(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني: دکونړ سیند د دودیزې مشاعری رپورټ

[17.Jul.2012 - 17:17]

د روان ۲۰۱۲ ع کال د جولای د میاشتي په ۱۴ مه نیټه د خالی (شنبي) په ورځ د المان د کولن په ښار کې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی له خوا د کونړ سیند دودیزه کلنۍ مشاعره په شاندارو او پرتمینو مراسمو تر سره شوه چی  د المان سربیره پکی دګڼ شمیر  اروپائي هیوادونو څخه د پښتو ژبی اوادب نومیالیو او پیاوړو شاعرانو،لیکوالانو او مینه والو ګډون کړی ؤ.

مشاعره د ماښام په ۷ بجو دښاغلی عزیز سرشار له خوا پیل شوه، نوموړی  ګډونوالو ته د هرکلي وروسته د خپلو خبرو په سر کې وویل: مونږ پدی باوري یو چې دغسی ادبي ناستې به زمونږ د ولس خواره، خو راڼه  اندونه د ورورولۍ په یو ټغر راټولوی او د راپیښو ستونزو د حل په وړاندی به ترې ادبي او شعوري کلکه مورچل جوړوی، نو پکار ده چی د خپلو ګډو هیلو او ارمانونو د پوره کولو لپاره د خپل وس تر بریده په هیواد کی دننه او بهر شریکي هلي ځلي وکړو. دغه راز نوموړی د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی  دکار د ډلي د غړیو هریو ښاغلیو سیدرحیم یوسفي، فریدالله ساپي، شیرولی شیر، نصیر ستوري، مطیع الله روفي، اتل سالارځي او ښاغلی زلمي قاضي خیل یادونه وکړه چی د مشاعري په جوړولو کی ئی زیار ویستلی دی. اود ښاغلی علی محمد مجبور، ښاغلی همایون ساپی او ښاغلی ډګروال احمدجان د مالي ملاتړ ه ئی د ټولني په استازیتوب د زړه له تله ستاینه او مننه وکړه.

د دود سره سم مشاعره دښاغلی شاهدالله ناني خیل  لخوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونوپه تلاوت  سره پیل شوه،له دعا وروسته ښاغلی نانی خیل  په خپل خواږه غږ سره په ترنم کی یو نعت شریف دغونډی ګډونوالوته ورپیرزو کړ.

ورپسی د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار د ډلی غړي ښاغلی سید رحیم یوسفی ته د پرانستونکی وینا لپاره بلنه ورکړل شوه چی  د ټولنی په هلو ځلو رڼا واچوی ښاغلی یوسفی د خپلو خبرو په ترڅ کی   د ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړی توګه دپاکستان له خوا په کونړ او نورستان ولایتونو د توغندیو بریدونو په کلکه وغندنه  وکړه او په هیوادوالو ئی غږ وکړ چی د هر دننی او بهرنی دښمن په وړاندی یو موټی او یو قوت شی .

دغه راز د ټولني د کار د ډلي غړی ښاغلی فریدالله ساپی د کونړ سیند سره د مرکې تر سرلیک لاندی یوه ډیره په زړه پوری او هر اړخیزه مرکه واوروله.

د مشاعری په پیل کی ۴ کلني پښتني سنا جاني چی له فیندلینډ څخه ئی په مشاعره کی ګډون کړی ؤ، یوه په زړه پوری خوندوره ټوکه وړاندی کړه، چی د ګډونوالو د ډیري خوښۍ سبب وګرځید او پښتني ماشومي مروا جان روفي په زړه پوري شعر  واوراوه.

ورپسی  په  هالنډکې دافغاني کولتوري ټولنو په استازیتوب ښاغلی ننګیالی بڅرکي ددغسی مشاعرو او ادبي ناستو په ګټو او ارزښت اړیني خبری وکړی او خپل شعر ئی ګډونوالو ته ډالۍ کړ او په اروپا کی د افغانی کولتوری مرکی په استازیتوب ښاغلی ډاکترسید نصیر احمد خپل پیغام واوراوه او د کونړ سیند مشاعره ئی وستایله.

لکه څرنګه چی مو یادونه وکړه چی دکونړ سیند مشاعری ته د هیواد او پښتو ژبی نامتو او منلی شاعران او لیکوالان راغلی ؤ چی مشاعری ته ئی لادرنښت او ښکلا وبخښله، چی خاطری به تر ډیری مودی د مینه والو او ګډونوالو په زړونوکی پاتی وی. پدغه لړ کی میرمن شغلی اود پښتو ژبی هڅاندی او تاندی شاعری میرمن نبیلی وفا  دویندوئی تر څنګ خپل شعرونه هم  په ډیر ښایسته او زړه راښکونکی غږ وړاندی کړل چی د ګډون والو له خواپه ولولو او چکچکو بدرګه کیدل.

