(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوچنی اختر مو نېکمرغه، پیغامونه او لیکني

[16.Aug.2012 - 10:39]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندمشر د مشرانو جرګه او د ګوند دټولو  څانګومشران  د ورکوټی نیکمرغه اختر د رارسیدو له امله دپښتونخوا د ننه او بهر ټولو هيوادوالو ته د زړه له کومي مبارکۍ وائی

امید دی چی د اختر دا مبارکی شپی او ورځی په امن او خوشالئ سره تیری شی

پدی هیله چی دا نیکمرغه اخترجګړه ځپلیاوغمځپلېپښتون ولس او هيواد ته د سولې ، امن او ورورولئ زیری راوړی .

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

*************************************

نن اختر دی

ټوله شپه می ستا په غم کی اوښکی څاڅی

ستوری هم زما پدی ژړا خبر دی

اوس می اوښکی نه وچیږی خو جانانه

مبارک شه درته وایم نن اختر دی

Feroz Apridi

******

(اختر په وينو رنګ)

اختر په وينو رنګ راځي ،دلبر په وينورنګ
ماښام مو دی په وينوکې سحرپه وينورنګ
په خپل کورکې مې وژني، داغيارو ظلم زور دی
جونګړه مو په وينو کې، دفترپه وينو رنګ
بس وينې وينې اوښکي ځي، دهرافغان له سترګو
ليدل کتل د وينو، او نظر په وينو رنګ
زمونږ د هر وګړي نه خوښۍ د ژوندون اخلي
ليدل غواړي اغيار هر نفر په وينو رنګ
دخپل وطن دفاع ته مو هم نه پرېږدي داخلک
مورچه په وينو وينو کې سنګر په وينو رنګ
دخدائ په کور کې هم اوس امن نه لرو څه وکړو
جمات زما په وينوکې ، ممبرپه وينو رنګ
په هر لوري د وينو ابشاورنه دي بهيږي
ګلشن په وينو لت پت دی،ګودر په وينورنګ
زړه چودې يو فرياد کاو،په چيغو،چيغو ژاړو
چنار په وينوترشولو، نښترپه وينورنګ
په هره پوله نښې د غليم د ستمونو
هم غرپه وينورنګ زموږ، کمر په وينو رنګ
دبڼ دبلبلانوځالې هم په لمبو وسوې
توتيان دې په سرو وينو کې کوتر په وينو رنګ
زړه توری شوم له هرکس و ناکسه اې مشکوره!
زړګۍ په وينو ډوب زما ځیګر په وينو رنګ

د افغان ننګ ویب پاڼی د مبارکی پیغام

بسم الله اکبري دافغان ننګ ویب پاڼه

د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له کبله تاسو ټولو درنو او پتمنو هیوادوالو وروڼو او خویندو ته که د هیواد د ننه او که بهر یاست مبارکي وایو.

د روژې د بختورې میاشتې ټول عبادتونه او تراویح مو د الله په دربار کې مستجاب شه او د هغه په برکت له لویه خدایه غواړو چی زموږ پر ولسونو ریښتیني او د خوشالیو ډک اخترونه راشی چې نه پکې ویر وي او نه پکې زړه بوږنوونکي ناخوالی.

د اختر د راتلو په درشل کې د کوچنیوالی د خواږه او مینه ناک ژوند د یاد په ټال وځنګیدم او د اختر د خوښیو په ډک چاپیریال کې د خپلو همزولو او خوږو دوستانو سره د مبارکیو او غیږه چاپیرولو په نه هیریدونکو خاطرو کې لاهو شوم چې خپلې مهربانې مورجانې په خوشبویه نکریزو لاسونه راسره کړی او په نویو اختریزه جامو کې مې زړه د خوښی ټوپونه وهل او په دی خوشاله وم چی دادی د اختر په بختور مهال کې به هګۍ جنګوم او خپلو خوږو همزولو سره به مستی او خوشالی کوم.

هو! د اختر شپې او ورځې همداسی له خوشالیو او مستیو ډکې شپې او ورځې وي. خو له بده مرغه کلونه کلونه وشول چی بیا زموږ په کلی چم او ګاونډ هغسی اخترونه ندي راغلي او د نکریزو پر ځای په وینو لاسونه سره دی د میني او محبت پر ځای کرکه او دوښمني خوره ده له بهره او د ننه زموږ تاریخی او ښکلی هیواد او دهغه درنه دودونه ورانیږي د خوشالی پر ځای د مرګ ویرونه او ناندرې دي. زموږ د تنکیو ماشومانو په پستو شونډو موسکا او خندا ورکه ده. د کلی جونه چمبې نه وهي او د خوښی سندری نه بولي هغوی د خپلو ځوانیمرګو وروڼو په شناختو د غم اوښکی تویوي او ساندې بولي.

د غرونو رغونو د پاسه سپیني کوتری او ګوربتې نه الوزي د شپونکیو د دروی پر ځای زموږ د اسمان څکو غرونو له سردرونه د دوښمن د توغندیو غږونه او بوین لوګی تر سترګو کیږی.

نو زموږ اختر به هله اختر وي چی بیا د خپل ګلالي ا و خپلواک وطن خاوند شو. شپونکي مو په درویو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې وطنی دا ترانې وغږوی.

دا زموږ زيبا وطن

دا مو د بابا وطن

دا مو د دادا وطن

په موږ باندې ډير ګران دی

دا افغانستان

د اختر مبارکی

دانګریزانو نه د استقلال دورځی د اخستلو اودکوچني اختر د رارسیدو مبارکي او نیکي هیلي ټولو وطنوالو، دوستانو، خویندو او ورونو ته وړاندی کوم او خدای دی وکړی چې روژه مو ښه تیره شوی وی، طاعت او عبادت مو د الله په دربار کې قبول شه او هیله مند یم چې ښي د رخصتی ورځي د خپلو کورنیو او دوستانو سره ولري. په ګران هیواد افغانستان کې د تلپاتي سولی او سوکالي په هیله.

سید شاه محمود میاخیل

د اختر په مناسبت د ساپي د پښتو څيړنو او پراختيا مرکز پيغام

ثنا الله وحيد

پېښور د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو ته د نيکمرغه کوچنې اختر مبارکي وايولاس په دعا يو چې د روژې مبارکې مياشتې عبادتونه يې د الله په در کې قبول شوي وي او هيله لرو چې زموږ ټولې خوښۍ په افغانستان کې يو سالم ، ملي او اسلامي نظام په چوکاټ کې تر سره شي او الله ته لاس په دعا يو چې هر يرغلګر په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړي.

