(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قبایلوته په اسمبلۍ کې استازیتوب

[25.Apr.2012 - 20:05]

مشال : د فاټا نه د قامي اسمبلۍ غړې جواد حسین وایي د حکومت سره یي پر دې خبري رواني دي، چې یا خو قبایلي سیمو ته د یوې صوبې حیثیت ورکړل شي، او یا دې هم ورته د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې نمایندګي ورکړل شي.
ر پوټونه وایي د پاکستان مرکزي او د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومتونه پر دې صلاح شوي، که چیري قبایلي سیمو ته د یوې بیلې صوبې حیثیت ور نکړل شو، نو د پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې به ورته نمایندګي ورکول کیږي. جواد حسین مشال ریډیو ته دا هم وویل، د تیرې څه مودې راهیسې د نورو صوبو د جوړولو خبرې روانې دي، او دوی هم غواړي، چې باید اوس دې د قبایلو په اړه هم څه فیصله وکړل شي، او زیاتوي حکومت دې اوس د فاټا د اتیاو لکو اوسیدونکو بنیادي مسلو ته هم پام وکړي.
مشال ریډیو سره په خبرو کې جواد حسین وایي(( د دوی د عوامي نیشنل ګوند د غړیو سره خبرې شوې دي، اول موږ غواړو چې بیله صوبه راکړل شي، او که چیرې دغه ګرانه وي، نو باید بیا دې راته د پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې نمایندګي راکړل شي، او پر دې به په راروان وخت کې هم خبرې کوو))
د مشال ریډیو سره په خبرو کې جواد حسین دا وویل، په دې لړ کې د وفاق له اړخه هیڅ مسله نه لري، او اول به غواړي د قباییلي مشرانو سره خبرې وکړي، او له هغې وروستو په دې لړ کې د قبایلو غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي، چې حل یي راویستل شي. جواد حسین دا هم وایي د مرکز له اړخه ورته په دې لړ کې  مثبت اشاره ورکړل شوې ده.
اخوا د عوامي نیشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړې بشراګوهر بیا وایي، د دوی د ګوند مشر اسفندیار ولي خان د فاټا د سینټ او قامي اسمبلۍ د غړیو سره لیده کاته کړي دي، او په دې اړه یي خبري کړي، چې څه رنګ دغه مسله هواره شي. بشرا ګوهر وایي((موږ دا هم غواړو د فاټا په اړه څه قسم فیصله دې د قبایلو په خوښه وشي)) جواد حسین دا هم وایي د فاټا نه تر پنځه دیرشو پورې غړیو ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې نماییندګي تر لاسه کیدای شي، چې دوی یي هرکلی کوي
پراګ - د روان کال د می په ۲۰مه او ۲۱مه نيټه به د امريکا په شکاګو ښار کی په افغانستان کي د روان جنګ په اړه يو نړيوال کنفرنس کيږي. د راپورونو تر مخه پدغه غونډه کي به د پنځوسو هيوادونو ولسمشران، ويزراعظمان، د خارجه چارو وزيران پوځي مشران او سفيران ګډون کوي.
پدغه غونډه کي به د ۲۰۱۴م کال نه پس کله چي ددغه هيواد نه د بهرنيو ځواکونو ستنیدل پيل شي، د افغانستان د مستقبل په اړه پريکړي کولی شي.
ددي نه مخکې د جرمني په ښار بون کي هم يوه داسي غونډه شوې وه، چی پاکستان پکې شرکت نه وو کړی. پاکستان ددغي شرکت نه کولو وجه د تير کال د نومبر په ۲۶مه نيټه د مومندو قباييلي سيمی په سلله کي د ناټو په هوايي بمبارۍ کي د ۲۴پاکستانی پوځيانو وژنه ښودلي وه.
پدي اړه د پاکستان د خارجه چارو د وزارت يو چارواکی انتصار سلهري مشال ريډيو ته اووييل ((تر دا مهال پدی اړه موږ څه پريکړه نه ده کړي، نو څه نه شم وييلی ، او په شکاګو کنفرنس کي د شرکت لپاره څه د خصوصي بلني ضرورت نشته، ځکه چی  په پاکستان کي د امريکا  سفير شته نو د هغه په زريعه هم بلنه راکولی شي، خو تر دا مهال موږ د شرکت په اړه څه پريکړه نه ده کړي))
په اسلام باد کی د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري وايي چي په شکاګو کانفرنس کي  د ګډون نه کولو فیصله به د پاکستان په ګټه نه وي، او زیاتوي ((زما په نظر پاکستان له پکار دي چي په شکاګو کانفرنس کي شرکت اوکړي ، ځکه چی د افغانستان د شخړې سره اړه لرونکې ډير هيوادونه به دغه کانفرنس ته راځي ، او دغلته د پاکستان غير موجودګي به یو سم ګام نه وي، او ددي له وجې به پاکستان ته څه ګټه ونه رسیږي، بلکې د نه شرکت فيصله به دوی لپاره زيان منه وي.ځکه چې هلته به د پاکستان د دريز نه څوک خبر نه شي))
په پیښور پوهنتون کی د سیمه ایزو چارومرکز یا ايريا سټډي سنټر مشر پروفيسر ډاکتر اعجاز خان خټک مشال ريډیو ته ووييل چي پاکستان د افغانستان د شخړي حل په خپلو شرطونو راويستل غواړي، نو ځکه يي دا مهال د زړه نازړه تګلاره اختيار کړي ده.
ډاکټر اعجاز زياته کړه چي په نړیوالو تعلوقاتو کي هره فیصله د يو هيواد په خوښه نه وي  څه به د بل منې نو بيا به ستا خبري ته بل هيواد درنښت ورکوي.
ښاغلي اعجاز ووييل چي که په شکاګو کنفرنس کي پاکستان شرکت وکړي او که نا ، خو دا يوه فطري خبره ده،  چی اوس به د افغانستان د شخړې حل راووځي، ځکه چې د نړۍ ډير هيوادونه غواړي په افغانستان کی امن بشپړه شي.او دا د پاکستان نه بغير هم ممکنه ده.

