(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان یون د لاریون خبرتیا

[05.Jun.2012 - 18:34]

د ايراني هر اړخيز استعمار پر ضد د افغان یون د لاریون خبرتیا!

د ايران د لاسوهنو او نفوذ په اړه د افغان حکومت چوپتيا، ايراني اخوندان دومره زړور کړي، چې هم مو وژني او هم مو په کور کې خپلې شومې موخې او برنامې پلي کوي.
د ايران د استعماري فعاليتونو په اړه زموږ چوپتيا د افغانانو بې غيرتي او بي وسي په ډاګه کوي.
افغان ځوانان د څلورنۍ په ورځ په کابل کې د ايران او د هغوى د مزدورانو پرضد پراخ لاريون په لاره اچوي.
۱- په افغانستان کې د ایران بربنډی لاسوهنې غندو.
۲- په ایران کې له افغان کډوالو سره د فاشیست ایراني دولت ناوړه چلند په کلکو ټکو غندو.
۳- په افغانستان کې د خمیني د تلین په موخه د لمانځغونډو جوړول او جوړونکي غندو.
۴- په ایران کې د افغانانو په دار ځړول د ټولو انساني او بشري حقوقو په خلاف عمل بولو او په کلکه یی غندو.
۵- په ایران کې له ذده کړو څخه د افغانانو بی برخی کول.
له افغان دولت څخه غواړو چې په ایران کې د شهید کړل شویو افغانانو پوښتنه له فاشیست ایراني دولت څخه وکړي، د ټولو شهیدانو جسدونه خپلو کورنیو ته ورسوي او په ځواب کې یی د ایران د چټل دولت سفیر له هیواد څخه وشړي.
راڅئ ملګرو، مشرانو او کشرانو خویندو او ورڼو لاسونه او فکرونه سره یو کړو، د ایران د اخوندي فاشیست او استبدادي نظام په وړاندی خپل غږ پورته کړو، د افغان یون د ځوانانو ملاتړ وکړو او د څلورنۍ په ورځ په کابل کې د یون د ځوانانو سره اوږه به اوږه په سوله ایز لاریون کې برخه واخلو او خپل ملي او وجداني دین ادا کړو.
وخت د سهار ۸بجی
ځای د نوي ښار پارک، کابل افغانستان.
د اړیکو شمیری:
0093700873022
0093786220161

د افغان یون دارالانشأ

- یون
بېرته شاته