کوره چې تېر به شي اختر جانانه - محمد حامد الوتاند

جانانه راشه مرور جانانه     د سترګو تور د زړګي سر جانانه

پردو ملکو کې در په در جانانه      و لې مې نه اخلې خبر جانانه

ګوره چې تېر به شي اختر جانانه

ګلې

په تا بل شوۍ نن محشر ای ګلې      بدن د ټول پرهر پرهر ای ګلې

تباه تباه شو لر او بر ایګلې          کونډې واړه خاورې په سر ای ګلې

څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې      پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې

جانانه:

ګواکې هېر کړۍ تا ګودر جانانه     هغه ګلاب مشک او عنبر جانانه

هغه سهار او ماځيګر جانانه        تا کور او کلۍ خپل مقر جانانه

ګوره چې تېر به شي اختر جانانه       و لې مې نه اخلې خبر جانانه

ګلې:

کله ستا پاتې کوم دلبر ای ګلې         په شوکو بخت ده که مامور ده که رهبر ای ګلې

چور او تالان ته بره ګ ببر ای ګلې     خوري د زړه غوښې ستا ځيګر ای ګلې

څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې       پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې

جانانه:

جانانه راشه په هنر جانانه            د پردو وشړه نوکر جانانه

ته شه چارواکۍ ته رهبر جانانه         زما کړه شين تيکرۍ په سر جانانه

ګوره چې تېر به شي اختر جانانه    و لې مې نه اخلې خبر جانانه

ګلې:

د خوزښت نلرو رهبر ای ګلې            ځکه خو یؤ زېرو زبر ای ګلې

زمونږ پوهان که عالمان او که ليډر اې ګلې      کاڼه وړانده کړل سیم او زر ای ګلې

څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې            پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې

جانانه:

وره ک دې شي دا عالمان داسې ږيرور جانانه      دا بې لکۍ دغه بې شرمه ښکرور جانانه

دا د پردو نانزکې دغه زورور جانانه              ټپي،ټپي کړمه ريښتیا دي ځناور جانانه

ګوره چې تېر به شي اختر جانانه             و لې مې نه اخلې خبر جانانه

ګلې:

یا د هېڅ نشته کوم دلبر اې ګلې                دا ستا شمس او د قمر ای ګلې

ستا د نرګس،او د ګلاب او د نښتر اې ګلې       ستا د هوا لکه د عطرو معتر ای ګلې

څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې                پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې

جانانه:

لږ خپل ګرېوان ته شه راځير وکړه نظر جانانه     مېنه دې ډه که له لعلونو له ګوهر جانانه

دلته دی ډېرې خزانې ستا په بامېان او په لوګر جانانه     راشه ودان کړه صوات، هرات دا خېبر جانانه

څوک په ایران،څوک په دوبۍ څوک په قطر جانانه

ګوره چې تېر به شي اختر جانانه       و لې مې نه اخلې خبر جانان

د علم او پوهې دښمنان هم د هنر جانانه       وايي زه پوه یم هم عالم هم مخور جانانه

ښوونخي څوځي وايي ځای دی د شرر جانانه     ښوونکۍ وژني وایی دا ده مقرر جانانه

څنګه به ځان کړم منور جانانه

ګوره چې تېر به شي اختر جانانه    و لې مې نه اخلې خبر جانانه

ګلې::

افغانستانه ،اریانا زما باختر ای ګلې             د حامد کور دټولو مور زمونږ دلبرر ای ګلې

زما د قسم وي ستا په سر ای ګلې              ستا په لمن به د دوی پرېنږدو ټبر ای ګلې

اخر به مات شي بهرنۍ د دوی سنګر ای ګلې    پاس په اسمان باندې وزر لاندې لښکر ای ګلې

هله به لمانځو بیا اختر ای ګلې                 زما په ولس زما د هیواد په لر او بر ای ګلې

خدای د بیا راوړي بختور ای ګلې               د خپلواکۍ هغه اختر ای ګلې

محمد حامد الوتاند

 ستاکتن کليفورنیا د ۲۰۱۰کال نومبر ۱۶مه

 

مسيح الله عصام اسداباد

ټولو هيوادوالو ته د کمکى اختر مبارکى وايم

د کوچنى اختر د رارسيدو په مناسبت د هيواد متدين ، مجاهد او مومن ولس ته د کمکى اختر مبارکى وايم هيله ده چې دا اختر په امن او خوشاليوکې تيرکړئ چې د تل لپاره دى د جګړو لمن ټوله شي .

ستاسو د لاکاميابۍ په هيله

***

کوچنی اختر مو نېکمرغه !
سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز چې له څوارلسو کلونو راهيسې په پکتیا ولاېت کې خپل مدني فعاليتونه کوي او د تل لپاره يې د هېوادوالو کلتور ته درناوی کړی دی او د خپل مظلوم او ځورېدلي ولس لپاره يې بې ساري هلې ځلې کړې دي، د ۱۳۹۱ ل ل کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله د هېواد جمهور رييس، د کابينې ټولو وزيرانو، د سنا مجلس، ولسي جرګې، په هېواد کې ټولو رسنېو، مدني ټولنو، خېريه مؤسسو، د هېواد په ګټه فعاليت کوونکو اشخاصو، د هېواد ټولو کونډو، يتيمانو، معيوبينو، جنګ ځپلي ولس، مجاهدينو، د هېواد په مينه سرتېرو عسکرو، د هېواد ټولو کوچنيانو، د پکتيا ولاېت مقام، د پکتيا ولاېت ټولو دولتي چارواکو، مدني ټولنو، ژورنالېستانو، د پکتيا غيور ولس، ورزشکارانو، ځوانانو، فرهنګپالانو، سپين ږيرو او د پکتيا هرې مور او خور ته د زړه له تله مبارکي وايي او د ستر بادار په در کې لاسونه لپه کوي تر څو دغه اختر د ټول هېواد د سولې او امن اختر شي .
     سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز چې له وسه يې بله ښېګڼه نه وه پوره تر څو يې خپلو هېوادوالو ته د اختريزې ډالۍ په توګه وړاندې کړي نو غوره يې وبلله تر څو ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وړاندې کړي، هيله ده چې ټول ولس زموږ مبارکي په ورين تندي ومني او په دعا يې آمين ووايي .
پدې هيله چې وطن مو د سوکالي او د پرمختګ شاهد واوسي .
په ډېره پښتنه مينه
د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز د ټولنيزو چارو مسؤل
معروف افغان
۰۷۷۹۷۱۷۰۷۲ ـ ۰۷۰۴۹۷۹۸۵۵

Email: [email protected] / [email protected]

دکوچني اختر په هکله( خطبه)

لیکنه/علي خان ساپي.

