(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلمی اوادبی غونډي خبرتيا اوبلنليک

[10.Jul.2012 - 22:30]

دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموند کيمياپواوپښتو ژبې ،تکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړدعلمي غونډه جوړېږي  
په سويډن کي دافغانانوعلمی او فرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنه ،دآريانا کلتوری ټولنه داروزگان ملي مهالنۍ خپرونه دنړۍ په گوټ گوټ کښي خپلو هيوادوالو ،پوهانو ليکوال ،دطبعی علومواوپښتوژبې څېړونکواوشاعرانوته خبرورکوی چې :
موږ سږکال هم دتېرپشان دخپل هيواددعلمی اوادبی څېروددرناوي اوهڅونې په موخه دروان کال دسپتمبر په اتمه ((۸)) نېټه دافغانستان ددوعلمی اوادبي شخصيتونو،پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه اوپدې  برخه کښي وتلی څېړونکي،همدا ډول  پښتو ژبې اوادب دبې اسرې چوپړلاروی ، تکړه ليکوال  ،څېړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړ درنه اونه هېرتېدونکې غونډه جوړه کړو.
پدېدرنه  غونډه کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو ،گرانو زلمو ،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودشعر اوادب مينوالوته دزړه له کومې دگډون بلنه ورکوو.
ددې غونډي نه زموږ هدف دادی چي زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي اوادبی شخصيتونوپه علمی هڅو خبراوله دوي سره له نږدي وگوري .ترڅوپدې وسيله وکولاي سوهغوي دعلوموپه مختليفو برخو کښي  زموږ دهيواددپوهانو اواديبانوله هڅواوزيارنه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني لاريملي چوپړته وهڅوو.
اودبلې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان  اووياړلې  شخصيتونه  په کاڼو ولی اوپر مرگ ئي بيادويراوښکی تويوياوساندي پرې وهی.
زموږله نظره که ديوچادرناوی ،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه دهغه په ژوند کښي وشی دابه ډيره گټوراودهغه دخوشحالۍ اوهڅونې لامل گرځی .داډيره حياتي اومهمه خبره ده،ترڅودغه شخصيت داخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواوزيارپه قدرپوهيږي اودرناوی ئې کوي.
موږ به ډير زيات خوښ شوکه تاسو زموږ سره پدې درنهعلمی اوادبی غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږي برخه واخلی .
که چيري راتگ مود کودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي  هيله مند يوچي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه  اوليکنې  زموږ په برېښنا پته  راولېږی.
ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لاريو.
ورځ او وخت : دسپتمبر ((۸))دورځې يوه بجه
داړېکو لپاره دتليفون شمېره :0046(0)736511569
برېښنا پته : [email protected]
اړينه يادونه:په تيرخبراوبلنليک کښي موږدسپتمبرلمړۍ نېټه ليکلې وه،خوديوشمير تخنيکی ستونزوله امله مودمالموښارديوشمېردوستانوپه غوښتنه دغونډي دجوړېدوپه تاريخ کې بدلون راوست هيله ده زموږ معذرت دوستان قبول کړي.
حبیب الله غمخور

 

- غمخور
بېرته شاته