(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبریالانوته دوه ورځنی ورکشاپ پرانستل شو

[05.Sep.2012 - 12:29]

خبریالانوته دبشري حقونو دزده کړی دوه ورځنی ورکشاپ پرانستل شو

نن سه شنبه د۱۳۹۱یم لمریزکال دوږي په څوارلسمه نېټه  دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون په هڅونه او ملاتړ او دمیدیوتیک افغانستان په تخنیکي او مسلکي مرسته دختیځ ددېرشو تنو ځوانو خبریالانو دروزنې په مخه دننګرهاررسنیو کور ( میدیوتیک)په انګړ کې داروزنیز ورکشاپ جوړشو.

دورکشاپ په پرانستونې غونډه کې په ختیځ کې دمیدیوتیک افغانستان رسنیوکور مسوول پوهنیارمحمد داود وفا وویل :

دبشري ارزښتونو پېژندل دهر انسان دنده ده ، او په تېره دخبریالانو دنده ده چې دبشري حقونو په ترویج ، تعمیم او تامین کې اغېزمن رول ادا کړي. ده وویل ، دبشري حقونو سپارښتنه څه ناڅه څوارلس سوه کاله مخکې لا زمونږ سپېڅلي او مقدس کتاب عظیم الشان قران کړې ده او دخلکو ددرناوي ساتل ، خلک نېکو کارونو ته هڅول ، دنورو خلکو دحقونو خوندیتوب ، دبشري کرامت پالنه او پراختیا ته کار اصلادخپل دین او عقیدې دپراختیا په ماناده.

نوموړي دبشري حقونو دفتر ته دوړاندیځ په دود وویل، دپښتو دلرغونیو او کلاسیکو ادبیاتو بشري ارزښتونه دې هم دغونډو ، کنفرانسونو او ورکشاپونو له لارې توضیح او تشریح کړای شي.

استاد وفا دمیدیوتیک افغانستان په استازۍ ټولو افغاني مدني بنسټونو ته له خپله اړخه دمرستې ملګرتیا ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه ، چې میدیوتیک افغانستان دخپلې دندې له مخې دخبریالانو لپاره دمدني او بشري روزنې زمینې برابرې کړي او په دې برخه کې دنورو دمرستې او ملګرتیا هرکلی کوي.

بیا دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون دتعلیماتو څانګې مشر مطیع الله تنها امین  پخپله وینا کې دورکشاپ اجند تشریح کړه او وې ویل ، ددغه ورکشاپ هدف دادی ، چې خبریالان څرنګه کولای شي، بشري کرامت او د بشري حقونو دتامین لپاره خپلواکه مبارزه په کار واچوي. ځکه چې خبریالان دابلاغ دمهمې وسیلې په توګه ترنورو یو ګام وړاندې مسوولیت لري. نوموړي وویل، ددوه ورځو په بهیر کې دیادې موضوع په بېلابېلو برخو  به دمسلکي روزونکو په مرسته بحث ومباحثه وشي.

دغه ورکشاپ ته  دختیځو سیمو له بېلا بېلو رسنیو نه دېرش تنه ځوان خبریالان راغلي دي.چې د چارشنبې په ورځ به هم روان وي.

ننګرهاررسنیز کور

*************************

بلخوا مثبت بدلون خپله اوومه غونډه تر سره کړه

مثبت بدلون خپله اوومه غونډه د سنبلې په ۱۴ مه د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک په انګړ کې ترسره کړ، چې  ۲۵ تنه ځوانان پکې ګډون درلود.

مثبت بدلون ټولنه يو ناسياسي اجتماعي حرکت دى، چې د هېواد د بااحساسه او سالم _مثبت فکر لرونکو ځوانانو له خوا د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښآر کې رامنځته شوه؛ خو ليد او د فعاليت ډګر يې ټول هېواد په بر کې نيسي.
د مثبت بدلون دغه ځانګړي ناسته د تېرو فعالیتونو ارزونه او د راتلوونکي فعالیتونو لپاره پلان جوړول او مشوره کولو ته ځانګړی شوی و، چې د غونډې په جریان کې هجرت الله اختیار او صیام الدین  پسرلي د خپلو تېرو فعالیتونو کزارش وړاندې کړ چې د ګډونوالو له خوا وستایل شو.

د غونډې په اوږدو کې ډېری ځوانان خپل نظریات شریک کړ او د راتلوونکې ناستې لپاره د سنبلې  ۲۹ تاریخ چې د چهار شنبې ورځ سره سمون خوري و ټاکل شو.

په درنښت

مثبت بدلون ټولنه

صیام الدین پسرلی

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859
Email: [email protected]
  Office Website: www.mediothek.org.af
Facebook: Mediothek Afghanistan Nangarhar Media House
- صیام الدین
بېرته شاته