې د پښتون په خاوره د امن راوستو لپاره د خبرو لپاره کېښني.
ده زیاته کړه چی   د پاکستان دتاريخ دکتابونو څخه دباچاخان او ولي خان نومونه ويستل شوي خو هغوي اوس هم پۀ زړونو کې ژوندي دي.
د تلین پدی موقعه  ښاغلی  اسفنديارولي خان د پيښور ائيرپورټ د  باچاخان په نوم کړو.
نوموړي زیاته کړه چې د پښتنو د حقونو مبارزه مو تر ډېره ګټلې ده او راروان جنګ د پښتنو د بقا دی او د ګوند هر غړی باید دا هدف په خپل ذهن کې وساتي چې موږ د پښتنو د بقا جنګ کوو.موږ به پر دې پښتنه خاوره امن روالو.د خپلو خویندو میندو د پړوني تحفظ به کوو.زموږ سر که ځي  نولاړ دې شي خو دې خاورې ته به امن هرومرو راوړو.
دغه راز دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی علی خان محسود په خپل یو بیان کی د پښتنو دستر مبارز مشر ارواښاد فخرافغان باچاخان  بابا  او رهبر تحریک خان عبدالولی خان باباد تلین په مناسبت  وویل چی: بابا خپل ټول ژوند د پښتنو  خپلواکئ ، ابادئ  اوسوکالئ لپاره  وقف کړی و، د پښتنو د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره ئی له پنځه دیرش کلونو  نه زیات د انګریزانو او دپاکستانیانو په زندانونو کې تېرکړی  چې په  نړئ کی به دده په شان  بل کوم مبارز دخپل ولس لپاره دومره کړاو نه نه وی ګاللی.  
ښاغلی محسود زیاته کړه چی باچاخان  پښتنو ته د علم، پوهی او زده کړی ترڅنګ د   پښتنو په وطن کي دتل پاتی  امن لپاره د عدم تشدد روښانه لار پریښودی اودده فلسفه د محکومو او محرومو اولسونو د قامي سياست لپاره د ملا د تير حثيت لري او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) هم د باچاخان  د عدم تشدد د غورځنګ یوه برخه ده چی  لر او بر پښتانه پکی په یو ټغر کی راټول شوی او دباچاخان بابا مبارزه مخ په وړاندی بیائی.
 پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPیوازینی ګوند دی چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی،د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی مبارزه کړی او کوی ئی.
ښاغلی علی خان محسود،د باچا خان بابا او ولی خان بابا په مبارزه پوره پوره رڼا واچوله ، ده وویل PSDPبه  لکه د تل په شان د باچاخان بابا او رهبر تحریک خان عبدالولی خان کار نامي اویاد په یادغونډو او تازه ساتی.

- زمونږخبریال
بېرته شاته