بلخوادکابل په شا او خوا کې د کډوالو په کیمپونو او د هیواد په منځنۍ غریزو سیمو کې د سختې یخنۍ د لاسه په تیره یوه میاشت کې ۴٠ ؤ ماشومانو ژوند دلاسه ورکړی دی.

د اتوار(یګشنبی) په ورځ د ماشومانو د خیرښیگړې یوې غیر حکومتي ادارې خبرداری کړی دی په راتلونکو ورځو کې موسم نور هم خرابیدی شي او په نتیجه کې يي د کابل سره نزدې په کیمپونو کې د نورو ماشومانو ژوند د خطر سره مخامخ کیدی شي.

د فرانس خبري ادارې ای ایف پي وئیلي ٢۴ ماشومان د کابل په کیمپونو د یخنۍ د لاسه مړه شوې دي. د کابل سره نزدې کیمپونو نه پرتله نور ماشومان د افغانستان په منځنۍ غریزوسیمو کې د سخت ساړه د لاسه مړه شوې دي.

کابل کې د صحت د وزارت ترجمان غلام سخي کارگر وئیلي په دې تیره میاشت کې د ۴٠ ؤ ماشومانو د مړینې رپورټونه راغلې دي.

د ماشومانو د تحفظ نړې والې ادارې سیو دې چلډرن وئیلي افغانستان په تیرو ١٥ ؤ کالو کې د سخت ترینې یخنۍ سره مخامخ دی او په راتلونکو ورځو کې د یخ کچه نوره هم زیاتیدی شي.

سیو دې چلډرن وائي د طالبانو د لاسه د بې امنۍ ښکار  ٢٠٠٠٠  کډوال کابل سره نزدې په ٣٠ ؤ کیمپونو کې ژوند کوي چې زیاتره په ناقص خیمو کې اوسیږي.