(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا : له زده کونکیو نجونه سره مرسته

[28.Jul.2012 - 11:55]

 پېښور: د پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې هره میاشت به د صوبې په ټولو پنځویشتو ضلعو (ولسوالیو)کې له شپږمه تر لسم ټولګي (جماعت) پورې زده کوونکو نجونو ته دوه ، دوه سوه روپۍ ورکوي.
دا له هغه وروسته ده چې د پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د نجونو د زده کړی اود ښوني او روزنی ( تعلیمي)ودې لپاره د نړیوال پرمختګ له ادارې سره یوه لوظنامه لاس لیک کړه.
د پښتونخوا د تعلیمي محکمې د اصلاحاتو د څانګې مشر ریاض بحر مشال راډیو ته وویل چې دا مرسته(وظیفه)به هغو نجونو ته ورکول کیږي چې په سرکاريشونځیو(سکولونو)کې زده کړې کوي.
د ریاض بحر په وینا ، په دې لړ کې به د نړیوال پرمختګ د ادارې (ډي ، ایف ، آی ، ډي ) په مالي مرسته و څلور لکه نجونو ته د هغوی د زده کړی لپاره دا مرستی(وظیفې)ورکول کیږي.
ریاض بحر زیاته کړه چې تېر حکومت د داسې وظیفو لړۍ یوازې د صوبې په شاته پاتې اوو ضلعو ، لکه کوهستان ، بټګرام ، شانګله ، بونېر ، هنګو او ټانک کې پیل کړې وه.
 
خو د هغه په وینا ، اوسني حکومت د نړیوال پرمختګ د ادارې په مالي مرسته دا لړۍ ټولو پنځویشتو ضلعو ته وغزوله.
ریاض بحر وویل ، له دې سره په سکولونو کې د نجونو شمېر ډېر زیات شوی وو نو ځکه اوسني حکومت پرېکړه وکړه چې د صوبې په ټولو ضلعو کې د سرکاري سکولونو له شپږم څخه تر لسم ټولګي پورې و ټولو نجونو ته دا مرسته (وظیفه )ورکول پیل کړي.
ریاض بحر زیاته کړه چې د دې وظیفو ورکول به د اوړي له رخصتیو وروسته پیل شي.
بل پلو د خیبر ایجنسۍ یوه اوسېدونکي عرفان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د پښتونخوا حکومت خو په صوبه کې ونجونو ته د وظیفې اعلان کړی دی خو په قبایلي سیمو کې یا خو نجونه سکولونو ته نه شي تلای او یا یې هم سکولونه له سره بند دي.
عرفان اپرېدي زیاته کړه چې په فبایلي سیمو کې د نجونو سکولونه په لرې پرتو سیمو کې دي او د اسانتیا د نیشتوالي له کبله نه نجونه پر پښو هلته تلای شي او نه یې هم خلک د خپلو روایاتو له کبله یوازې پرېږدي.
ده وویل چې په فاټا سیکرټریټ کې د قبایلي سیمو لپاره په میلیونونه روپۍ پرتې دي خو په دې سیمو کې یوازې د پرمختګ کارونه تر کاغذي کاروايۍ محدود دي.
د خیبرپښتونخوا حکومت د نړیوالو ادارو په ملاتړ په صوبه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره یو شمېر نوري پروژې هم اعلان کړي دي.
په دې پروژو کې د ً نوی سهار لېپ ټاپ سکیم ً او په دوو ضلعو لکه تورغر او کوهستان د نجونو لپاره د ځانګړو وظیفو لړۍ هم شامله ده

غلام غوث ، مشال راډیو Source: Mashaal radio.

- غلام غوث
بېرته شاته