(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ختيځ ادبي بهير ددريمي اوونيزي غونډې راپور

[03.Aug.2012 - 13:33]

ختيځ ادبي بهير خپله دريمه اوونيزه غونډه د (١٣٩١ ) لمريز کال دزمري په (١٤) نيټه دجمعي په ورځ د سهار په (٩) بجو د ميديوتيک په انګړ کي وکړه.غونډه دمحمود خزان له خوا د قران عظيم الشان دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه
دتيرې  اوونۍ ګزارش فرهاد الله حسيب ولوست د ګزارش په اړه محمود خزان خپل نظروړاندېکړ. خزان د زوږ پرځایځوږ استعمال درست ونه بلل
عرفان الله بيدار په ګزارش کېدځېنو ملګرو دنومونو او نظرونو دپاتېکېدوخبره وکړه.
محمد زمان سهيل زياته کړه چېګزارش ښه ليکل شوي وو،مګرپه لوستلو کېيېستونزي درلوده.
همت مل رپورټ وستايل تمه يېوښوده،چېپه راتلونکي کېبه ښه شي.
ورپسېدادبي درس لړۍراورسيده څرنګه چېپه تيره اوونۍکې ننگ صيب ژمنه کړي وه،چې ادبي درس به وړاندې کوي،خو د هغې په نه شتون کې  ضيآءالدين همت مل خپل نظروړاندې کړ،چېازاد بحث پري وشو. د همت مل صيب نظر داسې وو. هغه ملګري چې بهير ته راځي او خپل شعرونه وائي،نو شعردې په ليکلي بڼه راوړي همدارازدې خپل نوم او د موبايل شمېره هم ورسره وليکي،همت مل صيب ددغه کار ګټې داسېبيان کړ .
لومړی د خط د ښه ليکلو لپاره وړتيا دوهم د شعر د ورکيدو مخنيوی دريم داچې ورسره  ښه مقاله لیکونکی شي. او ترڅنګ به  یې د ځینو رسنیو له لارې خپاره شي.
 عزت الله ځواب ژمنه وکړه،چېپه مينه مجله کې به د ختيځ ادبي بهېر دشاعرانو دشعرونو د خپرولو لپاره ځانګړي پاڼه بېله کړي او د همت مل صیب د نظر تائيد یې وکړ.
اکمل ظاهر هم دهمت مل نظر تائيد کړ او تمه یې وکړه که موږ دغه شعرونه راټول کړو نو امکان لري چې په اینده کې یو غورچاڼ تری چاپ کړ، چې دا به د ختیځ ادبي بهېر لپاره یوه ښه لاس ته راوړنه وي.
هجرت الله اختیار د همت مل د نظر د تائید تر څنګ وویل دغه شعرونه باید د نیټ او نورو رسنیو له لارې خپاره کړي او ددې لپاره باید یو مسوول وټاکي ورپسې صیام الدین پسرلي هم د همت مل نظر تائید کړ او د اختیار صیب د خبرو په ارتباط یې وویل چې موږ د مطبوعاتو مسوول ضیاالدین زلمي ته دنده ورکړي ده، تر څو د بهېر د شاعرانو شعرونه راټول او په نیټ کې خپاره کړي.
رحمت ګل زیارمل هم د نظر د تائید تر څنګ وویل په دې کار به د بهېر ارشیف غني شي وړاندیز یې وکړ، موږ سره بهېر کې ډېر شمېر د مهلي رسنیو کار کوونکو شتون لري باید دغه غونډه که په لږ اډیټ نه وي په ډېر اډیټ سره دې خپاره کړي.
د ازاد بحث وروسته ازاده مشاعره وشوه، چې خالد ټکان- احسان الله ځلاند- فضل الحق سعید-کمالدین اظهار- سمیع الله پام- محمد زمان سهیل- عبدالعزیز شجاع-  اکمل ظاهر – اغا محمد بینوا – محمد خزان – محمد نادر دانش – بختیار ساحل- عرفان الله بیدار – احسان الله حسن زی – حضرت یوسف یوسفزی – هجرت الله اختیار – سعد الله فطرت- صیام الدین پسرلی- عزت الله ځواب – الله محمد حسن زی – احمد جمال جمال – خاوری منت بار - ضياءالدين همت مل – نسيم ساهل – رحت گل زيارمل- جانان زمري – نصيراحمد تالاش- ولي محمد کنډيوال- ايمل مړونه – رحمت الله زيارمل – عمران ستانگزي –شکرالله وصال – نهضت شهزاد – عبدالله هوډ- شاه محمود شينواري –هدايت الله کامران –فرهادالله صيب خپل شعرونه وويل.
دمشاعري وروسته
د غونډي مشر هجرت الله اختيار د غونډې ارزونې ته راوبلل شو – اختيارصيب غونډه ښه وارزوله.
په پای کی رحمت الله زيارمل ژمنه وکړه،چې راتلونکي اوونۍ ته به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.
غونډه غرمه مهال په دعا سره پای ته ورسيده.
  فرهاد الله حسيب

Siamuden Pasarly
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859
Email: [email protected]
  Office Website: www.mediothek.org.af
Facebook: Mediothek Afghanistan Nangarhar Media House
www.pasarly.blogfa.com

- فرهاد الله حسيب
بېرته شاته