(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سعودی عرب: د باچاخان اوولی خان د تلين دستوره

[19.Mar.2012 - 14:59]

په سعودی عرب کښې د باچاخان بابا رحمة الله عليه اؤ عبدالولی خان بابا د تلين دستوره

پښتونخوا نه د حسېن شاه يوسفزی اؤ ډاکټر حېدر علی ګډون

د تېر زیارت په ورځ د مارچ د میاشتې په پنځلسمه نېټه کال 2012ء د سعودی عرب سرښار ریاض کښې د عوامی نېشنل پارټۍ سعودی عرب څانګې تر سیوری لاندې د فخر افغان باچاخان باباؒ، قائد تحریک عبدالولی خان بابا اؤ د لېونی فلسفی عبدالغنی خان بابا د تلین ورځ ؤنمانځلې شوه. دې دستوره کښې پښتونخوا نه په خصوصی توګه د عوامی نېشنل پارټۍ ضلع دیر سرمشر حسېن شاه یوسفزی اؤ د عوامی نېشنل پارټۍ د بهرنیو چارو سېکتر ډاکټر حېدرعلی خان ګډون ؤکړو. د دستورې د مشرتابې په څوکۍ د ANPسعودی عرب څانګې سرمشر ګل زمین سید درناوے ترلاسه کړو. دې ویاړمنې دستورې د پاره د دوبۍ نه د ANPدوبۍ مشران محمد حکیم خان بنګښ(سرمشر) اؤ شاروم خان(مرستیال سرمشر)  په خصوصی توګه ګډون ؤکړو. د دریز چاری د ANPسعودی عرب څانګې سترسېکتر رستم خان اؤ مرستیال سېکتر سرفروش خان ترسره کړې. د دستورې پرانسته قاری محب الله د قران پاک د سپېځلو ایتونو په لوستلو سره ؤکړه. دې پسې تړلې د ANPسعودی عرب څانګې سالار اعلی شېربهادرافتاب د پښتنی تاریخ د درې واړه اتلانو باباګانو د سپېځلو روحونو د پاره دعا ؤکړه. بیا د خپرؤنې سېکتر بهرام اوډیګرام ښاغلو مېلمنو ته هرکلے ؤوئېلو. پخېرراغلاست نه وروستو ملګری اکبر علی اکبر د پښتونخوا سندره “اے زما وطنه!” ؤوئېله، چې د دریز مشرانو اؤ دستوره کښې ګډون کوونکو په سلګونو مینه والو ملګرو ورسره په ولاړه دغه سندره کښې د لاسونو په پړقا، د سترګو په رڼا، د جذبو په سپېځلتیا اؤ د غږونو په لوړتیا یؤ غږ شول. د پښتونخوا سندرې نه وروستو د سرمشر ګل زمین سېد په لاس دواړو مشرانو مېلمنو ته د ANPسعودی عرب څانګې لخوا پښتون قام، پښتنې خاؤرې اؤ پښتون مرام د پاره د هغوی په هلوځلو اؤ زیار یادګاری اېوارډونه ورکړے شول. دستوره کښې شېر محمد زرمل، مجاهد سېلاب، جمال شاه یوسفزی، نصیب تنها اؤ سدهېرساده دستوره کښې خداے بخښلو اتلانو ته منظومې پېرزؤنې وړاندې کړې. میرامجد اؤ عالمګیرشاهین د غنی خان بابا په ژوند اؤ فکر خپله وېنا کښې رڼا واچوله. ډاکټر مزمل شاه د پښتونخوا د اوسنی حکومت په هلوځلو ډېرې پیئلې اؤ پوهه خبرې ؤکړې، چې اؤرېدونکو په لاسونو پړقولو د هغوی د وېنا ډاډ ورکړو، چې دغه سرلیک سره تړلې انعام خان اؤ شمس بټګرامی هم مخ په وړاندې لاړل.