زماپښتنو وټولومسلمانانو وروڼو پرتاسو باندې ترزرګونو سلامونونه ورسته، تاسو ټولوته دې کوچني اخترمبارکۍ وایم،الله دې وکړي چې ځانونه مودې روغوالي وزړونه مو دې یوالي انګیزې ترغاړوولري ، هیواد مو ازاد وږوندموابادکړي،اوټولې ورځې موخوښۍ وټول کلونه مو اخترونه وګرځوي امین یارب العالمین.‬

الحمد لله والله أكبر كبيرا-

الله أكبر، الله أكبر، اللهأكبر، الله أكبر،الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر،الله أكبر، لا إله إلاالله، والله أكبر، الله أكبر، وللهالحمد،
الله أكبر كبيرًا، والحمد للهكثيرًا،وسبحان الله بكرة،وأصيلاً،وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ،وأشهد أن محمدا عبد الله ورسوله ، عليه أفضل الصلاة وأتم السلام ، بیا ورسته:

درنو مسلمانانو وروڼو-

دهغه لوی څښتن څخه مننه وشکریه کوو، چې اسلام یې زموږ دین ګرځولی دی، او په خپل پاک کتاب قرآنکریم سره یې لاښونه وهدایت راته کړی دی،او ټول یې په سباوبیګا نوم یادونه وتسبیح کوي، او دروا وناروا لاري یې راته بیلي کړي دي ،هغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې دلما نځه کول و زکا ت ورکول او روږې نیول یې راته ښودلي دي ،او دې نیکاریو وبدکاریو پایلې یې راته بیان کړي دي،او دخیروشردکولواو ناکولوواکداري یې راته راکړې ده، چې دحساب وکتاب په ورځ به په خیر ښه جزاراکوي او په شربه بده سزاراکوي. دهغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې دروږې مبارکه میاشت یې په خیر ،خوشحالی ،  روغتیا وجوړتیا راباندې تیره کړه ، او دخپل فضل نعمتونه یې موږ ته پکښې راکړل ،دهغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې دځمکې او اسمانونو تر منځ ټول شیان یې زموږ دهوساینی لپاره پیداکړي،  تر څو چې  په نیکو لارو چاروکې ورڅخه کار واخلو ، او دبدکاریو دمخ نیوي پلاره کې یې پټم وګرځوو، دهغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې هم لمړی دی اوهم  ورستی دی ، چې هم پیل او هم پای دی ،دهر څه واک یې په لاس کې دی، تل تر تله ږوندی دی مرګ نلري ،  تل ترتله برقراردی ، تغیر وتبدیل نلري ، تل تر تله ویښ وبیداردی ،خوب وبې خوبي نلري ، دخپلو ټولو مخلوقاتوپه کړو وړوکي هره وړه وغټه لیدلی شې، خو هیڅ مخلوق هغه نشي لیدلی ،هرڅه به لاړ شي هغه به پاتې وي (کل من علیها فان ،ویبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام) الرحمن 27.

  وروڼوروږه لاړه-

دادی د روږې مبارکه میاشت لاړه ، او خپلې خاطري یې موږته داختر دورځې په اړوند راډالۍ کړلې، او موږ یې د بیا راتګ په هیله پریښودو، ترڅوچې دالهي رحمت مینه یې تر بیا راتګ پوري په زړوکې وساتو،دا به دنیک کارانو ایماندارانو په زړوکې تل پاتې وي ، دې دنیکارانونیکۍ ، دتوبه ګارانو اوښکې، دبوډاګانو ځګیروي، درنځورانو درمل، دماشومانو خوشحالي له ځان سره یووړلې،  روږې  زموږ نیکې هیلې دلوی څښتن له کوره(جومات) په لمونځونو وتراوو کې، په قرآن ویلو په توبوکې،په الله(ج) یادولووپه تسبوکې، په خیراتونووصدقوکې، په شکرویستلوونعمتوکې، له خپل ځان سره واخستل ،چې دلوی څښتن دربار ته ورورسیږي، اوزموږ له نیکاریو څخه وشمیرل شې، تر څو چې پاک الله (ج) مو دجنت دننوتلودجایزې په اخستلو باندي پرې بر یالي کړي، له لوی څښتن څخه غوښنته کووچې زموږ کارونه ټول نیکۍ وګرڅوي او کوم نیک کارونه چې موږ پکښې سستي وکموالي کړي ده پخښنه ومغفرت راته وکړي.

رښتونی اختر-

حقیقي اختر هغه دی چې دلوی څښتن رضا دهغه په عبادت کولو پکښې حاصل شي، او هغه ته پکښې په ښوکولو سره ورنږدې کیدل و شې،او تر سوري لاندې یې دمه واخستله شي،او په لارښونه وشریعت باندې یې ټینګ دریدل وشي،او دپاک الله(ج) کتاب ودهغه دنبي(ص) دسنت تطبیق كول دږوند په ټولواړخوکې پکښې وکړاي شي، او که نه یوازې نوي کالي اغوندل ،یا ښه خواړه خوړل، یادخوږوشیانو ویشل، اویا دهغو دودونو راږوندي کول کوم چې له اسلام سره برابري نلري، اخترنشي ورته ویل کیدای، بلکه ګناه کاري ورته ویل کیږي لکه جواري ګیري..

کوم اختر چې دلوی څښتن دشریعت په بنسټ وي، نو پاک الله (ج) په هغه کې په هرعبادتکونکي باندې خپل رحمت ومهرباني اوروي، ځکه هغه انسان ددې لپاره پیدا کړی چې خپله مهرباني پرې وکړي  ﴿ إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ ﴾[ سورة هود الآية: 119].

