(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار. جنازه کی بمی برید ۲۰ شهیدان

[06.Sep.2012 - 12:28]

دننگرهار ولايت په دُربابا اولسوالۍ کې   په يوه جنازه کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې داولسوال دځوې پشمول  لږ ترلږه 20 کسان وژل شوي او داولسوال پشمول خواؤشا 30 نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې  په گڼ شمير کې کليوالو او چارواکو  دننگرهار ولايت په دُربابا اولسوالۍ کې  ديو بااثره  قبائيلي مشر په جنازه کې گډون کولو.
دعيني شاهدانو وينا ده  ځانمرگي  بريد کوونکى دخلکو په مينځ کې روان ؤ چې هغه ددُربابا داولسوال ورور وپيژندلو ، خو کله چې  دهغه دنيولو هڅه وشوه  نو ځانمرگي  پخپل ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد وچول.
دافغانستان دکورنو چارو وزارت  او  پوليس وائي  غرمه مهال  دننگرهار ولايت په دُربابا اولسوالۍ  کې ترسره شوي  دغه ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي خو  دننگرهار دصوبائي حکومت يو وياند دوژل شوؤ کسانو شميره 25 ښودلې ده.
  دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل  بريد کې 20 کسان وژل شوي او داولسوال پشمول 50 کسان ژوبل شوي دي.
دصوبائي حکومت يو وياند احمد ضياء عبدالزۍ وئيلي دي  ځانمرگى پيدل ؤ او 25 کسان يې وژلي چې پکې داولسوال ځوې هم شامل دى.
په سملاسي توگه ددغه بريد ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو په تيرو وختونو کې  دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دطالب جنگيالو لخوا بهرني او سيمه ييز ځواکونه او دافغان حکومت چارواکي په نخښه کړل شوي دي

- فاروق فراق
بېرته شاته