(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارباب دوست محمد په مړینه د PSDPدغمرازۍ پیغام

[13.Apr.2012 - 18:14]

په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی ارباب دوست محمد خان خلیل   د۲۰۱۲ع کال دمارچ د میاشتی په۱۳ مه نیټه  د خپلی ورپیښی ناروغۍ له امله لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد  ارباب دوست محمد خان خلیل د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد  سره  نزدی  اړیکي لرلي، دپښتنو دسوکالئ لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کړی دی.

 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خدای بخښلی ارباب دوست محمد خان خلیل مړینه  لويه ضايعه بولی ،ارواښاد ته د لوی خدای ج  له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی، د کورنۍ،خپلوانو، سیاسي ملګرو  اوښاغلی  ارباب شهزاد سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي

روح دی ښاد وی

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) has expressed deep sorrow and grief over the demise of Arbab Dost Muhammad Khan Khalil

- PSDP
بېرته شاته