(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لکونو افغان کډوالودويستو اطلاعات مسترد

[26.Jul.2012 - 12:45]

ډیوه: پاکستان د لکونو افغان کډوالودويستو اطلاعات مسترد کړي او وئيلي يې دي چې  هغوي ددغو افغانانو په باوقاره او رضاکارانه توگه  وطن ته  دواپسۍ په تگلاره قائم دي.
برتانوي ورځپاڼې پخپل يو اوسني راپور کې ادعا کړې وه چې  تر دريوؤ لسيزو پورې دميلمستيا وروستو پاکستان  دافغان کډوالو افغانستان ته دبيرته ليږلو فيصله کړې ده.
 خودپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر دنهې په ورځ په اسلام اباد کې  خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل  دافغان کډوالو په اړه دپاکستان په تگلاره کې کوم بدلون نۀ دى راغلى.
 هغې وويل دکډوالو په اړه چې دپاکستان کومه تگلاره ده هغه واضحه ده  او هغه هم هاغه تگلاره ده کومه چې( دپخوا راهسې) ده، مونږ تل وئيلي چې وطن ته دې دهغوي واپسي په باوقاره  او رضاکارانه توگه وشي.
 دکډوالو لپاره دملگرو ملتونو دادارې يو اين ايچ سي ار وياند دنيا اسلم  هم وائس اف امريکا ډیوه ریډیو سره خبرو کې وويل  د افغان کډوالو په زبردستۍ هيواد ته دستنولو خبرونه سم نۀ دي.
 هغه وويل دپاکستان حکومت ورته دا باور ورکړى دى چې  کوم منل شوى افغان کډوال به دپاکستان څخه نۀ ملک بدر کوي، او کيدى شي ددغه څيز اطلاق په هاغو خلکو کيږي څوک چې پاکستان کې په غيرقانوني توگه ميشته دي.
ملگري ملتونه وائي  پاکستان کې ددرج شوؤ افغان کډوالو شميره 17 لکه ده  او دسيمه ييزو چارواکو ترمخه  دهغوي مجموعي شميره دديرشو لکو څخه هم زياته ده.
 ددغو افغانانو څخه زياتره  دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې اباد دي، دخيبرپښتونخوا دچارواکو ترمخه  په دغه صوبه کې  اوس مهال  لس لکه افغانان په غيرقانوني توگه ميشته دي  چې نۀ خو کډوال دي  او نۀ ورسره په پاکستان کې داوسيدو اجازت نامه شته. څو ورځې وړاندې د پاکستان د سرحدي چارو او د کډوالو لپاره مرکزي وزیر انجنیر شوکت الله ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي وؤ چې د روان کال د دسمبر تر اخر پورې به ټول افغان کډوال به پاکستان نه په رضاکارانه توگه  ستنېږي.
انجنیر شوکت الله وینا وه چې پاکستان کې د رجسټرډ افغان کډوالو شمير 18 لکه دى او خواؤشا 10 لکه پرته له اندراج څخه دلته اباد دي.  د پاکستان حکومت  په هيواد کې  ميشتو دغو کډوالو ته په رضا کارانه توگه خپل وطن ته دواپسۍ لپاره د31م دسمبر کال 2012م پورې مهلت ورکړى دى. پاکستاني چارواکی وایي چې هاغه افغان کډوال چې خپل اندراج یې نه دې کړې هغوي به پاکستان نه خپل وطن لېږل کېږي

Source: Deewa

بلخوا د پښتون قامی وحدت ستر لارښود او پښتون سیاستوال محمد افضل خان لالا ویلی دی چی افغانان هیڅوک په زوره نه شی ویستلی  

- ډیوه
بېرته شاته