نو دروږي دمبارکې میاشتې دعبادت پوره کول ،او په اختروخوشحالی سره ورته په مخه ښه ویل ،او دلوی څښتن ستاینه ویادونه په الله اکبر سره د هغه په لارښوونه وهدایت سره کول - کومه چې موږ ته يې راښودلې ده - دخورا مننې وړده  ﴿ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴾البقره

په اسلام کې سرلوړي ونیکاري -

مخکې له دې نه چې دروږې مبارکې میاشتې دځنيو آدابو یادونه وکړم ، ډیره په زړه پورې راته ښکاره شوله چې درسول(ص) دالاندې خبري دلته راوړم،وایې چې :

څومره ښه دهغه چا لپاره چې دقیامت په ورځ راږوندی شو – شي - ګیډه- نس- یې په قرآن ویلو ډکه وي، څومره ښه دهغه چا لپاره چې خپله ږبه یې نیولي وي،نه دچا ترشاویل کوي،او نه دخلکو په منځ کي دخبرو وړل وراوړل کوي،او نه بده ویناکوي،اونه بي ځایه ارزانه ټوکه ټکاله کوي، څورمه ښه دهغه چا لپاره چې خپلې ږبې یې ونیوه – له بدوویلوڅخه یې منې کړـ او خپل کور یې – په تصرفاتوکې – ورته واکداری وازادي ورکړه، او په خپله ګناه باندې یې وږړل.

(( طوبى لمن بُعث يوم القيامة وجوفه محشو بالقرآن، طوبى لمن ملك لسانه ـ لا غيبة، لا نميمة، لا فحش، لا مزاح رخيص ـ طوبى لمن ملكه لسانه، ووسعه بيته، وبكى على خطيئته ))

څومره دې درنا وي ځای ده چې سړی بې له الله(ج) څخه نور هیچا ته سر ټیټی نشي ،او هیڅ مسلمان ته داروانه دی چې بې له الله(ج) څخه بل چا ته ملاټیټی یا پر ځمکه ټنډه لګونکی شې .

وایې یوه سړي دعمربن الخطاب(ض) په مخکې په ډیره ملاکوزۍ وسرځوړندۍ سره دهغه روغ بړ کاوه، عمر تپوس ورڅخه وکړ چې ته مسلمان نه یې؟ هغه وویل چې مسلمان یم،عمر(ض) ورته وویل چې سردې پورته کړه، غاړه دې اوږده – نیغه- کړه ،داځکه چې اسلام زوروروقوي دین دی ،کمزوري وبې وزلي نه مني.

( رجل مر على عمر بن الخطاب رضي الله عنه، وقد تخشع، وتذلل، وبالغ في الخضوع، فقال له عمر: ألست مسلماً؟ قال: بلى، قال: فارفع رأسك، وامدد عنقك، فإن الإسلام عزيز.

داسلام له لارښودنو سره سم اوس اوتراسلام څخه ډیر تر مخه زموږ په کلتور ودودونوکې داس بیلکۍ شته چې له اسلامي ستاینو وصفتونوسره بالکل برابري ومطا بقت لري لکه دا وړانګه- بیت-:

لیموبه ورته ټیټ کړمه خوسرمې نه ټیټیږي

خـویونـه دپښتون دي را نه کله بـه هیریږي

   داچې اختر دمسلمانانو دخوشحالی ورځ ده ،نو هر مسلمان ته لازمه ده چې خپل ځان سم کړي،او ټولې بدبینی ودښمنی هیرې کړي، او ټول ویرونه وغمونه شا ته کړي،اویوبل ته خپل زړونه له کینوو بد ایسید  لوڅخه پاک کړي، او خپله اسلا مي ورروګلوي را ږوندی کړي، لکه څنګه چې پاک الله(ج) وایې : )انما المؤمنون اخوة )همدارنګه خپل کار

 

ومال حلال وګرځوي، او په خپلو کړو وړوکې اسلامي ستاینې په خپل ځان کې وسا تي،او له خپل څښتن څخه پاک وجوړ زړه وغواړي ، مخکي له دې نه چې داسې ورځ راشي چې نه مالونه اونه اولاد ونه چا ته په ښه پکښې ورځي.

﴿ يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴾               [ سورة الشعراء]

 

او یا لکه څنګه چې زموږ پیغمبر(ص) وایې : اې لویه څښتنه ماته زما ځان زما په سترکوکی وړوکی راووینه،او دخلکو په سترګو کې یې لوی وروګرځوه – ورووینه- .

(( اللهم ارني بعين نفسي صغيراً، وفي عين الناس كبيراً)).

مګر په ننی نړی واوسني مها ل کې خبره سر اوښتي ده ، هرڅوک خپل ځان من بولي ، په چارکي ونیم چارکي باندي هیڅوک قناعت نلري.

خو رښتیا خبره داده چې اوښیار سړی هغه څوک دی چې په خپل ځان باندې یې ملامتي وپړه ورواچوله،- دخپل ځان لپاره یې - تر مرګه ورسته کاوکړ،او کمزوری وناپوه هغه څوک دی چې د ځان ـ نفس- غوښتنووشهوت ته یې غاړه کیښوده، او له ا لله(ج) څخه یې دپوره کیدو هیله وکړه((الكَيِّس مَنْ دانَ نفسَه، وعَمِلَ لما بعد الموت، والعاجِزُ مَنْ أتْبَعَ نَفَسَهُ هَواهَا وتمنَّى على الله الأماني)) [ أخرجه الترمذي عن شداد بن أوس].

داختر لمونځ -

-  داختر دورځې تکبیر(الله أكبر الله أكبر الله أكبر كبيرًا)، و(الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر ولله الحمد).

- داختر دلما نځه لپاره ځان مینځل اونوي کالي اغوندل او ښه بویي په کاراچول.

- دخرمااویابل څه خوړل مخکې له دې نه چې له کورنه لمانځه ته روان شي.

- په لوړ اواز سره تکبیر دلما نځه لپاره د تللو په مها ل کې.

- داختر دلماانځه اداء کول په ډګر یا میدان کې سنت دی،اود ضرورت له مخي په جومات کې کیدای شې چې سرته ورسیږي.

- په لما نځه کې ښځې وماشومان له نارینه وو څخه باید بیل وي.

ب –

- داختر لمونځ دوه رکاعتونه دي، چې په لمړي کې یې اوه - 7- تکبیرونه بې داحرام له تکبیر څخه ویل کیږي،

- او په دوهم کې یې پنځه – 5 - تکبیرونه مخکې له سوره د فاتحې څخه ویل کیږي.

- ترلمانځه څخه ورسته دخطبې اوریدل سنت دی ، او تر خطبې نه ورسته یوبل ته اختر مبارکي ویل کیږي، لکه څنګه به  چې درسول(ص) ملګریویو بل ته مبارکۍ ورکولې، ویل به یې چې الله (ج) د له موږ او تاسوڅخه عبادت ومني .

 - ورسته بیا ښه داده چې سړی له جومات څخه په یوه بله لار باندې کورته راوګرځې بدون له هغې لاري چې له کورڅخه تر جومات پوري پرې تللی وې.

