(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا : 303 اربه روپۍ بجټ وړاندې كړې شو

[09.Jun.2012 - 10:45]

د خېبرپښتونخوا د 303 اربه روپۍ متوازن بجټ وړاندې كړې شو

پېښور :مالي كال 13-2012 لپاره د خېبرپښتونخوا د 303 اربه روپۍ متوازن بجټ وړاندې كړې شو۔بجټ د خزانې صوبائي وزير انجينئر همايون خان د جمعې په ورځ وړاندې كړو۔د بجټ وړاندې كولو په مهال د خزانې صوبائي وزير انجينئر همايون خان ووئيل چې په راتلونكي كال كښې د صوبې د محصولاتو اندازه 303 اربه روپۍ ده كومه چې د روان مالي كال څخه 22 فيصده زياته ده۔دغسې د اخراجاتو اندازه هم 303 اربه روپۍ لګول شوې او دا يو متوازن بجټ دې۔ده ووئيل چې دا خبره د اطمينان وړ ده چې د راتلونكي مالي كال لپاره د 74 اربه 20 كروړه روپو پرمختيائي پروګرام ترتيب كړې شوې۔د خزانې صوبائي وزير ووئيل چې د مركزي ټېكسونو څخه به صوبې ته 183 اربه 68 كروړه 49 لاكهه 37 زره روپۍ ترلاسه كېږي۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د اخراجاتو په توګه به 22 اربه 7 كروړه 10 لاكهه 58 زره روپۍ ترلاسه كېږي كومې چې د روان مالي كال په نسبت 22 فيصده زياتې دي۔ده ووئيل چې د صوبې په سوئېلي سيمو كښې د تېل او د ګاز د پېداوار د رائلېټي په مد كښې به 22 اربه 15 كروړه 75 لاكهه 43 زره روپۍ ترلاسه كېږي كومې چې د روان مالي كال په نسبت 60 فيصده زياتې دي۔ده ووئيل چې په خدماتو د جنرل سېلز ټېكس څخه به 9 اربه 88 كروړه 63 لاكهه 94 زره روپۍ ترلاسه شي۔د صوبې د خپلو محصولاتو څخه به 7 اربه 81 كروړه 22 لاكهه 21 زره روپۍ ترلاسه كېږي۔ده ووئيل چې د برېښنا د منافع پھ مد كښې به صوبې ته 6 اربه روپۍ ترلاسه كېږي دغسې 25 اربه روپۍ به د برېښنا بقايا جات ترلاسه شي۔د خزانې وزير ووئيل چې راتلونكي مالي كال لپاره د اخراجاتو اندازه 303 اربه روپۍ لګول شوې په كومو كښې چې 191 اربه 60 كروړه روپۍ روانو پرمختيائي پروژو لپاره بېلې كړې شوېدي۔روغتيا لپاره لس اربه 33 كروړه 3 لاكهه 74 زره روپۍ تعليم لپاره 6 اربه 7 كروړه 16 لاكهه 83 زره روپۍ٬ پوليس لپاره 23 اربه 35 كروړه 56 لاكهه 13 زره روپۍ٬ايريګېشن لپاره 2 اربه 79 كروړه 99 لاكهه 13 زره روپۍ فني تعليم او افرادي تربيې لپاره 1 ارب 73 كروړه 26 لاكهه 92 زره روپۍ٬كركيلې لپاره 1 ارب 23 كروړه 86 لاكهه 66 زره روپۍ٬ماحولياتو لپاره 1 اربه 11 كروړه 72 لاكهه 83 زره روپۍ ٬مواصلاتو او رغونې لپاره 2 اربه 45 كروړه 64 لاكهه 83 زره روپۍ٬پنشن لپاره 21 اربه 58 كروړه 17 لاكهه 96 زره٬د ضلعي حكومتونو تنخاګانو او نورو اخراجاتو لپاره 83 اربه 83 كروړه 92 لاكهه 64 زره روپۍ په غنمو سبسډۍ لپاره 2 اربه 50 كروړه روپۍ او د قرضونو ادائېګۍ لپاره 9 اربه 56 كروړه 30 لاكهه روپۍ بېلې كړې شوېدي

- انډیوال
بېرته شاته