(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پکتیا: د کراټې ازموینه واخستل شوه

[02.Apr.2012 - 17:07]

 

د کراټې په ازموینه کې شپاړلسو بریالیو لوبغاړو ته د پکتیا کیوکېشن کان کراتې روزنیز مرکز له خوا بری لیکونه ورکړل شول

وړمه ورځ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا کیو کېشن کان کراټې روزنیز مرکز له خوا د کمربند ازموینې په پای کې شپاړلسو بریالیو لوبغاړو ته بری لیکونه ورکړل شول.

دې غونډې مراسم لومړی د پکتیا کیوکوشین کان کراټې اکېډمي لوبغاړو له خوا په زړه پورې سیالی او شاندارو نمایشونو په ترسره کولو سره پیل شو، له نمایشاتو وروسته بریالیو لوبغاړو ته د المپیک کمیټې مسولینو او نورو میلمنو له خوا بری لیکونه ډالی شول .

په دې مراسمو کې د مدني ټولنو استازو ، ځوانانو ،د معارف ریاست اونورو دولتی ادارو  چارواکو او د ورزش مینه والو برخه اخیستي وه.

لومړي د پکتیا ولایت کراټې فدراسیون ریس او د یاد روزنیز مرکز مسول استاد محمدالله صابری  لوبغاړو او د سیمې اوسیدونکو ته مبارکي ورکړه او ورزش یې د سالمې ټولنې ، سیاسي پرمختګ او د مخدره توکو په وړاندې مهم رول وباله.  

د معارف په استازیتوب استاد  میوه الدین منګل د  غونډې ستاینه وکړه  او دپکتیا ولایت ولایتی شورا په مسولینو یي غږ وکړ ترځو  د له اړونده دولتی چارواکو غوښتنه وکړی چې د پکتیا لوبغاری په مالی امکاناتو سره برخه من شي، او زیاته یی کړه چې په پکتیا ولایت کې د یاد روزنیز مرکز لاسته رواړنې  یواځې د پکتیا په نوم ترسره کیږي ( نور راځی چې د پکتیا  ځوانان په هړ اړخیزه توګه له امکاناتو برخه من کړو ترځو لا هځاند شی، او هیواد ته بریاوو جوګه شي).

 د پکتیا ولایت د ګډې جرګګی ریس حاجی حبیب الله مستعان وویل ،( له دې وړاندې مونږ لوبو ته دومره اهمیت نه دي ورکړی، خو ننی غونډې زما د ژوند دنیا ته بدلون ورکړ او زه یی دې ته اړ کړم ترځو په راتلونکی کې د ځوانانو سره مټ په مټ ودریږو)  او دپکتیا کیوکېشن کراټي مسول لاسته راوړنې یی وستایلې او د خپل اړخه یی د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.

د پکتیا سحر سپورتي او فرهنګی مرکز مشر استاد ګل کریم سحر په خپلو خبرو کې وویل (پکتیاوال لوبغاړی ډیرې لاسته راوړنې لري خو له دوی سره د مور او میرې سلوک کیږي) او دوی له پامه غورځول کیږي ، سحر د پکتیا د کدرونو  یادونه وکړه لکه څنګه چې  دوه کاله وړاندې د پکتیا ولایت نه صابري صیب د افغانستان کیوکېشن کان کراټې ټیم سره د هیت په ډله کې اسیایی سیالیو ته سفر درلود او دوی په خپل شخصی لګښت د هیواد او پکتیا استازیتوب وکړل او همدارنګه یی د نورو پیاوړو لوبغاړو لاسته راونې د غونډې برخه والو ته په ګوته کړې، په پای کې نور برخه والو په وار  وار سره خبرې وکړې.

ځایې خلکو د دې مرکز مسولینو سره د پوره ملاتړ ژمنه وکړه او د خپلو تنکیو ماشومانو د تشویق په موخهیي هوکړې وکړې.

په پکتیا کې د کیوکوشین کان کراټې روزنیز مرکز د یو کال خدمت په موده کې  د دریم پړاو  پای ته رسیدو په درشل کې له سپین کمربند نه تر شین کمربند پورې خپل شاګردان ټولنې ته وړاندې کړل ، او د ۱۳۹۱ زیږدیز کال د حمل میاشتې په پای کې د پنځو  ولایاتونو ترمنځ په ننګرهار ولایت کې دوستانه سیالی ترسره کیدونکي دي. د پکتیا ولایت نه د یاد روزنیز مرکز لوبغاړی هم په دې سیالو کې برخه اخلي.

 د یادونو وړ ده ! دکیوکوشین کان کراټې لوبه د افغانستان په پنځلسوبېلابېلو ولایتونو کې پر مخ بېول کیږی د افغانستان  کیوکوشین کان کراټې نړیوال سازمان مسولین د ولایاتو له استازو سره وخت ناوخت لیدنه کوي، له دې نه وړاندې پکتیا ولایت کې د کراټې لوبې په پرتله نورې رزمي لوبې لکه تکواندو او کانګفو  زیات شهرت درلود،له بلې خوا د کیوکوشین کراټې لوبه پکتیا کې نوی مروج شوه او ډیر مینه وال لري ځکه دا لوبه د رښتینولی او حقیقت خوښوونکی په معنې ده له همدې کبله دغه لوبه په ډیر لنډ وخت کې د پکتیا ولایت بېلابیلو ولسوالیو ته وغزیږي.

محمد موسی

د عامه اړیکو کمیټې غړی

پکتیا کیوکېشن کان کراټې رورنیز مرکز

- محمدموسی
بېرته شاته