بدعه لویه ګناه ده -

دهرنوی شي پیداکولو ته په دین کې – بدعه – وایې، او پیداکونکی یې دقیامت په ورځ کې په اورکې سوزول کیږي. د بیکۍ په توګه:

داختر په ورځ ټول لمونځ کونکي داختر تکبیره  په ګډه او یوه اوازسره وایې، او که چیري په ډلو باندې وُویشل شي او هره ډله یې په بیل بیل اواز سره وایې  دې ته نو ییا - بدعه -  ویل کیږي.

زموږ پیغمبر(ص) وایې چې : - دقبرونو زیارت وکړی، ځکه چې تاسوته آخرت درپه یاد کوي"زوروا القبور؛ فإنها تذكركم بالآخرة".

اوکه چیرې د قبرونو زیارت کول په دې نیت سره وي چې له مړیو څخه مرسته وغواړو اویاګلونه پرې کیږدو او یا میلې وخیراتونه پکښې وکړو..نو دا به بیا - بدعه - وي.

هر مسلمان باید دخپل دین په لارښودنو وتعلیماتو باندې ټنګ ولاړ وي،او دیهودیانو یا نصرانیانواو یا دنورو خلکو په دینونوکې درواجونواودودونو پیښې ونکړي ،او که نه په - بدعه - او اورکې به خپل ځان ورواچوي.

د فطر زکات -

دفطر زکات په ټولو مسلمانانو باندې واجب دی، که بندی- غلام – وي، که ازاد وي، که نروي، که ښځه وي، که کوچنی وي او که لوی وي. په دوی باندې امر شوی چې داختر تر لما نځه څخه مخکې یې  وباسي، او رواده که چیرې یوه یادوه ورځې مخکي  بې وزلو و نیستمنو ته ورکول شي.

دفطردزکات څومره والی – مقدار – یولوښی – صاع – چې څلور منځني لپې(2250) ګرامه کیږي -  که خُرماوي او که اوربسې او داسې نورشیان وي، بې وزلانوته ورکول کیږي، او کیدای شي چې دبازار په نرخ باندي دهغو قیمت په پیسو باندې ورکول شي.

حکم یې جوت وثابت دی زموږ پیغمبر(ص) وایې :(زکاة الفطر صاعا من تمر أو صاعا منشعير علي العبد والحر، و الذکر و الأنثي و الصغير و الکبير من المسلمين، و أمر بهاأن تؤدي قبل خروج الناس إلي الصلاة)  [ متفق عليه]

لنډه دوعا -

اې زموږ څښتنه دحق لارښودنه وهدایت راته وکړه، روغتیا وجوړتیا راکړه، نیک بختي وخوشحا لی را په برخه کړه، بد  بختي وخواري رانه لرې کړه،دښمنان مو تباه کړه هیواد مو ازاد کړه، له تیرو ګناه ګانو څخه بخښنه راته وکړه ، له راتلوکوڅخه مو وساته، ربه ظالمان په ظالمانو با ندې تباه کړه ، کافران په کافرانو باندې کوډ ومات کړه ، او موږه یې په منځ کې ارام وپه امان وساته ، لکه څنګه دې چې ابراهیم(ع) داور په منځ کې وساته او داورلمبې دورته سړې وسلام وسا تندویه وګرځولې، ربه دهغه چا لاس راباندې بر مکړې کوم چې له تانه بیره نکوي او په موږ باندې رحمت وزړه سوی نکوي، ای څښتنه موږ ته بخښنه وکړه، او زموږ مورګا نو وپلارونوته بخښنه وکړه، ربه مسلمانان بریالي کړه و کافرانوته ماتې ورکړه،او دمسلمانانو زړونه سره یو کړه، او دتا دپاک کتاب او دپیغمبر(ص) دسنت چوپړیان یې وګرځوه ..آمین یارب العالمین – ټول کال وتاسو په خیر- اخترمو مبارک شه.

لیکنه / أ – علي خان صا في.

دکوچني اختر په اړوند .

1/9/2011م .

جرد س العبید .

د افغانستان ملی ګوند رهبرۍ د مبارکۍ پيغام

د افغانستان د ملی ګوند رهبری د ګونډ غړو، د افغانستان ديندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنيوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تيرې کړئ.

په ګران هيواد افغانستان کې د نيکمرغه کوچنی اختر د خوښيو د راتلو سره سم د سختو او زړه لړزوونکو پيښو شاهدان يو چې ډيرو افغانانو ته د مرګ او ژوبلې لامل شوې. موږ د لوی خدای له درباره د شهيدانو کورنيو ته د زړونو تسلی  او زخميانو ته  د درملنې، روغتيا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتنه کوو.  د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشريت څخه غواړو چې  په افغانستان کې د سولې،  امنيت  او سوله ايز ژوندانه د شرايطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنيت په فضاکې تجليل کړو.

عبدالحی مالک

د افغانستان ملی ګوند رئيس

دمبارکۍ پیغام:

ګرانو دوستانو سلام!

تاسو او ستاسودرنو کورنیوته د نیکمرغه واړه اختر د رارسیدو له کبله د زړه له کومې مبارکي وایم. هیله من یم چې د اخترخوشاله ورځې ولرئ. انجنیر عبدالقادر مسعود

داختردعا

تيره چې روژه شي،نواخترراشي

کور ته له سفره ،مسافر راشي

مونږبه اختر،هله اختر وبولو

بيرته چې په خولا،ټول مرور راشي

دادتورتمونوديوان،سروخوري

تورې شپې سباشي،روڼ سهرراشي

يو ورورچې بل ورور،په غېږکې ونيسي

داسې وخت په مونږه،بختور راشي

وخاندي اخترته، خوشالي وکړي

مورته چې ورک ځوی،دزړګي سرراشي

يوځای دقيام  سره،لاس پورته کړئ

داسې يوا ختردې خدايه ! ژرراشي

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

17.08.2012

 

