(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان په افغانستان کی اوربند ته تیاری ښودلی دی

[10.Sep.2012 - 11:42]

د بریطانیا د یوه تحقیقاتی خبر له مخه طالبانو تیاری ښودلی دی په رسمی توګه د القاعدی نه ځان جلا اعلان کړی او په افغانستان کی د اوربند سره موافقه وکړی پدی شرط چی د افغانستان ولسمشر حامد کرزی استفأ وکړی . دا خبرنن د بریطانیا یوی تحقیقاتی ټولنی چی  Royal United Services Institute (RUSI)غړی دی، خپور کړ . دی ټولنی دا خبر د طالبانو د لوړ پوړو کسانو په حواله لیکی او وایی چی د طالبانو لوی مشر ملا محمد عمر د سیاسی حل لپاره په افغانستان کی اوربند ضروری بولی . پدی خبر کی راغلی دی چی طالبان د ولسمشر حمید کرزی سره خبری ردوی او وایی چی هغه یو ضعیف ولسمشر او په اداری فساد ککړ یو شخص دی . ملا محمد عمر زیاتوی چی د پاکستان په کوئټه کی د طالبانو شورا د افغانستان اساسی قانون په رسمیت نه پیژنی، دا ځکه چی دا ګام به د طالبانو پر تسلیمی دلالت وکړی . په اساسی توګه طالبان په کال ۲۰۱۴ کی د بهرنی سرتیرو تر ولتو وروسته و سیاسی موافقی ته تیار دی ، پداسی حال کی که هغوی د افغانستان په واکداری کی ورشریک شی . ددی تحقیقاتی ټولنی په حواله په خبر کی راغلی دی چی دی ټولنی په تیرو نژدی وختونوکښی د طالبانو د لوړ پوړو کسانو سره خبری کړیدی او هغوی په تیرو وختونو کښی د القاعدی سره پر خپل تړاو پښیمانی ښودلی ده او څرګنده کړی یی ده چی که ملا محمد عمر موافقه وکړی ، طالبان به د القاعدی نه په رسمی توګه ځان جلا کړی او په سراسری افغانستان کی به د اوربند سره موافقه وکړی . پدی خبر کی دا هم راغلی دی چی طالبان تیار دی ، دامریکا د اوږد مهاله شتون سره په افغانستان موافقه وکړی پدی شرط چی د افغانستان استقلال او د افغانانودین او مذهب ته صدمه ونه رسیږی .

»ټول افغانستان«
احمدالله رحمانی - المان

- رحمانی
بېرته شاته