(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شارجه: د ګوندلومړی مرستیال پښتنوسره لیدنه وکړه

[21.Mar.2012 - 17:11]

21.03.2012
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال  دعربی هیوادونودسفر په لړکیکی  دده په ویاړ   جوړو شویو غونډو کی ګډون وکړ.
ښاغلی ګردیوال  د
۲۰۱۲ع کال د مارچ د میاشتی په ۲مه  نیټه دشارجهپه ملی پارک کی ، د ۲۰۱۲ع کال د مارچ د میاشتی په ۹مه  نیټه د ښاغلی سوچه ګل او ښاغلی بیدول خان په دیره کی   او دغه راز د ۲۰۱۲ع کال د مارچ د میاشتی په ۱۱مه  نیټه د ښاغلی تاج الدین ګردیوال په دیره کی  په عربی هیوادونو کی میشتو لرو او برو  پښتنو/افغانانو، ملی سوداګرو اود پښتنو ځوان کول سره  لیدنه کتنه  وکړه.
د غونډو او ماښامیو  ګډونوالو  ښاغلی محمد شیرین ګردیوال ته  تود هرکلی وکړ  او له ده څخه ئی هیله  وکړه چی پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پهموخو او پروګرام  او دغه راز د هیواد په سیاسي حالاتو رڼا واچوی .
ښاغلی محمد شیرین ګردیوال په دغه غونډو کی  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په کار، هلو ځلو، مبارزه،بنسټیزه، موخو،هدفونو  او د پښتون قامی وحدت د احساس د راژوندی کولو او بیدارولو   رڼا واچوله، او ددوئ  یو لړ پوښتنو ته  ئی   ځوابونه  وویل . د غونډو ګډونوالو د نظرد څرګندولو په لړ کی  د   پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ګوندي کارونو د لاګړندیتوب په هکله دهر اړخیز ملاتړ ژمني وکړی.
دغونډو په پائی کی دګوند لومړی مرستیال ښاغلی ګردیوال د
ښاغلی حاجی یادګل ،ښاغلی عبدالظاهرخان ، ښاغلی حاجی وارث خان،  ښاغلی جاوید خان  ، ښاغلی عبدالرشید مومند ، ښاغلی خیرالله ګردیوال  ، ښاغلی ریاض خان ګردیوال او ښاغلی فیض محمد څخه مننه  وکړه

- زمونږخبریال
بېرته شاته