اختره صوله ولی له د وطنونه مروره ده

دا په څه غلی ناخبره ده
  اختره صوله ولی مروره ده
اختره بختوره و د زړه سره
راځه د هر چا د زړه دلبره
صوله چیرته پټه ورکه ده
په څه له مونږه ده بی ځاره
د لته بد رنګ نه شی ختره ده
اختره صوله ولی مروره ده
په مونږ روان جنګ دی
زړه مو ډیر تر تنګ دی 
هر خواکی مو جوړماتم دی
وطن مو په وینو رنګ دی
جګړه هر خواته یی خوره ده
اختره صوله ولی مروره ده
د وطن کی هرنګه زخمیان ګرځی
رنګا رنګ مایوبان غریبان ګرځی
په یتیمانو کوڼډو وطن ډک دی
زیندانونو کی مو ډیر بندیان ګرځی
د هر چا زړه پری کتره کتره ده
اختره صوله ولی مروره ده
هر خوا کی مو چیغی ناری دي
د ښه ځوانو په وینو دشتی سری دي
د ډیرو کپری له خاورو لاندی دي
د ظلم پردی خوری وری دي
هر یو مو د دردونو په اجاره ده
اختره صوله ولی مروره ده
په مونږ ډکی هیدری شوی
ډیری غاړی مو پری شوی
په ډیرو مندی شولی بوری
جدا مو د زړه کتری شوی
هره ورځ د جینازو په کی ننداره ده
اختره صوله ولی مروره ده
ډکی مو له خاورو خولی شوی
په زړه مو جوړی پولی شوی
په غمونو کی مو شپی شوی
جودا مو هر خوشحالی شوی
د هر عفت زمونږ خواته ایشاره ده
اختره صوله ولی مروره ده
په موسافرو مو ډک وطنونه دي
له هرکوره ورک ښکلی ګلونه دي
څنګه به د ولمانځو د حال کی اختره 
د هر چا په زړه کی دلته دردونه دي
ورکه رانه د هری ساتیری لاره ده
اختره صوله ولی مروره ده
ټول وطن خپه خپه فریشان دی
دلته  د سرو مرمیو باران دی
لاړ شه هر څه خوږمن دي
د رنګا رنګ کړاونو بندیوان دی
په بی چارګی کی ګوزاره ده
اختره صوله ولی مروره ده
د هر خوښی لاری په مونږ بندی شوی
وطن ټول له خپګیان نه لاندی شوی
اختره ورشه صولی ته وه وایه ذبیح
وایی تا په څی مو سترګی ړڼدی شوی
نه پوهیږو دا جګړه د څه لپاره ده
اختره صوله ولی مروره ده

  اختر به څه کړو
خیالي انسانان مرینه اختر به څه کړو
چی صوله نه راځینه اختر به څه کړو
انسانان ژاړی چیغی ناری دي
په شهیدانو ډکی هید یری دي
ډیر  بندیان دي بندی خانو کی
څوک زخمیان پری پر دي
روانی جینازی دینه اختر به څه کړو
چی صوله نه راځینه اختر به څه کړو
زړونه مو مات غار غار دي
څوک تښتی کډی یی بار دي
څوک له ژوند نه تنګ دي
د شهیدانو یتیمان نهار دي
دلته نه شته راحتونه اختر به څه کړو
چی صوله نه راځینه اختر به څه کړو
په مونږه روان ظلمونه دي
هر خواکی مو جنګونه دي
ذبیح دلته اوس خوښی نه شته
هر چا سره درد غمونه دي
رانه تاو دي غمونه اختر به څه کړو
چی صوله نه راځینه اختر به څه کړو

 

We would like to wish you and your family a very happy Eid ! Sending you warm

Wishes on this very blessed day. We hope this day brings you peace and happiness”

Thanks & Regards

i.A. Anneliese Stave | Administration

Mangal Transport & Shipping GmbH
              International Forwarders

Billstrasse 33, 20539 Hamburg / Germany

Phone: +49 (0) 40 819 785 30| Fax: +49 (0) 40 819 783 55

درنو عزیزانو٫

تاسو او ستاسو د کورنی غړیو ته د کوچنی اختر مبارکی وایم۰

لمونزونه او روژی مو قبولی۰

همدارنګه د هیواد د خپلواکی د ۹۳کالیزی له امله هم خپلی مبارکی تاسو ته وړاندی کوم

د کمکي (کوچني) اخترپه ویاړ
           

معززو خویندواو ورونو او د ملي داعیه د لارې متعهد ینو اولارویانو السلام وعلیکم،

هیله مند یم چې خپلې درنې کورنیوغړو سره روغ رمټ اوسې اوداسی دعا به وکړو چې ستاسې ټول دعاګانې او عبادات دې د الله (ج) په در بار کی قبول شي او داسی هیله کووچې د هغې له برکته دې الله (ج) زمونږ پررنځیدلي، مظلوم اولس او خلکو ورحمیږي او یو دایمی سوله دې زمونږ ټاټوبې ګران او واحد افغانستان ته راولي.

د ډیورند لاین لانجې د حل عالي شورا په آستازیتوب دا دې له نیکه مرغه یو ځل بیا د کمکي (کوچني) اختر د رارسیدو په ویاړ تاسې او ستاسې  درنې کورنیو ته د زړه له کومئ مبارکي وایو او د خوشحالې ښې شیبې تاسو ته پیرزوینه کوو،  او وایو چې:

 


                                                       خوشحالي مو په نصیب قدم، قدم شـــه   

   په مـــنزل کې دی ګلونه دم په دم شه

  هــــرسحر دې داخترغوندې سحر شه

  د غمونو نه دې لرې کور او در شـــه

  خوشحالي اونیکمرغي دې بیا په برشه

  هــره ورځ دې د اخـترغوندې سحرشه

 

ســــــــــــــادات

۰

ستاسواو د ګران افغانستان د سولی او حوساینی په هیله!


ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی

برلین- جرمنی

اختر مو مبارک شه!
هیله لرم چې ښه او خوشاله اختر ولرئ،الله دېپه ژوند همیشه دخوشالیو اخترونه تکرارکړي.

الله دې وکړي چې ددې اختر له برکته زموږ په ګران هېواد افغانستان کې سوله د تل لپاره تامین شي
امین

صیام الدین پسرلی

*******************

Millatyar Abdullahjan

ډ يــر و د ر نـو او ز ړ ه تــه ر ا تيـرو ملګــر و
ســلا مـو نــه ا و دنېکمر غــه کمکــي اختـر مـبــا ر کــي مـو و منــی
عبــا د تــو نــه مـو قـبو ل شـه ، هيـله د ه چـي تـا سي ا و د کـو ر نۍ
ټول غــړ ي مـو جـو ا و ر و غ و ي ، مـتعــا ل څښـتـن مو د ژ و نــد
هــر ه شېبــه اختـر و لــر ه ، ستــا سو ا و د نــړ ۍ پــه ګـو ټ ګو ټ
کـي د ټولو پښتـنـو و رو ڼو د لا ز يــا تـي او تـل پـا تـي سو کا لۍ او
خـو شا لۍ پــه دُ عــا ء

مـلتيـا رMilatyar

مبارک دي سه اختر!


