(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فغانستان څنګه وژغورو

[02.Jul.2012 - 17:50]


(افغانستان څنګه وژغورو؟) د هغه یوه ورځیني جوړشوي سیمینارسرلیک وو، چې دشنبې په ورځ د خوست د جرګو په تالارکې د ویښ افغان ټولنیزتحریک له خوا جوړ شوی وو.
په دې سیمینار کې د خوست مخورو څېرو، کرامو دیني علماوو، د مدني ټولنو غړو او خبریالانو سربېره د هېواد له پلازمینې او ختیځو ولایتونو څخه هم د ویښ افغان ټولنیزتحریک غړو برخه اخیستي وه.
د سیمینار په ترڅ کې د افغانستان د بنیادي ستونزو او حل لارو په اړه ويناوې او مقالې واورول شوې او ګډونوالو د مطرح شویو مسايلو په اړه آزاد بحث وکړ او ګټور نظریات يې وړاندې کړل.
د خوست ټولنیزمرکزمېدیوتیک مشر او د ويښ افغان دمشرتابه غړي نجیب الله الوخېل په پرانیستونکو خبروکې د دې غونډې د موخو په اړه وویل چې دوی غواړي له دې لارې د ولس خبرې واوري او بیا ورته پرحل لارو هم بحثونه وشي.
ښاغلي الوخېل وویل:«افغانستان په اوسني حالت کې له ګڼوستونزو سره مخ دی او له دغو ستونزو د وتو لپاره يوې جامع نسخې ته اړتيا ده. د ويښ افغان ټولنیز اصلاحي خوځښت غړو له دې امله وپتیله چې د همدي ډول سيمينارونو له لارې د ولس ستونزې او ورسره مشورې واخلي او د يوې جامع تګلارې او ستراتيژۍ په تدوين کې ګټه ترې واخلي.»
وروسته ويناوالو د بېلا بېلو موضوعاتو په تړاو خپلې لیکل شوي مقالې ولوستې.
په غونډه کې ډېری ویناوالو د ملي وحدت په رامنځ ته کولو او ټینګښت باندې ټینګار کاوه.
د سيمينار لومړنی ويناوال ښاغلی يوسف انتظار و، چې په افغانستان کې يې د يوه ټولمنلي ملي ځواک او مشرتوب تشه مطرح کړه او لاملونه يې په ګوته کړل. ده په اوس مهال کې د سياسي او تولنیزو سازمانونو تر منځ همغږي يوه ملي اړتيا وبلله.
د سيمينار دويم وينا وال ښاغلي فضل وزیرهیله من په افغانستان کې د ملي نفاق په اړه خپله مقاله واوروله. ده وویل چې په اوسنيو شرایطوکې تربل هر څه ملي یووالي ته اړتیا ده.
نوموړي وویل چې په تېره یوه لسیزه کې نه هم ملت جوړونه وشوه او نه جګړه پای ته ورسیده، بلکې ترڅنګ یې نوي سیمه ییزاو نړیوال ابعاد ځان ته غوره کړل.
د خوست شېخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومود پوهنځي مشر استاد محمد الله مندوزي بیا په وروستيو درې نيمو لسيزو کې د بهرنيو تيريو او لاسوهنو په اړه خپله مقاله ولوسته او د افغان دولت او ولس د دريځ په اړه يې نظريات وړاندې کړل.نوموړي په خپلو خبروکې پردولت نیوکه وکړه چې اوسنۍ اداره د ټولنیزو ژوند په ټولو برخوکې هېڅ ډول ټاکلي ستراتیژي نه لري، او لامل یې د سالم مدیریت نشتون په ګوته کړ. ده غوښتنه وکړه چې لومړۍ باید د ځان جوړونې هڅه وکړو او وروسته نظام جوړونې ته لستوڼي رابډ وهو.
د سیمینار یوه بل وینا وال رفیع الله زیار بیا روانې ستونزې د اداري فساد له امله وبللې او په خبره یې چې د ډېرو روانو مشکلاتو زېږنده همدا فساد دی.
د نوموړي بل وړاندیز داو چې په امنیتي ځواکونو کې د په نشه روږدې کسان نه پرېښودل کیږي او شته کسان دې له دندو لیرې شي.
د افغانستان څنګه وژغورو د سیمیناریوه بل ویناوال د خوست مېډیا سنټرمشرمحمد رسول عادل بیا د قانون نه پلي کیدل د روانو ستونزو یوه سرچینه وبلله او په دې برخه کې یې غوښتنه داوه چې باید قانون په ټولو قشرونو یوډول پلی شي.
ښاغلي عادل ددې ترڅنک پریوشمېرنورو ستونزو په هېواد کې د ترسره شویو رغنیزوکارونو د کیفیت پرټیټوالي، هېواد ته د را واردیدونکي توکو پرڅرنګوالي او پردي کلتور باندې هم خبرې وکړې او په برخه کې یې د چټکو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د مدني ټولنې فعال او ژورنالېست الیاس وحدت بیا په وروستيو درې نيمو لسيزو کې د ملي او معنوي ارزښتونو پرسقوط خبرې وکړې او ویي ویل چې انساني ټولنو په بېلا بېلو دوروکې ځان ته ارزښتونه خپل کړي وو.نومو ړي وویل افغاني ټولنې هم خپل تاکلي ارزښتونه لرل چې د هغې له جملې څخه قومي جوړښتونه، د مشرانو قدر، امانتداري، او نور وو. خو نوموړي زیاته کړه چې په هغه وخت کې مشران هم صادق او ريښتوني وو، او په پرېکړو به یې هرچا باور کاوه.
وروسته د ویښ افغان ټولنیزتحریک د رهبرۍ غړي ډاکټرخوشال روهي خبرې وکړې او د سیمینارد برخه والو نظرونه او وړاندیزونه یې ښه وبلل. ده له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په دې اړه نظر ورکړي چې له روانې غمېزې څخه د وتلو لپاره ولس څه کولای شي او ويښ افغان څه کولای شي.
نوموړي زیاته کړه ددې ډول سیمینارونو پیل له خوست څخه وشو او ټاکل شوې د هېواد په نورو ولایتونو کې ورته پروګرامونه جوړ او وروستۍ پروګرام یې د ټولو سیمینارونو څخه په الهام په پلازمینه کابل کې جوړ شي.
د سیمینار وروستۍ برخه د پوښتنو او ازاد بحث لپاره ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې ګډونوالو ډېر رغنده وړانديزونه او نظريان وړاندې کړل، چې د سيمينار د سکرتريت له خوا وليکل شول او همداراز د ويښ افغان ټولنیزتحریک په اړه یوشمېرپوښتنې هم مطرح شوې چې ورته ځوابونه ورکړل شول.
د سيمينار په پای کې د افغانستان پياوړي ليکوال او اديب استاد اصف صميم دسيمينار ارزونه وکړه او سيمينار يې د ولسي هڅونې په لړ کې يو ډېر ګټور ګام وباله. استاد صميم د ويښ افغان له خوا په ولس کې د ايثار او قربانۍ د روحيې هڅول او روزل ډېر مهم وګڼل او د ويناوالو خبرې او وړانديزونه يې هم د پام وړ وبلل.
د پوښتنو او بحث برخه:

- بسم الله ارمان، د شمشاد خبريال: په كابل كې لويې غونډې ته دې ريښتيني قومي مشران را وغوښتل شي، له هغوى سره دې د هيواد جوړونې دغه فكر شريك كړي، ويښ افغان دې هڅه وکړي چې كلو او بانډو ځان ورسوي.
- عبدالله حسن: ويښ افغان دې د ولسونو ترمنځ د اعتماد رامنځته كولو، د وطن دوستۍ روحيې پياوړي كولو له پاره كار وكړي.
- يو ماشوم له ويښ افغان څخه د سولې او ثبات په ټينګښت كې د هڅو كولو هيله وکړه.
- يوسف انتظار: د ويښ افغان تګلاره ښه ده، خو كه عملي شي، شته سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو تر اوسه ښه نتيجه نه ده وركړې، زما وړانديز دا دی، چې په كابل كې د ټولو ټولنيزو سازمانونو استازي سره راټول كړي، د راتلونكي نظام د ښه كيدو له پاره يو ګډ پلان جوړ كړي.
- سخي سرور مياخيل: راتلونكي غونډو كې دې د مقالو پر منځپانګه هم بحث او خبرې وشي او ويښ افغان دې خپله ليكلي تګلاره تر خلكو ورسوي، چې خلك يې پر هدفونو پوه شي.
- عبدالخالق سروري: د ويښ افغان هدفونه دې ولس ته روښان شي، هغه ستونزې چې هيواد ورسره مخامخ دى په ګوته شي، او بيا دې په دې اړه خبرې وشي چې څنګه يې وژغورو.
- سيف الله خوستى: كه د مقالو پر ځاى شفاهي ويناوې واى، ښه په واى، ځكه پر يوه موضوع واحد نظر مهم او اغيزناك نه دى، ښه دا ده چې شفاهي خبرې او نظرونه سره راټول او بيا وليكل شي. كه ويښ افغان د پاكو ځوانانو له ښو استعدادونو كار واخلي، نتيجه به يې ښه وي ؟
- صاحب ګل فرهاد: د عامه ستونزو د پيژندنې او حل له پاره په ولس كې د يوې عامې سروې كول به ښه نتيجه ولري.
- جلال حقيقت ځدراڼ: ويښ افغان دې پر دې كار وكړي، چې څنګه موږ د زورواكانو له منګولو خلاصيداى شو.
- يو زده كوونكى: دا وخت افغانستان تر كلتوري يرغل لاندې دى، په ځانګړې توګه د ايران له خوا، كه ويښ افغان د نورو ترڅنګ دې برخې ته هم پام وكړي، ښه به وي... د دې ترڅنګ كه يووالى ولرو، له خپلو اوبو او نورو اسانتياوو به ډير ژر د ځان په ګټه كار واخلو.
د یادونې وړده چې دغه ټولنیزتحریک نږدې کال وړاندې په کابل کې د یوشمېرفعالینو له خوا جوړ شو، چې وروسته ولایتونه ته یې هم غړي ورسیدل، او ددې تحریک د مسؤلینو په وینا چې ټولې چارې یې د ولس په همکارۍ ترسره کیږي.
نسیم افغان خوست‬

- نسیم افغان
بېرته شاته