ډیوه:د  شمالي وزیرستان یو ځایي مشر کریم خان په یواځې سر د حقانی ډلې او ځایي طالبانو پرضد جگړه کې څو میاشتو راسې بوخت دي.
د ځایي چارواکو د خولې رپوټونه وایی پاکستانی ځواکونو په دغه جگړه کې د تماش بین رول لوبوي.
د ځايی مشر او طالبانو ترمنځ جگړه کې هغه وخت تندي راغله کله چې طالبانو او د حقانی ډلې وسله والو د هغه په کور برید وکړو.
د دواؤ ورځو پورې روانه جگړه کې نزدې 500ؤ طالبانو برخه اخستې وه. ځایي قبایل وایي حکومت د طالبانو په شا کولو پرضد گام اخستو کې تاخیر کړې ؤ.
سيمه ييز چارواکي وائي په دغو نښتو کې  اووۀ تندلاري او کريم خان درې وريرونه حسنين،کمال خان  او عرفان مړۀ شوي وؤ.
ددغه نښتې په مهال  دحقاني ډلې وسله والو  دکريم خان دوه وريرونه بشير خان او جانداد خان د يوې مورچې څخه نيولي وؤ چې وروستو دهغوي مړي دشوه سره نزدې  دغرۀ په لمنه کې ديو خوړ څخه ترلاسه شوي وؤ.
حقاني ډلې اوس ځایي مشرکريم خان ته  دخپلې کورنۍ سره په دوؤ ورځو کې دننه دننه دسيمې څخه دوتلو مهلت ورکړل شوى دى او دسيمې علماؤ او قبائيلي مشرانو ددغه ستونزې دهواري دپاره  دجوړجاړي هڅې پيل کړي دي.
د یوې بهرني خخبري ادارې له مخې  سيمه ييزې انتظاميې   ددې خبرې پخلى کړى دى چې دشمالي وزيرستان  د پلازمينې ميرانشاه څخه 30 کلو ميټره لرې د شمال مشرق په لوري په شوه تحصيل کې حقاني گروپ ديوې جرگې له لارې دړکه کړې ده چې کريم خان ميامي کابل خيل دې دوؤ ورځو کې دننه د شمالي وزيرستان څخه  دخپلې کورنۍ پشمول اوځي گنې طالبان به دهغه په ضد په گډه گامونه واخلي.
دسيمې انتظامي چارواکي وائي  دعلماؤ کرامو او قبائيلي مشرانو څخه څو کسانو دطالبانو سره ليدلي دي  او هغوي هڅه کوي چې دغه ستونزه  دخبرو له لارې هواره کړي.
خو طالبان تراوسه په دې خبره ولاړ دي چې کريم خان بايد دسيمې څخه اوځي
بل لوري ته داسې اطلاعات هم شته چې دکريم خان دکورنۍ کسانو دخپلو کورونو سره مورچې جوړول پيل کړي  او هغوي دسيمې پريښودو ته تيار نۀ ښکاري.
هغوي ته تر دې مهاله دحکومت له لوري هم  دمرستې هيڅ رقم وړانديز نۀ دى شوى. دتندروه وسله والې ډلې حقاني نيټ ورک او قبائيلي مشر کريم خان ترمينځ  دبې باورۍ دغه لړۍ شپږ مياشتې دمخه هاغه مهال پيل شوې وه  چې دکريم خان ځلمى ځوې جهانزيب نامعلومو مخ پټو وسله والو تښتولى  او بيا وژلى ؤ.
په جهانزيب تور لگول شوى ؤ چې هغه دافغانستان دحکومتي چارواکو سره اړيکې لرلې. د ملک کريم خان دځوې جهانزيب خان د وژنې په بدل کې د هغه دکورنۍ غړو د هنگو ضلعې په ټل تحصيل کې دوه اوونۍ د مخه دحقاني نيټ ورک يو مهم کمانډر قادر خان وژلى ؤ. قادرخان دحقاني نيټ ورک مهم کمانډر گڼلى شو او تعلق يې دافغانستان دخوست ولايت سره ؤ ، چې دغه سيمه دحقاني نيټ ورک  دمشرجلال الدين حقاني پلرنۍ  سيمه ده

مجید بابر،سراج ظهیر: مشال راډیوډیوه راډیو

Source:Mashal and Deewa radio.

- ظهیر
بېرته شاته