(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان راباندې ډیورنډ کرښه منل غواړي

[31.Jul.2012 - 15:19]

مشال راډیو: په تیرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوه جګپوړی چارواکی تاییدوی چې هېواد یې دا مهال د ډیورڼد د کرښې د رسمیت پیژندنې له امله د پاکستان تر فشارونو لاندې دی.
د افغان ملي پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته پر کنړ د پاکستان  له خاورې  راکټي حملو ته په اشارې وویل، پاکستان ډير پراخ اهداف لري.
هغه وویل، د پاکستان ټولې هڅې ددې  لپاره روانې دي، چې  افغانستان ورسره د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني:
(د دوی ټوله هڅه دا ده، هر څه چې کوي، هدف یې دا دی چې د افغانستان حکومت، ملي شورا د لویې جرګې له لارې یا له هرې بلې لارې دې ته اړ باسي چې د ډیورڼد  کرښه په رسمیت وپیژني. حتی په غونډو کې کله چې موږ له دوی سره غږیدلي یو او په اسنادو کې مو لیکلي چې ( د ډیورنډ کرښه). دوی له موږ سره مخالفت او احتجاج کړی چې تاس د ډیورڼد کرښه مه لیکئ، بین المللي سرحد ولیکئ، خو موږ نه دی لیکلي. حتی د همدې لپاره زموږ غونډې ځنډیدلي دي.)
لوی درستیز وویل، پاکستان د جوړیدو راهیسې له افغانستان سره په دښمنۍ دی.
نوموړي تایید کړه چې پاکستان د ډیورنډ په کرښې کې په بیلابیلو ځایونو کې د افغانستان پر خاورې تیری کړی دی.
ښاغلي کریمي وویل چې پاکستان په تیرو دیرشو کلونو کې د ننګرهار په ګوشته، کنړ او خوست ولایتونو کې ځای ځای د ډیورڼد له کرښې را دیخوا ته شوی دی.
د لوی درستیز په وینا پاکستان د ډیورڼد د کرښې یوه نوې نقشه هم جوړه کړې وه چې افغان چارواکو رد کړې.
بلخوا یو شمیر افغان کتوونکي د لوی درستیز د خبرو پر خلاف په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان د دیورڼد د کرښې له رسمیت پیژندنې  لوړ اهداف ترلاسه کول غواړي.
ښاغلي امرخیل وویل، په تیرو دیرشو کلونو کې د پاکستان د لاسوهنو هدف په افغانستان کې ستراتیژیکه ژورتیا ته رسیدل دي، په دې معنی چې په افغانستان کې یو لاسپوڅی حکومت ولري.
افغانستان  د تیرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان له لاسوهنو سره مخامخ دی، چې یو شمیر نور کتونکی ددې لاسوهنو یو علت د ډیورڼد د کرښې مسئله بولي، چې افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه پیژني
بلخوا تیره ورځ د افغان کډوالو له پاکستانه د ویستلو په هکله د پښتون قامی وحدت ستر لارښود او د پښتنوسیاسی او روحانی مشر  ښاغلی محمد  افضل خان لالا مشال ريډيو ته په خپله یوه مرکه کی  وويل چی افغان کډوال دلته  مهاجر نه دي ،دا خاوره د افغانانو د پلار نيکه خاوره ده او دا يو خلک او يوه خاوره ده، اوکله چې  په لر افغان  تکلېف راغلی دی نو خلک بره تللي دي او چې کله  بره تکليف راغلی دی  نو خلک ښکته تللي دي ټول پښتانه يو خلک دي او د يو پلار اولاد دي.  تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی نو داسې ګام به پاکستان و افغانستان دواړو ته زیان ورسوي

سرچینه: مشال راډیو-
 

- خبرڅانګه
بېرته شاته