د دې پیاوړې دستورې مشرمېلمه حسېن شاه یوسفزی خپله وېنا کښې د فخر افغان باچاخان بابا، قائدتحریک عبدالولی خان بابا اؤ لېونی فلسفی عبدالغنی خان بابا د ژوندونونو په بېلابېلو اړخونو په یؤ نوی ډول رڼا واچؤله. هغۀ د دغه درې اتلانو په شلګونو کلونو اګاهو شوې هغه وېناګانې راواخستې، کومو اؤرېدلو باندې به چې د هغوی سیاسی اؤ فکری مخالفینو ملنډې کولې، خو تاریخ د هغوی هغه وېناګانې ریښتیا کړې اؤ نن وخت د هغوی دغه سیاسی اؤ فکری مخالفین د ملنډو کړل اؤ نن ټوله نړۍ د دغه اتلانو د نظریې په درشل د امن اؤ سولې د پاره لمن خوره کړې ناست دی. هغۀ زیاته کړه، چې نن  هم کۀ یؤ پښتون نه د پښتنې خاؤرې د اتلانو ښودلې شوې لاره ورکه وی، نو دغه پښتون به د قام د پاره یؤ پېغور وی. هغۀ پوښتنه ؤکړه، چې د نورو سیاسی ګوندونو د بورجل نه د پښتنو د پرمختګ اؤ سوکالۍ لاپه کوونکی دا ولې هېروی، چې د شرخوښو د ټوپکونو مړدکی د کومو وینو په تکل کښې سرې سترګې ګرځی؟ دغه بورجلونو کښې ناست به تاریخ کښې د پښتون قام سره د کړی خیانت تور د خپلو مخونو نه په کوم زمزم وینځی؟ هغۀ غږ ؤکړو، چې دغه شرخوښی هم زمونږ د وجود برخه ده اؤ زمونږ د خاؤرې سره تړلی دی. مونږ هغوی ته غږ کوو، چې د سولې اؤ خبرو تمبه مونږ کله هم نۀ پورې کوو اؤ کۀ هغوی پخپل ګواښ ځان ته غره وی، نو بایه هغوی به اوس پوهه شوی وی، چې د دې خاؤرې څکه ځامن ځاږۀ پښتانۀ به یؤ قدم هم په شا لاړ نۀ شی. د حسېن شاه یوسفزی د وېنا په وخت د اولس سترګو کښې د خپلو مشرانو په ژوند اؤ اوسنو حالاتو کښې د هغوی په مشرۍ اؤ فېصلو باندې ویاړ اؤ ډاډ څرګند برېښېدل.

د دستورې دوېم مشر مېلمه اؤ د ANPد بهرنیو چارو سېکتر ځلمے ډاکټر حېدرعلی خان د سعودی عرب په خاؤره مېشته پښتنو سره په وړومبی ځل مخ شو، نو تود هرکلے ئې ؤشو. هغۀ د خپلو خبرو پېل د سعودی عرب د حکومت په مننه ؤکړو، چې زمونږ پخپله خاؤره که هر څو قدرتی پنګې اؤ معدنیات بشپړ دی، خو دغه قدرتی پنګې د اولس په کار راوستلې شوې نۀ دی اؤ دې حالاتو کښې د سعودی عرب خاؤره زمونږ د ډېرو کورنیو د پاره الله د روزۍ وسیله ګرځولې ده. ښاغلی ډاکټر حېدر خپلو خبرو کښې د هغه بوږنوونکو پېښو په حقله هم ؤوې، کومې چې د سویلی سیمو اؤ په ځانګړې توګه د سوات په خاؤره د ورانکارو اؤ شرخوښو د لاسه پښتنو سره شوې وې. د دغه شرخوښو بریدونو د سوات د ښکلا د وادۍ نه د امن اؤ مینې ښاپیرو ته کډه په سر کړې وه اؤ د اسلام په نوم راغلو بدرنګه نظریه لرونکو توربانانو دېوانو په دغه سیمه اور بل کړے ؤ. هغۀ زیاته کړه، چې د اوسنی حکومت په وړومبو ورځو کښې د دغه کډو سمبالښت د صوبائی حکومت په اوږو پرېوتلو. نړیوالې ورورولۍ ډېر لوظونه اؤ لاپې کړې وې، خو هغه مرستې اؤ کومک مونږ ته په ټول په لاس را نغلو. مونږ خو خپل اولس بې څوکه اؤ سرتور پرېښودلے نۀ شو. دې پسې د سېلابونو ازمېښت راغلو اؤ مونږ دا وئېلے شو، چې د حکومت وړومبی دوه کلونه دغه ازمېښتونو ؤخوړل. ښاغلی ډاکټر حېدر علی خپلو خبرو کښې زیاته کړه، چې د اتلسم ترمیم اؤ اېن اېف سی اېوارډ کښې بدلون ترلاسه کولو سره مونږ نیمه صوبائی خپلواکی تر لاسه کړې ده. اوس صوبائی حکومت دا اختیار لری، چې څومره برېښنا (بجلی) غواړی، دومره پېدا کولې شی. دې نه اګاهو صوبائی حکومت دغه حق نۀ لرلو. هغۀ ؤوې، چې څومره د بجلۍ اؤ ګېس ذخیرې د پښتونخوا په خاؤره دی، دا د دې خاؤره د اړتیاؤ اؤ ضرورتونو سر ته رسولو د پاره ډېرې تېرې دی، خو لا تر دې وخته مونږ د دغه وسائلو په وېش حق لاس ته راوړے نۀ دے. هغۀ هیله څرګنده کړه، چې راتلونکے حکومت به هم د ANPوی. هغۀ زیاته کړه، چې اوس مونږه کوم ترمیمونه ؤکړل، کۀ چرې راتلونکی حکومت دغه خپل نۀ کړے شول، نو یؤ لوی قامی بېلات به وی. هغۀ پښتنو باندې په سېنېټ کښې د درېم لوی قوت په توګه د راتګ زېری سره دا خبره ؤکړه، چې اوس په سېنېټ کښې د دومره شمېر تر لاسه کولو سره د صوبائی حکومت ګټې تر ډېره حده خوندی شوې، ځکه چې اوس کۀ څوک زمونږ نه د دغه ګټې تروړلې هڅه کوی، نو زمونږ لاس به باندې وی. هغۀ زیاته کړه، چې پنځۀ شپېتۀ کلونو کښې په پښتونخوا کښې یوازې درې پوهنتونونه (universities) وو، خو اوسنی حکومت کښې پنځۀ ویشت یونیورسټیانې پرانستلې شوې دی، کومو کښې چې درې لوئې یونیورسټیانې دی اؤ دا نورې د عبدالولی خان پوهنتون څانګې دی. ښاغلی ډاکټر حېدر خپلو خبرو کښې د صوبائی حکومت هغه کارونه اولس ته وړاندې کړل،کوم چې د اولس د زړۀ غوښتنې وې.

