(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان د مزار ودانولو کار پیل شوی دی

[25.May.2012 - 13:46]

باز محمد عابد، مشال راډیو  جلال اباد - پر مزار له تېرو درې نيمو کلونو راهيسې د څه وجوهاتو له امله کار درېدلى و چې  مشال راډيو د جلال اباد څانګې  وخت په وخت د مزار په کنډر حالت رپورټونه ورکړي وو، تر دې چې د باچاخان د ۲۵ تلين په مناسبت يې يوه ويډيو هم د مشال ويبپاڼې له لارې خپره کړې وه.
حمد الله ارباب چې ((ځوانان په عمل کې)) د ټولنې مشر دى، وايي چې د مشال راډيو له پاڼې يې ويډيو کاپي کړې وه او پيښور کې يې د عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو سره شريکه کړې وه چې له وج

​​ده مشال راډيو ته وويل:
(( د مشال راډيو له ويبپاڼۍ ما د باچا خان بابا د مزار ويډيو خپل موبايل ته ډاونلوډ کړې وه. بيا مې جمال شاه سره په دۍ خاطر تماس نيولى و چې که وکولاى شو چې دا ويډيو اول قيصر خان لالا او بيا ميا صيب افتخار او نورو مشرانو ته وښييو. د قيصر خان لالا دې کور ودان وي، د هغې په واسطه مو اول ارباب طاهر او بيا ميا صيب سره وکتل، دا ويډيو مو ورته وښوده، هغوى موږ ته وعده راکړه چې د اپريل په  پاى کۍ موږ د همدې کار لپاره خپل کسان ليږو. تيره ورځ چې موږ ورغلو، هغه قرارداديان ( ټيکه داران) راغلي، او هغوى عملاَ کار شروع کړى چې ډېر د خوشالۍ ځاى دى.))ې يې په مزار او کمپلکس کار پيل شوى.

ده مشال راډيو ته وويل:
(( د مشال راډيو له ويبپاڼۍ ما د باچا خان بابا د مزار ويډيو خپل موبايل ته ډاونلوډ کړې وه. بيا مې جمال شاه سره په دۍ خاطر تماس نيولى و چې که وکولاى شو چې دا ويډيو اول قيصر خان لالا او بيا ميا صيب افتخار او نورو مشرانو ته وښييو. د قيصر خان لالا دې کور ودان وي، د هغې په واسطه مو اول ارباب طاهر او بيا ميا صيب سره وکتل، دا ويډيو مو ورته وښوده، هغوى موږ ته وعده راکړه چې د اپريل په  پاى کۍ موږ د همدې کار لپاره خپل کسان ليږو. تيره ورځ چې موږ ورغلو، هغه قرارداديان ( ټيکه داران) راغلي، او هغوى عملاَ کار شروع کړى چې ډېر د خوشالۍ ځاى دى.))
د باچا خان د مزار او کمپلکس په اړه د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين مخې ته مشال راډيو څه داسې پوښتنې کېښودې:
مشال راډيو: موږ د مشال راډيو له لارې څو ځلې د باچا خان بابا د مزار په خسته حال رپورټونه کړي او يوه ويډيوهم موږ خوره کړې وه چې د نیشنل پارټى له ځينو مشرانو سره شريکه شوې وه. اوس په مزار کار پيل شوى، دا کار د پښتونخوا صوبايي حکومت پيل کړى، نیشنل پارټى پيل کړى او د کومې بلې خوانه دى؟

ميا افتخار حسين: زموږ په اخباراتو کې به هم دا راتلل او خلکو به هم دا ويل چې د باچا خان بابا په مزار کار نه کيږي، داسې تاسو هم په کې خپل حق ادا کړى خبره مو کړې ده. موږ ته د دې خبرې احساس و خو بذات خود چې دافغانستان او زموږ خاوره يوه خاوره ده، دابيله خبره ده چې په انتظامي توګه دا د يو بل نه جدا ده. اوس په دې کې هم د افغانستان حکومت موږ سره کمک کوي، موږ د دې لپاره خپل يو خصوصي ټيم جوړ کړو، هغه د ارباب طاهر په مشرى کې افغانستان ته لاړو. د افغانستان حکومت يې د جوړيدو ذمه واري واخيسته.  نیشنل پارټۍ او د افغانستان حکومت په ګډه په مزار کار پيل کړو.

مشال راډيو: دا يوازې د مزار کار پيل شوى که نه، دې سره يو لوى کمپلکس هم ډيزاين شوى و، کتابخانه او....
ميا افتخارحسين : دا چې دلته څه پخوا ډيزاين شوي وو، موږ به يې کوو، بلکې زموږ خواهش دى چې نور زياتوالى هم په کې راوړو. باچا خان ډير حقدار دى، کاش چې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې کې نيغ په نيغه کار کولى شو. هغه به نوره هم ډيره اسانتيا وه. خو د افغانستان حکومت په دې کې ډير خواهش لري، هغوى په دې کې ډير کوششونه کوي. موږه د افغانستان د حکومت په دې کوششونو شکريه ادا کوو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم چې د مزار او کمپلکس څخه د څارنې دنده يې پر غاړه ده، مشال راډيو ته وايي:
(( مطبوعاتو به هميشه له موږ نه دا تقاضا کوله چې د باچا خان مقبره په همدې حال پاتې ده. تاسو به هر وخت راتلۍ او د مشال راډيو لپاره به مو پرې راپورونه جوړول چې خپاره شوي او ما اوريدلي هم دي. نو يو ډول خجالت به مو ايسته. د ژورنالستانو، راډيوګانو او ستاسې د هڅو په نتيجه کې موږ دې ته اړ شو چې دا موضوع د لوړو مقاماتو سره مطرح کړو، له والي صيب سره او د اطلاعاتو فرهنګ له وزارت سره او همدا رنګه په يو ډول نه يو ډول د باچا خان له کورنۍ سره او د نیشنل پارټى له مشرانو سره په سفارتي کچه موږه تماسونه ونيول او دا د دې خبرې سبب شو چې په کمپلکس کار پيل شو او دې ټولو هڅو او ټولو خبرو رنګ راوړ.))
اورنګ صميم وړاندې وايي:

له نيکه مرغه د نیشنل پارټۍ عمومي منشي ارباب طاهر دلته راغلو او د ولايت مقام د مرستيال په شمول موږ د باچاخان مقبرې ته ورغلو او ارباب صيب هغه کمپليکس موږ ته د يوې نقشې له مخې ټول معرفي  کړو. د باچا خان مزار جوړول، ورسره خوا کې د يوه لوى او ښکلي جومات جوړول. ميلمستون جوړول، يو لوى هال جوړول، کتابخانه جوړول، او همدا شان هلته چې د باچا خان کوم کور دى له هغې نه داسې يو موزيم جوړول چې د باچا خان د جد جهد او تاريخي سفرونو اسناد چې که هغه په هندوستان کې وي، پيښور کې وي، او يا هم د پاکستان په نورو صوبو کې وي، هغه ټول اسناد او شواهد به په دې موزيم کې ساتل کيږي اود باچا خان د شخصيت، د هغه د جد و جهد او د هغه  له مبارزو نه به نوى نسل ګټه پورته کوي.
د يادولو ده چې د باچاخان په مزار د تيرو درې نيمو کلونو راهيسې د جوړيدې چارې دريدلې وې چې د مشال راډيو په ويبپاڼه کې د خپرې شوې ويډيو له برکته يې په  مزار او کمپلېکس کار پيل شوى او په تېزۍ سره پر مخ روان دى

- عابد
بېرته شاته