(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار:(۵۰) جوماتونوسره مرسته وشوه

[10.Apr.2012 - 21:40]

د سعودي مرستندویه ټولنې له خوا د ننګرهار (۵۰) جامع جوماتونو سره د غالیو او لوډسپیکرو مرسته وشوه.
د هغې پرتمینې غونډې په ترڅ کې چې نن (دوشنبې) ورځ د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په انګړ کې ترسره شوه، د افغانانو لپاره د سعودي مرستندویه ټولنې له خوا ددې ولایت پنځوسو جوماتونو لپاره (۸۶۰۰) غالۍ ډوله مصلې (جاینمازونه) او (۲۶) لوړغږي (لوډسپیکرونه) د مرستې په توګه ورکړل شول.
نوموړې غونډه د کلام الله مجید په سپېڅلو آیتونو پرانېستل شوه، چې ورپسې د حج او اوقافو ریاست اداري مرستیال (مدني) د لنډې وینا په ترڅ کې د ننګرهار د علماوو په استازۍ د سعودي مسلمان ولس د مرستو مننه وکړه، او ددې مرستو د دوام غوښتونکی شو.  د سعودي مرستندویه ټولنې (جلال اباد څانګې) مدیر استاد فضل الهادي ددې ولایت د مرستو په اړه لنډ مالومات ورکړه، هغه وویل: ددې مرستو په وسیله به ننګرهار په دین مین ولس څه باندې (۵۰) جامع جوماتونه په (۸۶۰۰)غالۍ ډوله مُصلو (جاینمازونو) فرش او (۲۶) لوړغږو (لوډسپیکرونو) سمبال شي. چې ددې مرستو ټولیزه بیه (۴) مېلیونه افغانۍ کېږي. نوموړي د خپلې ټولنې په استازۍ د ننګرهار ولایت والي الحاج ګل اغا شېرزي، مرستیال والي محمد حنیف ګرديوال، اداري رییس قریب الرحمن هجرت  او د ارشاد، حج او اوقافو  رييس مولوي عبدالعزیز خېرخوا او كارمندانو د زړه له كومي مننه وکړه چې  ددې مرستو په وېش كې يې بشپړه همكاري او همغږي ښوولې او د اسانتیاو او چارو سمبالښت کې یې ونډه اخېستې.
له ده وروسته د ننګرهار ولایت مقام په استازۍ قریب الرحمن هجرت وینا وکړه، له افغان ولس سره یې د سعودي عربو د مرستو په اړه لنډه رڼا واچوله، هغه وویل چې دا د غالیو مرسته د سعودي هېواد دولت او ولس مرستې له چا پټې نه دي، او نه یې دا لومړنۍ مرسته ده، بلکه دا د هغو دوامداره مرستو یوه برخه ده چې د جهاد له وخته یې راپیل کړي دي. د هغه مهال یې له مجاهدینو سره د مدرسو، ښوونځیو، روغتونونو، څاګانو کیندلو کې مرستې کړي. هغه زیاته کړه چې زما تعلیمات د سعودي په مدارسو کې ترسره شوي، زه د هغوي د اسلامي ښوونو او روزنو منندوی یم او ځان د هغوي د احسان پوروړی بولم.
نوموړي د ولایت د مقام په استازۍ ددې مرستو د زړه له کومي مننه وکړه او زیاته یې کړه چې: مساجد زموږ اسلامي او ملي بنسټونه دي، ددې په دیني او معنوي ودانۍ کې باید سعودي مسلمان هېواد له هر چا را مخته وي، او باید ددې بنسټونو په ودانۍ او رغونه کې له موږ سره لا زیاته مرسته وکړي او رغنده ونډه په کې واخلي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د بزازۍ جومات خطیب مولوي صېب (هاشمي) د راغلو علماوو په استازۍ له سعودي مرستندویه ټولنې مننه وکړه چې دا ګرانبیه ډالۍ یې د نوموړي ولایت دینپاله ولس ته وړاندې کړه، او غوښتنه یې وکړه چې باید دا لړۍ د نوموړي ولایت ټولو اړو جوماتونو ته وغزول شي. نوموړي د کرزي په دولت او د حج او اوقافو په وزارت نیوکه وکړه چې بېکفایته دی او د جوماتونو او مدرسو ودانۍ او بیارغونې ته چندانې ژمن نه دي.
غونډه د نارنج باغ مدرسې مدیر مولوي عبدالرحمن په دعایه پای ته ورسېده. د ولایت مقام څخه د راغلي استازي په شتون کې د غالۍ وېش او هوارولو لړۍ د ریاست اړوند ګنبذي جومات څخه په رسمي توګه پیل شوه.
 د یادولو وړ ده چې دا مرستې  د هغې لړۍ یوه برخه ده چې د افغانانو لپاره د سعودي مرستندویه ټولنې پر مټ به د افغانستان څه باندې (۶۰۰) جامع جوماتونو،  دوه سوه زره لمونځ کوونکو لپاره د (۵۰) مېلیونو افغانیو په ارزښت  د (۱۴۰) زرو په شمېر غالۍ ډوله مُصلی او (۶۰) لوډسپیکرونو  مرستې ووېشل شي. 
 د سعودي مرستندویه ټولنې
        د رسنیو مسوول
   عثمان منصور انصاري

- انصاري
بېرته شاته