(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور: دوه بی رحمه پولیس ونیول شول

[28.Aug.2012 - 13:37]

دپښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر او د حکومت ویاند میا افتخار حسین وايي هغه دوه تنه پولیس يې نیولي، چې یو افغان وګړی لوټلی دی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې، چې د نورو رسنیو ترڅنګ یې آزادۍ  راډيو  ته هم لیږلې ویلي، چې د واحد او باقي الله په نوم د ټاون تاڼې ددغو دوو تنو پولیس سرتیرو دندې يې ځنډولي او لوړپوړو افسرانو ته يې دنده سپارلې چې  دغه موضوع په دقیقه توګه وڅیړي.
د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت له هغه وروسته  په دې  اړه اقدامات وکړل، چې د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو دپولیسو د دغې ناروا په باب راپور خپور کړ.
عبدالواحد نومي یوه افغان، چې د افغانستان له غزني ولایته يې خپله اووه کلنه لور د درملنې لپاره پيښور ته راوستلې وه د شنبې په ورځ د پيښور یونیورسټي روډ اسلامیه کالج سیمه کې دوو تنو موټر سايکل سپرو پولیسو ونیول، پنځوس زره کلدارې او پنځه ویشت زره افغانۍ يې ترې واخیستې او نور يې پر سړک بې اسرې پریښودل.
عبدالواحد وویل:
(
موږ دوه تنه ملګري په یوه ټېکسي موټر کې له کارخانو سیمې نه د پيښور ښار پر لور روان وو چې د لارې په اوږدو کې پولیسو ودرولو، ټولې پیسې زما د بل ملګري په جیب کې وې هغه يې رانه ښکته کړ، دسړک پر سر يې په سوکانو او لغتو وواهه او نامعلوم لوري ته يې بوتلی. زه له خپلې لور سره تش جیب پاتې شوم، ډيرې زارۍ مې ورته وکړې خو یوه يې هم نه اوریده)
عبدالواحد دا مني چې د ټاون سرکل اس پي سهیب اشرف له دوی سره پوره همدردي ښوولې خو وايي ده ته پیسې پکار دي چې د خپلې سختې ناروغې لور درملنه پرې وکړي.
د نوموړي اووه کلنه لور چې روغتیايي حالت  يې د اندیښنې وړ دی لا هم بې درملنې پاتې ده ځکه چې له نوموړي نه ټولې پیسې پولیسو لوټلي.
د ټاون سرکل اېس پي سهیب اشرف وايي ددغه کېس پلټنې یې پیل کړې، د مدعي او د تورنو پولیسو د خبرو پر بنسټ يې راپور لیکلی او دواړه پولیس يې مرکزي پولیس لاین ته ور پېژندلي دي.
نوموړي دا ومنله چې پولیس ملامت ښکاري او خامخا به يې څه کړي وي.
بل خوا په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ دویم سکرېتر محمدهاشم نیازي وويل چې له ازادي راډیو مننه وکړه چې دغه موضوع يې راپورته او بیا يې ددوی تر غوږونو ورسوله.
(
له هغه ساعته چې ستاسو له خوا خبر شوي یو دا موضوع مو تر تعقیب لاندې نیولې او شخصا زه پخپله هره ورځ له ناروغ سره یوځای تاڼې ته ځم راځم او هر څه له نژدې څارم. د پولیسو له اقداماتو او تحقیقاتو راضي یم خو خدای دې وکړي چې صوبايي حکومت د افغانانو دغه ډول ستونزې جدي ونیسي او په راتلونکي کې يې د مخنیوي غم وخوري)
عبدالواحد هم په خپل وار له ازادي راډیو څخه مننه وکړه چې دده غږ يې پورته کړ کنه نو په خبره يې که ازادي راديو نه وای خدای خبر څه به ور پيښ شوي وو.
له تیرو څو کلونو راهیسې په پيښور او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې افغان کډوال په تیره هغه افغانان چې پاکستان ته د درملنې یا نورو کارونو پسې راځي د پولیسو له خوا سخت ځورول کیږي، لوټل کیږي او په بیلابیلو بهانو زندانونو ته اچول کیږي.
افغان مهاجرین د صوبايي حکومت او په پاکستان کې د افغانستان له لوی سفارته غوښتنه کوي چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او ددوی ستونزو ته د پای ټکی کيښول شي.

- مشال
بېرته شاته