(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لس کلنه امريکايي ډیموکراسي او..

[06.Mar.2012 - 22:54]

لس کلنه امريکايي ډیموکراسي او افغاني سياسي بې وسي

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د پوهنيز سيمينار د مقالو ټولګه

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د خپرونو کميسيون

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه له ۲۰۰۰ ميلادي کاله راپه دېخوا خپل فعاليت په کلتوري برخه کې پيل کړی او ګڼشمېر پوهنيز او کلتوري سمينارونه اوڅېړنغونډې يې جوړې کړې دي. د غونډو او کلتوري هڅو تر څنګ يې ګڼشمېر کتابونه هم خپاره کړي دي، چې د افغاني ټولنې بېلابېلو سياسي، کلتوري، ادبي او علمي برخو ته ځانګړي شوي کتابونه دي. د علمي سيمينارونو د مقالو د ټولګو په بڼه يې د «لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي» پوهنيزې غونډې کتاب هم خپور کړی، چې افغاني کلتوري ټولنې خپل تاريخيرسالت د افغانستان د يوويشتمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې د خوالو په اړه د دغه کتاب په خپرولو تر سره کړی دی، چې زموږ خلکو ته د افغاني ټولنې د پېښو په اړه يو پوهنيز اخځليک وګرځي.

د « لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي » کتاب په ۱۳۹۰ لمريز لېږديز کال په ننګرهار کې چاپ شوی، چې خپرندويه ټولنه يې «په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه» ده او د چاپ چارې يې «مومند خپرندويې ټولنې» تر سره کړي دي. دغه کتاب په ښه بڼه چاپ شوی، چې اهتمام يې ډاکټرسيدنصيراحمد او کمپوز يې سيد عبدالله ولي زي تر سره کړی دی. دغه کتاب ټول ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.

د کتاب پوښتۍ ډېره ښايسته، د رنګه ځلېدونکي کاغذ په بڼه جوړه شوې ده. د پوښتۍ په مختني مخ په سر کې د کتاب نوم «لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي»، بيا د نړۍ نقشه، چې په هغې کې افغانستان په شنه شفتلي رنګ په نښه شوی او تر هغې لاندې د يوه امريکايي مرين يا عسکر انځور دی، چې د يو افغان د کور ور په لغته وهي او د ټوپک څوکه يې وره ته په نښه کړې ده، چې د ننني افغانستان د يرغلګرو ځواکونو د دريځ او کړو انځور ښيي. د مختني پوښ په ښکتنۍ برخه کې ښۍ خوا ته د «مقالو ټولګه» وراشه ليکل شوې ده. د ټولګې «کتاب» شاتنۍ پوښتۍ رنګ له ورېځو سره سمون لري، چې په افغانستان کې د يرغلګرو د اړو دوړو څرکندونه کوي، چې د افغانستان په شنه آسمان يې د دوړو تياره ورېځ خپره کړې ده. د پوښتۍ په ښکتنۍ برخه کې د ټولنې سمبول انځور شوی او د پاڼې په ښکتنۍ برخه کې د خپرندويې ټولنې نوم «په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه» ليکل شوی دی.

دغه کتاب ټول ۳۳۸ مخونه لري، چې د ټولنې د يادښت تر څنګ د بېلابېلو ټولنو پيغامونه، د سيمينار د ګډونوالو او څانګپوهانو ليکنې پکې راغلې دي. د دغه ټولګې ځانګړتيا دا ده، چې د ليکنو تر څنګ د سيمينار راپور او دسيمينار راپور په پښتو او انګرېزې پکې خپور شوی او د ورستۍ لسيزې د ټولنيزو ستونزو په اړه يوه هر اړخيزه ليکنه په نيدرلندي ژبه له انځورونو سره پکې ځای پر ځای شوې، چې په بهر کې هم د لوستونکو لپاره د افغانستان په اړه د ټولنيزو ناخوالو يو پرتليز انځور ورکولی شي.    

د خپرندويې ټولنې په لومړيو خبرو کې راغلي: په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په افغانستان کې د امريکايي تيري د لسمې کليزې په اړه يو يو ورځنی علمي سيمينار جوړ کړی وو، چې ګڼشمېر پوهانو، په اروپا کې د مدني ټولنو استازيو او ګڼشمېر مينه والو پکې ګډون کړی وو او په سيمينار کې يې فعال ونډه درلودله. په بل ځای کې بيا راغلي چې: د افغانستان د وروستۍ لسيزې سياسي، امنيتي او ټولنيزې پېښې ډېرې مهمې او د افغانستان په اړه حياتي موضوع ګڼل کېږي، ځکه نو په دغه ټولګه کې هغه ليکنې چې د موضوع اړوند وې او د سيمينار په اونۍ کې په برېښنا پاڼو کې خپرې شوې وې، د دغه ټولګې په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوې دي.  

دغه کتاب ۲۹ سرليکونو لري، د ټولنې د لومړيو خبرو او سريزې سربېره د سيمينار پرېکړه په پښتو او انګرېزي، د سيمينار راپور او بيا د کتاب غوره سکالو، چې د افغانستان د ورستۍ لسيزې د ناخوالو په اړه د ليکنو برخه جوړوي او په پای کې په هالندي ژبه د افغانستان په اړه يوه ليکنه خپره شوې ده. د ټولګې په وروستي مخ د کتاب نوم، د مهتمم، ډيزاينر، خپرندويې ټولنې، د کتاب تيراژ او د خپرولو ځای په انګرېزي ليکل شوي دي.  

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه ټولو هغو مشرانو، ليکوالو ته وړانديز کوي، چې د افغانستان د سياسي تحريکونو او پېښو په اړه خپلې تجربې او د سترګو ليد د لیکنو، رسالو او نورو آثارو په بڼه وليکي، چې د راتلونکي نسل لپاره به غوره ارزښتناک اخځليک وي او په ذهني وده کې به يې غوره رول ولوبولی شي، کېدای شي داسې لیکنې ټولنیز او روزنيز اغېز هم ولري او د ټولنې د ادارې په برخه کې اړين مالومات ګڼل کېدلی شي، ځکه افغاني کلتوري ټولنه ټولو ليکوالو، پوهانو او څانګپوهانو ته وړانديز کوي، چې د پښتو په علمي کېدو، پراخېدو او سمسورېدو کې جوت ګامونه واخلي او د پښتو لمن په خپلو علمي ليکنو درنه کړي.

په درنښت

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې نشراتي کميسيون

www.acvn.nl

[email protected]

- کلتوري ټولنه
بېرته شاته