په مشاعره کی هریو ښاغلیو عبدالمالک بیکسیار، ګلمانشاه ودیر ساپی، ممتاز ارمان، صدیق ننګ، عیسی بهرام، عبدالوهاب سرتیر، جلال امرخیل، خپلواک وطنیار، احسان تسل، سهراب سهار، جاوید احمدزی، شیرزاده ساجد، فهید شګیوال، سیلانی صیب، صفی الله سمون، علی محمد مجبور ، محمداجان یار، مصطفی ارین بهار، احمدنور انوری، محیب ستومان، مطیع الله  روفی، پیښوری شینواری، خالد ساپی، نسیم ستوری،معاون ګران برهانی  او امید مټاڼی خپل په زړه پوری شعرونه واورول چی د ګډونوالو لخوا په ډیره مینه او چکچکو بدرګه کیدل. دغه راز مشاعری ته د ښاغلی شرر ساپی او ښاغلی ډاکتر ‌‌‌‌زبیح حسن شعرونه هم رارسیدلی ؤ.

د ماښامانۍ د خوړولو او لږی دمې ورورسته د موسیقۍ برخه پیل شوه چی د هیواد د نامتوسندرغاړی ، پښتو پال او ادب پال شاعر  ښاغلی انجنیر عیسی بهرام په زړه راښکونکی غږ دموسیقۍ برخه رنګینه شوه چی مشاعری ته ئی لا ښکلا وبخښله. د موسیقۍ په برخه کی ورسره ښاغلی احمدنور انوری ملتیا کوله.

مشاعره د شپی په یوه نیمه بجه د ملی اتڼ په اجراکولو او سندغاړواو میلمنو ته د ګلانو د ګیډۍ په ورکولو سره پای ته ورسیده.

_________________________________________________

په جرمني کې  د کونړ سیند مشاعرې ګرانو او درنو سمبالوونکو او چلوونکو !

د سلامونو او نېکو هیلو په بدرګه  تاسو ته د دغې پرتمینې مشاعرې د بریالۍ جوړولو له امله د زړه له کومې مبارکۍ او نېکې هیلې وړاندې کوو .زموږ په ګروهه ددغه شان  فرهنګي غونډو په جوړولو سره په اصل کې نه یوازې له ګران هېواد افغانستان سره خپل  پیوستون ساتو چې دغه پرتمین کار به  د پښتو ادبیاتو په لا پیاوړتیا کې غوره ونډه ترسره کړې .لږه موده مخکې  دلته  په ډنمارک کې  هم د کونړ د فرهنګي ټولنې او د افغانان او ډنمارک  لیکوالو د ټولنې په همت او هاند  د کونړ د سیند یوه درنه او  شانداره مشاعره ترسره شوه چې په جوړېدو سره یې له خپل پلرني هېواد ګران افغانستان سره  د ګډونوالو  په تېره بیا د ځوان نسل ، مینه لا پسې زیاته شوه .موږ باور لرو چې هر ځای ، د پیوستون پر بنسټ  یو هېوادنی ګام پورته کیږي ، هلته بری او  سرلوړي زموږ او ستاسو په برخه وي . په دې هیله چې د کونړ د تاریخي سیند دغه دودیزه مشاعره یوه ورځ په ټوله اروپا کې ټول افغانان په ګډه ولمانځي  او ورسره جوخت دغه ګام  د دې سبب شي چې د هېواد ټول سیندونه ، غرونه و تاریخي ځایونه ، ګلان او میوې  دټولو افغان  لیکوالو او شاعرانو په ښکلو پنځونو کې انځور  او په سراسري  غونډو کې  بیان شي ، تاسو ته یو ځل بیا  د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز څخه د مبارکۍ او شاباسۍ مراتب وړاندې کوو . د خپلواکۍ فرهنګي مرکز  له دا دولسو کالو راپه دې خوا  فعالیت کوي  موږ دیوې کورنۍ غړي  یو ،او یو   څو تنه نورو د فرهنګ او ادب مینه والو هم زموږ ملا راتړلې .شمېر مو لږ دی ، خو کار ته ډېر لېوال یو .موږ ځان د خپلو نورو افغاني ټولنو یوه برخه بولو  او عقیده لرو چې یوه ورځ به ددغو فرهنګي هڅو ټولې کړۍ سره یو ،  او ټول به په ګډه سره د لوی افغانستان د ادب او فرهنګ چوپړ ته  د هاند جوګه شي .په همدې هیله  د خپلې درناوي مراتب  تجدیدوم .
په مینه
محمد یوسف هېواددوست 
د افغان ـ ډنمارک د کلتوري خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ )څخه   ـد ۲۰۱۲ د جولای
د کونړسیند مشاعری د انځورونو د لیدلو لپاره په لاندیني لینک ټک ورکړئ
- خبرڅانګه
بېرته شاته