محمود نظری

اې ارګمشره   کوشنی اختر دې سه مبارک !

چې تر څنګ دي ناست دی شوخ میرویسک

مبارک  دې سه چې فساد دي کړ له بیخه ورک

که ته نه  وای دې  ټپونو به کړي وای ګزک

نه پوهیږو آیا تهران دی ستا په ولکه کې؟!

نه چې وکړو ستا په امپراتوري  کې شک

***

تهران  غواړي ستا کلتور کړې شوړتک

کابل  مقرروي په  هرمقام کې دهغه  لوبتک

هغو پرا نیستي دي دلته دتورو جنډو ورونه

پر اوږو وړی دخمیني انځور ستا مامورک

یویې   ستاپه ژبې وهي مردارې ګوټې

بل یې په شیطنت  ستاد کلتور کوي هتک

هلته ستا افغانان  لکه پسونه الوی کیږي

دلته  پر جادو نومونه ایږې د اخوندنک

هغوی ستا په لړمون کې  وهي لاسونه

ستا له بامه نارې  وهي  د هغه چرچورک

دکفر تور کتابونه رالیږي  ستا اولاد ته

کله پر تیلو او صادراتو بند وي سړک

لوی مارغانو ته دي ورکوي اخطارونه

ستا فېلمونه  بند وي د هغوهر جرتک

افغان ماشومان  نه پریږدي  مدرسو ته

سنیان دهغو دلاسه سوي دي کنجلک

هلته د افغانانو  لکه پوستین خاورې ټکوي

دلته یې پلویانو کوي له زور ه تلوترک

ستاځوانان  ستاد وطن ضد پاروي

سر تړي په تور دسمال ستا سرماتک

هغوی اوس دلته  دومره بې مخه  سوي

لمن یې پورته کړې مالومیږي یې خښتک

ان که هغوی له خدایه وویریږي  او کرارسي

ستاوزیران ورته وایي له ورایه شتک شتک

ځینې د هغو  دو مره په دې خوشاله نه دي

لکه چې ستا وزیران ورته غورځي په جفتک

***

هغه کڅوڼې چې پورته کښته کېدې

اوهم د ا  د نوروزد میلمستیا دی نمک

څوک ورته تر باڼو پورته کتلای نسي

زموږ د بزرګانو غیږ ده د هغو ناستک

دایران د څونانزکو نومونه   درښیم

اسمعیل اورهین اوخلیلی مبار ک

غواړي مات کړی دا  د قامونوچیني غوري

دیوالی په ټانګ  ډزې کوي په چخ ماخي ټوپک

زموږ بې  عقلان ډیر سوي دی له  ډیره ناپامي

ستا ترچپنې لاندې دي دهغو د دنبورې خرک

***

څه ګټه لري اوس دفرمان پتنګ الوځول

تاریې شلوي  په ښیښه یې تار یا چیلک

اوس په چکړ کې مه غورځوه ډبرې

په چټل به کړې خپل داختر نوی نورک

***

داوطن نه ودانیږي  په پلاو خور لستوڼي

آباد وي یې هغه چې خواړه یې وي سوړسک

متل دی د بې عقله یوبد بلبدزېږوي

وطن پزې ته راغلئ ستا د پاچا وزیرک

 

په چکروو، میلو او خوبو ښه چاغ سوې

اوس دی رامخ ته کړ بل ورور ډنګرک

چې مور يې درخانۍ  لوریې شاپیرۍ وي

بیا به خوري دا هیواد دشاپیرۍ کوړتک

تازيان چي هوسۍ وهي خولېیې ويتوري

نه هغه چې په هر  خبره يې خوله کوي زک

ستا  د وقار مارغه  وزرونه مات سوي

په ماتو ورزونو کله کیږي اوس پرپرک

ژربه دمچ جنگ د پک پرسر مالوم سي

 روشانه ده دفرمان پایله لکه  د لمر څرک

په واوره کېکلهد پښو پل پټېږي

داجاپاني متلدی دپاره د ځیرک

هغه چې یوازې دځان دبقا لپاره وي چوپ

ولس پیژني په  نخودوکې پوستکي او کورک

 داوطن سو دیتیمانو،مړه سوه ټوله مشران

په اختر کي پاتا وی دی لانده دی مخونه نازک

یوازې ستا  په کورنۍ راغلی دی اختر

دمیرویس د افغانی کالو اوستا چپنه مبارک

شتک شتک(د څاروی دخاوند ږغ چې   نر څاروی پرمادې وخیژی)،تندک ( توند خوی )، تاویتک( مردارخوار)، ،لوبتک ( ګوډاګی)،هتک ( بې عزتي)، نورک لباس، کوړتک ( لیټې)

سلامونه او درناوی

 د نیکمرغه لوی اختر سپيڅلې ورځې دې تاسو، ستاسو قدرمنو کورنیو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکې وي.

هيله ده چې د خپلو کورنيو او دوستانو ترڅنګ يې د سولې او خوښۍ په فضا کې ولمانځۍ.

  هره ورځ مو اختر او  اختر مو بختور

ستاسو ورور جبارخیل

 ------------------------------------------

EID MUBARAK! to YOU

&

Your respected family

May the blessings of Allah fill your life with peace, joy and prosperity

 

درنو او معززو دوستانو او عزیزانو٫
تاسو او ستاسو کورنیو ته د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وایم۰
طاعتونه او عبادات موقبول.
د. صلاح الدین سعیدي - سعیدافغانی
Dr. Salahuddin Sayedi
Director Of Afghan Strategic Studies & The Culture Centre of DE HAQ LAARA
*****

Muhmmad Shoiab

Aslam o alikam
da ler ber afghan walas ta di da kamky akhter mubarak wee
ALLAH di da kal pa moz da khosha leu ter kari

داخترلاسونه

پـــــه زروډک لاســــونـــه

ګــوتـوکـې سـره رنـګـونـه

رسـم نکریـزې چـې کـړي

پــرې رنـګارنـګ ګـلـونــه

څـومـره ښـایسته اخـتروي

چې پـکښې یـوشې زړونـه

ډیربه شې خوښ علی خان

Ali Khan

Abdul Wali Burhan

ټولو هېوادولو ته د نېکمرغه کوچني اختر او د انګریزي ښکيلاکه څخه د خپلواکي د ۹۳ کلیزې مبارکې وایم.
د سوکاله او سرلوړي افغانسان په هېله

