(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فاریاب او خيبرايجنسۍ کی بمي چاوني

[04.Apr.2012 - 21:26]

ډیوه: په خيبرايجنسۍ کې  دشورو په سحر ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي
 د سرچينو ترمخه  دمسافرو يو گاډى دخرکي اباد کلي څخه مرکزي سيمې جمرود ته روان ؤ  دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه.
په وژل شوؤ کې  دحکومت پلوه قبائيلي لښکر يو سيمه ييز مشر حاجي گلاب هم شامل دى.
 ددغه پيښې په اړه په خيبرايجنسۍ کې يو لوړپوړي انتظامي چارواکي شکيل خان عمري زي  بهرني خبري اژانس اى ايف پي ته وئيلي دي  مسافر په گاډي کې  دسودا اخستو لپاره روان ؤ، تر دې مهاله مونږ دشپږو کسانو دوژنې او نهو دژوبل کيدو پخلى کولى شو.
هغه وويل  چاؤدنه کې درې کسان سخت ژوبل دي، هغه وويل  په ډاگه نۀ ده چې ايا بارود په گاډي کې دوړاندې څخه نصب کړل شوي وؤ که نه؟
ددغه چاؤدنې  ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ،  خو پاکستاني پوځيان اوس مهال په سيمه کې  دغيرقانوني تندرويه ډلې لښکر اسلام دجنگيالو په ضد کارروائي کوي او په تيرو وختونو کې هم ديو شمير  بريدونو پړه په دغه ډله اچول شوې.
 دملگرو ملتونو دکډوالو ادارې تيره اوونۍ وئيلي وؤ  د20مې جنورۍ څخه تر دې مهاله  دجگړې له امله خيبرايجنسۍ څخه  دښځو او ماشومانو پشمول 100,000 کسانو نورو سيمو ته کډې کړي دي.

بلخوا نن په شمالي افغانستان کې چارواکي  يو ځانمرگى بريد کې لږ تر لږه 10 کسان وژل شوي او 26 نور ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگي برید  د فارياب ولايت  په ميمنه ښار کې  د يو پارک سره نزدې ترسره شوې.
پولیس وایي په ځانمرگي برید کې څلور پولیس عسکر او شپږ تنه ملکیان وژل شوي دي.
نېټو ویلي دي چې په شمالي افغانستان کې په یوه چاودنه کې د دوي درې عسکر وژل شوي خو په ډاگه کړې یې نه ده چې هاغه عسکر په دغه چاودنه کې وژل شوي او که نا؟
ناروې چې زیاتره  عسکر یې په فاریاب کې گمارل شوي دي ویلي چې په دغه پېښه کې د دوي کوم عسکر نه دې وژل شوي.
سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ بهرنو عسکرو شميره 100ؤ ته رسيدلې ده..
دغه راز د مشال راډیو دخبر له مخی د چیلاس ګونړفام سيمه کښې تيره ورځ نامعلومه کسانو ګلګت ته تلونکي بسونه په خپله ولقه کښې واخستل او نهه کسانو ووژلو ورستو یي څلورو  بسونو ته اوور ورته کړو
د ګونړفام تهاڼې پوليسو انچارج ترمخه دا پیښه هغه وخت رامخې ته شوه چى کله د بسونو يوه قافله ګلګت ته روانه وه او نامعلومه کسانو په ګونړفام سيمه کښې د ودرولو ورستو نهه کسان د بسونو راکوز کړل او پر ډزو یي ووژل.
د ګلګت یو ځایي خبریال شیر غازي مشال ریډیو ته وویل، چې پرون په ګلګت کې د اهل سنت ال جماعت یوه ریلي وه، چې په دغه ریلي نامالومه وسلوالو یو ګرینیډ حمله هم کړي وه، او پکې شپږ کسان وژل شوي وو، او دا پیښه ښکاري ، د هغې په عکس العمل کې رامخې ته شوې وي.

د ګونړفام تهاڼې پوليسو انچارج مشال ریډیو ته دا هم وویل، د پیښې له وجې ډیر خلک لادرکه شوي هم دي.

Source: Deewa and Mashaal Radio

- ډیوه
بېرته شاته