(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخواشینۍ پیغام

[31.May.2006 - 21:30] دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د پښتو ژبی دځوان پیاوړی شاعر ارواښاد طاهر فرهاد په مړینه د زړه له تله خفګان ښکاره کوی. ارواښاد طاهر فرهاد پښتو ادب ته دخپل عمر په لږه موده کی پوره خدمت کړی دی چی یاد به ئی په پښتنی ادب کی تل پاتی وی.
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ارواښاد ته دلوی خدای (ج) له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی او دده كورنۍ سره په دغه دروند غم کی ځان شریک ګڼی. روح دی ښاد وی علی خان محسود دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال -
بېرته شاته