عبدلولی برهان

Lutf Ahmad

ګرانو او زړه ته را نږدی ملګرو د نیکمرغه کوچني اختر د راتلو له امله تاسو ټولو ته د زړه له کومي مبارکي او نیکي هیلي وړاندي کوم
ګرانو دوستانو !!
د زړه له تله تاسو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وړاندې کوم، هیله لرم چې د اختر رنګینې شېبې له خپلو درنو کورنیو او دوستانو سره په خوښی تېرې کړی.
راځی چې د نړی د ستر انځورګر او استکبار پرځونکي څښتن په ستر دربار کې د دوعا لاسونه لپه کړو او د خپل ویجاړ ټاټوبي د ارامی، ابادی، سوکالی، پرمختګ او د دښمنانو د زوال هیله وکړو.
بسم الله الرحمن الرحیم:
زما درنو او زما زړه ته رانږدی خویندو او ورڼو، سبا ته له خیره د کوچنی اختر لومړۍ ورځ ده چی د اتبار ورځ ده د ځان اود خپلی کورنۍ (دافغانستان د عدالت اوپرمختګ ګوند) له خوا تاسی ټول زما مجاهد ملت او بیدار ملت او با شعور ملت او مومن ملت ته زړه دکومی مبارکی وایم او هم په فیس بوک کی زما ۵۴۴۵ ورونو خویندو چی زه مو د خپلی دوستۍ لایق ګڼلی یم هر یوته د کوچنی اختر مبارکی وایم.
دوستانو سلامونه او د نيکمرغه کوچني اختر مو مبارک سه. هيله ده چي دغه کوچنی اختر به په افغانستان کي د سولي خوشالۍ او نيکمرغي اختر وي. بيا مو هم مبارک سه.
ټولو درنو دوستانو ته د کمکي اختر او د انګریزي استعمار څخه د خپلواکي د ۹۳ کلیزې مبارکې وایم
هره ورځ مو د اختر او د هر هېوادوال په شنونډو تلپاتې خندا
اختر مو مبارک او بختور
ټولو دوستانو دي نېکمرغه کوچنى اختر او د ګران افغانستان د خپلواکۍ ٩٣مه کاليزه مبارک وي. په دې هيله چي د اختر شپې ورځې مو په خوشالۍ تېرې شي، خداى دي وکړي چي د اختر ورځې په لر او بر وطن کې په هره کورنۍ باندې په خوشالۍ تېرې شي او دا اختر مو د خاورې لپاره د تلپاتې نېکمرغۍ پيلامه وګرځي.
درنو ښاغلیو او اغلیو مشرانو او ملګرو د زړه له تله سلامونه ، احترامونه او د نېکمرغه کمکي اختر خوشالیانې تاسو او ستاسو درنو کورنیو ته مبارک شه، لوی خدای ج دې وکړي، چې له خپلو کورنیو او ټولو دوستانو سره خوشاله او نېکمرغه ژوند ولرئ او لوی خدای دې دا د برکتونو ډک اختر د ستر افغانستان ، لربر او په ټوله نړۍ خور وور پښتون ولس ته د سولې نېکمرغۍ، او خوشالۍ راوړونکي اخترکړي، چې نورې مو نه میندې د ځوانانو او پېغلو د ډولو په ځای جنازې اوچتې کړي، نه کوم ابۍمړی او پلار مړی زوی سر په زنګانه د خپلې بې وسۍ ویر وکړي، او نه میندې اړې شي چې د شهید پلار نازولي یتیمان بچي په یو ټوک ډوډۍ او یوه لمن غنمو دچا دکبر جنو خړو چنو او د بې نیازۍ د دوړو ډکو درمندونوته د خپلو تړمو اوښکو په بدرګه روان کړي.
اختر مو مبارک شه او خدای مو د هغه غمګین نظر په خاطر په دې هېواد کې سوله راوله چې په باور سره اوس به پرې داسمان لور ته ګورئ.

Rafiullah Mandokhail

د نېکمرغه کمکي اختر توده مبارکي او د ميني په تار پېيلي سلامونه مي ومنئ

It is immense pleasure & prestigious pride for me to pay my best wishes to you on the auspicious occasion of Eid-ul-Fitr.

May Allah always bestow glories, success and happiness to you & your family.________ Akhter Mubarak

د اختر مبارکي پیغام

 ختیځ ادبي بهیرد کوچنی اخترد  رارسیدو مبارکي ټولو مسلمانانو او افغانانو وروڼو باالخصوص د قلم خاوندانو، شاعرانو، لیکوالو او ژورنالستانو ته وایی. (اختر مو مبارک شه)

هیله  لرو،  چې الله تعالی ې زمونږ عبادتونه په خپل دربارکېقبول او منظور وګرزوی، همدا راز د لوی ځيښتن تعالی له دربار څخه استدعا کوو،  چې د ژوند دغه د اخترمبارکې شپی او ورځې مود خوښۍ، سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې شي، او د دغه مبارکی میاشتی په تیریدو سره سم زمونږ په هیوادکی د سولی او ورورګلوی زرين لمر د دایم لپاره خپور شی، تر څو زمونږ هيواد او ولس هم د نورو اسلامی ولسونو په څير د يو سوکاله او نيکمرغه ژوند خاوندانشي٠

د افغانانو د قلمې او فکري پیاوړتیا په هیله

ختیځ ادبي بهیر

جلال ابادSiam Siamuden

عبدالباری جهانی

موري! مه ژاړه دا شپې به دي سبا سي

چي تیر سوي زر اختره زر به راسي

نن که ز موږ له ښاره تللي جنازې دي

که له ساندو مو په ساندو فرشتې دي

سبا ګوره چي ظالم سپاره وي پلي

ګوندي نه وي هره ورځ په شان د بلي

وطن ډک دی له میړونو له زلمیو

ویني نه پریږدي د خپلو میړنیو

که موږ نه یو ښار مو کور دی د ژوندیو

دا ټاټوبی د افغان دی له پیړیو

تل به پایي تل به دا افغانستان وي

چي لا پاته پر دې خاوره یو افغان وي

Abdul Bari Jahani

سلامونه دوستانو، مشرانو او معززو هېوادوالو
 
هیله ده چې روغ رمټ اوسی او د اختر دا شپې او ورځې مو سره خوشاله تېرې کړې وې، زما مبارکي که ځنډنۍ هم ده، خو بیا هم تر نشت یې ځنډ ښه دی، له دې سره مو د خپلواکۍ کليزه هم مبارک شه، هیله ده ټول خندان او خوشاله اوسی
 
ښې چارې
رفيع الله ستانکزی
- خبرڅانګه
بېرته شاته