(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هلمند: ۱۷کسان ووژل شول

[27.Aug.2012 - 21:21]

د هلمند ولايت په موسا  كلا ولسوالۍ كي وسلوالو طالبانو ددوو ښځوپه ګډون  له اوولس تنه افغان وګړو سرونه پرې کړي دي. كه څه هم تراوسه  د دې اوولسو كسانو داعدام  اړه وسلوالو طالبانورسنيوته څه نه دي ويلي ،خو دولتي چارواكي وايي تيرشپه طالبانو دهغه اولسي بانډار پرمهال راټول سوي اولس تنه وژلي دي چي دموسا كلا ولسوالي په روشنايي كلي كي جوړ سوى وو.
د موسا كلا ولسوال نعمت الله صميم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې  وويل طالبانو دجاپاني په نوم د موسقۍ بانډار پنځلس نارينه چي دوه ښځې ورته رقصېدلي ووژلې.
خو د موساقۍ دكنسرت  خبره دهلمند دوالي وياند داود احمدي رد كړه ويي ويل دموسا كلا ولسوالي په روشنايي كلي كي د طالبانو له لوري وژل سوي ټول كسان افغان وګړي  او ددولت پلويان دي. هغه وويل طالبانو په دې ټولو كسانو دجاسوسۍ دشك ترڅنګ له دولت سره د مرستي ادعا كړي ده.
په همدي شپه وسلوالو طالبانو دواشير ولسوالۍ په ګورازان سيمه دملي پوځ ۱۲سرتيري ووژل او څلور نور يي ټپيان كړل.
دهلمنددوالي وياند داود احمدي وايي پيښه تيره شپه رامنځته سو ي ده خو داچي دملي اردو دغه لس تنه سرتيري چا وژلي دي. په دي اړه تحقيقات روان دي. احمدي وايي كيداي سي داكار د یوه داخلي سازش  له مخي سوى وى. اوداسې راپوټونه هم دي چې پر دې مهال  پنځه تنه عسکر یا خو  طالبانو تښتولي دي یا خپله  تښتيدلي دي.

 بلخواد خیبر ایجنسۍ په باړه قمبر اباد سیمه کې په کورونو د  هوان توغندي لګیدلي چې په کې د يوې کورانۍ  نهه غړي وژل شوي  او پنځه نور ژوبل دي.
راپورونه وايي،توغندي د عبدالکریم نومی تن په کورنۍ راپریوتي دي ،نوموړي مشال ريډيو ته وېلي  چې  د کورنۍ شپږ کسان یې ځای پر ځای وژل شوي او  دريو نورو  په  روغتون کې سا ورکړې ده.
ژوبل  کسان ددرملنې لپاره د پیښور روغتونونو ته رسول شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي توغندي د امنیتی سرتیرو له خوا توغول شوي دي.
 
خو بل پلو د پوځ د اطلاعاتو اداره ، دا تورونه ردوي او وايي، د دې تر شا د وسله والو لاس دی . خو  وسله والو هم له دې نه انکار کړی چې ګواکې توغندي دوی ورولي دي.
یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې  له تیرې څه مودې راهیسې د وسله والو پرضد پوځي عملیات روان دي ،او وخت نا وخته پکې دا ډول پيښې رامنځ ته کيږي چې ولسی وګړو ته  په کې هم  مرګ ژوبله اوړي.

Source: Mashaal

- مشال
بېرته شاته