(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تغزل شعري ټولګه چاپ شوه

[26.Apr.2012 - 21:44]

 د خیبر پښتونخوا د ځوان نوښتګر او نازکخیاله شاعر غنم رنګ کوچي لومړۍ  شعري ټولګه تغزل تازه له چاپه راوتلې ده .

  دغه شعري مجموعه  په ۱۹۰ مخونو کې په رنګه پښتۍ او ښه کیفیت،  د حميد بابا ادبي جرګې د ۱۰۰۰ ټوکه په شمېر چاپ کړې ده .  په دې ټولګه کې ۱۶۰ غزلې او ۲۰ نظمونه راغلي دي .  

د غنم رنګ شعرونه  زياتره حماسي او انقلابي بڼه  لري، نوموړي په دغه ټولګه کې  د وطن اوسنۍ ناخوالې راسپړلې  او هیوادوالو ته  يې  د يووالي او  سولي پېغام ورکړی دی .

ليکوال :  غنم رنګ کوچی

ملفون :  ۰۰۹۲۳۴۵۹۶۵۰۰۴۱

[email protected]

- مندوخیل
بېرته شاته