د ANPسعودی عرب څانګې سینئیر نائب صدر ظهور خان خپله وېنا کښې د راغلی اولس مننه ؤکړه، چې د خپلو مشرانو اؤرېدلو د پاره د لویو باباګانو د تلین دستوره کښې په ګڼ شمېر راغلی دی. هغۀ زیاته کړه، چې مونږ د خپلو مرکزی مشرانو اؤ صوبائی حکومت په فېصلو د هغوی پوره ملګرتیا اؤ ملاتړ کوو.

کله چې د ANPسعودی عرب څانګې سرمشر ګل زمین سېد وېنا د پاره راؤبللے شو، نو ټول هال یؤ سور زوږ شو. د هغۀ په بسم الله وئېلو اولس غلے شو اؤ هغۀ هم د راغلو درنو مشرانو مېلمنو مننه ؤکړه، کومو چې دومره بوخت اؤ مصروفه ژوند نه هم د سعودی عرب ملګرو د پاره وخت ؤتروړلو اؤ د لویو باباګانو د تلین سپېځلې دستوره ئې ګټوره کړه. هغۀ خپلو خبرو کښې غږ ؤکړو، چې پښتنو د پاره پېژندګلو ګټلو نه وروستو اوس د قامی اتلانو په نومونو باندې د روغنتونونو اؤ پوهنتونونو جوړول زمونږ د عمرونو خوب ریښتونی کول دی. هغۀ زیاته کړه، چې مونږ دا ګیله لرله، چې پاکستان د خپلې هرې نوې وسلې نوم د پښتنو اتلانو په نومونو ږدی، خو د ودې اؤ ښېګړې د پاره ادارې د دغه اتلانو یؤ نوم هم نۀ لری. هغۀ ؤوې، چې اوس څۀ داسې ورک اؤ بې مقامه وګړی راپاڅېدل اؤ دا وائی، چې مونږ به د پښتنو اتلانو نومونه د پښتونخوا د لویو ودانو، لارو، روغنتونونو، پوهنتونونو اؤ هوائی ډګر نه لرې کړو. اولس چې چغې کړې، نو ښاغلی ګل زمین سېد لږ غلے شو اؤ بیا ئې په زوره غږ ؤکړو، چې دغه ورکو اؤ بې مقامو سرې سترګې لیدلې نۀ دی. دوی خو دې دا خبره هم ؤکړی، نو د سور بېرغ لښکر به ورته ؤښائی، چې د بابا په نوم مونږ د خپلو سرونو نه تېر یو. هغۀ خبره وړاندې بوتلله اؤ ؤ ئې وئېل، چې نن زمونږ د باباګانو د تلین دا ورځ نمانځل یؤ لوظ دے اؤ مونږ دا خبره کوو، چې د خپلې پېژندګلو تر لاسه کولو اؤ د صوبائی خپلواکۍ ګټلو نه وروستو اوس دغه ګټې اولس ته رسول زمونږ مرام دے. هغۀ زیاته کړه، چې ضمنی ټاکنو کښې اؤ بیا په تېره تېره اوس د مردان نه د حمایت الله مایار بریالیتوب اؤ په سېنېټ کښې د درېم لوی قوت په توګه د ANPراتګ د راتلونکی سور سپرلی زېرے دے. دا کوم مشران چې زمونږ نن دلته ناست دی، د دوی په مشرۍ مونږه ډېره ډاډه یو اؤ دا باور مو دے، چې د دې مشرانو په زیار، هلوځلو اؤ قربانیو به مونږه د خپلو باباګانو د روحونو وړاندې سرلوړی اؤ اوچتې سترګې ؤدریږو.

دستوره د سحر بانګ پورې ؤغځېدله. مشرانو د راغلو ملګرو د پښتنو زړۀ پورې ځوابونه ورکړل. د ANPسعودی عرب څانګې لخوا په تؤدو چیو اؤ خوږو مېلمستیا ؤشوه.

بهرام اوډیګرام

د خپرؤنې سېکتر

ANPسعودی عرب څانګه

- حیات روغانی
بېرته شاته