(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قطر:د امریکې او طالبانو خبرې اترې

[30.Jan.2012 - 19:23]

ډیوه رپوټ: د امریکې د حکومت استازو او د افغانستان د طالبانو نمائندگانو د قطر سرښار دوحه کې افغانستان کې د امن د پاره ابتدائي مزاکرات کړې دي. دا خبر د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼې رپورټ کړی دی.
نیویارک ټائمز وائي په ابتدائي توگه دواړه غاړې د اعتماد جوړولو په موضوعاتو خبرې اترې کوي چې پکې په ممکنه توگه د قیدیانو تبادله هم شامله ده.
ورځپاڼه د پخواني طالبانو د قوله وائي چې د څلورو نه واخلې تر د اتوو په شمیره کې طالبان د پاکستان نه قطر ته د خپل سیاسي دفتر پرانستلو د پاره تللې دي. نیویارک ټائمز وئیلې امریکائي چارواکو او نه طالبانو په رسمي توگه د مزاکراتو د پیل کیدو تصدیق کړی دی.
ویل کیږي چې پاکستان د مزاکراتو ډله کوي. ددې نه وړاندې پاکستان د امریکې او طالبانو په منځ کې د نیغ په نیغه مزاکراتو مخالفت کړې وو.
بل اړخته د افغانستان خارجه وزارت وئیلې د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر به د کابل سفر کوي او افغان خارجه وزیر  او صدر حامد کرزي سره به لیده کاته کوي او افغانستان کې د امن د پاره د مزاکراتو په عمل به خبرې اترې کوي.
د افغان خارجه وزارت ترجمان جانان موسی زوي یوې خبري غونډې ته وئیلې میرمن کهر به د شورو په ورځ کابل ته رسیږي.  موسی زوي وئیلې پاکستان په افغانستان کې د امن د پاره مزاکراتو کې اهم کردار لري.

- ډیوه
بېرته شاته