(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه سندرغاړې غزاله جاويدووژل شوه

[18.Jun.2012 - 21:51]

دپښتو ژبې  نوميالۍ ،تکړه، خوږغږی او ښکلې سندرغاړې غزاله جاويد او دهغې پلارد روان ۲۰۱۲ع کال د جون د میاشتی په۱۸مه نیټه ددوشنبی په ورځ دماښام پرمحال  دپیښور په ډبگرۍ کې  د پښتو ژبی کولتور د دښمنانو له خوا  ووژل شول .
غزاله جاويد په ۱۹۹۰ ع کال کی د پښتونخوا دسوات  په سيمه کی زیږیدلی وه.  د پښتو موسیقۍ او هنر سره ئی د ورکوټی والی راهیسی مینه او علاقه لرله اوپه۲۰۰۴کال  کی ئی دپښتو موسيقۍ په ډګر کی   په سندرو ویلو پیل وکړچی په لږ ه موده کې ئې دخپلی هنری زیرکتیا  له امله د پښتنوپه زړونو کې ځايې  پیدا کړى ؤ.  
غزاله جاويددلوی پښتونخوا په لر او بر بیلابیلو تلویزیونونو ، محفلونو او کولتوري ماښامیوکی ګڼ شمیر سندری ویلې  چی د پښتو موسیقئ  لمن ئی ډکه کړی ده.
 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له اړخه ورته د۲۰۱۲ روان ع کال د اکست په میاشت کې د جرمنی بلنه هم ورکړ شوی وه چی دجرمنی سربیره ورته په اروپائی هیوادنو کی هم د کلتوری ماښامیو د جوړلو لړ په نظر کی نیول شوی ؤ.
 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Party (PSDP) دغزاله جاويد په مړينه دژور خفګان څرگندونه کوی د دی مړینه  دپښتني کلتورلپاره يوه ستره ضائعه بولیروح دی ښاد وی.

***
PESHAWAR: Anti Pakhtungunmen shot dead famous Pushto singer Ghazala Javed along with her father in Peshawar.
According to initial reports she came under a fatal attack in Dubgari area of Peshawar.
Ghazala Javed was popular  Pashto singer of Great Pukhtunkhwa.
She had a fan following throughout the world.

- خبری څانګه
بېرته شاته