(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان پوهنتون پرانستل شو

[21.Sep.2012 - 12:37]

21.09.2012  د پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان  پوهنتون پرانسته وشوه.  د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان او دپښتونخوا وزيراعلی امير حيدر خان هوتي د دې نوي پوهنتون پرانسته وکړه
پرانستونکې دستورې ته د وينا پر مهال اسفند يار ولي خان وويل چې د يو قام روښانه سباون له علم سره تړلی وي خو ځينې قوتونه لګيا دي او د پښتون قام ښوونځي ورانوي. او د پښتانه قام بچي د علم له رڼا محروموي.(( نن هم په اخبار کې راغلي دي چې په پلاني کلي کې یو سکول په بمونو والوځاوو. زه د هشتنغر پر دې خاوره ولاړ ، د دوی ایمان چې څومره دی او زموږ څومره سکولونه الوځولای شي، وا دې لوځوي  خو دا مې ایمان دی چې که مې هر یو سکول جوړ نه کړ نو پښتون به نه یم. دوی موږ پر شا بیول غواړي، موږ پر مخ تلل غواړو. دوی موږ تیارو ته بیول غواړي موږ رڼا ته تلل غواړو.))
اسفندرخان وویل، چې د ترهګرو او علم دښمنو خلاف چې د دوی ګوند کوم جنګ  پیل کړی دی، هاغه به سر ته رسوي خو په دې جنګ به هله بریالي کېږي چې د خلکو ملاتړ ورسره وي.
(( دغه تیاروو ،ظلم او جبر مقابله صرف او صرف زموږ یوالی کولای شي، ا و دا جنګ کول غواړي، له دې ځکه نه پر شا کېږو چې په قسم درته وایم دا خاوره به زموږ د بچو لپاره به عذاب شي. دوی به دلته ژوند تېرولای نه شي نو د خپلو بچو راباندې د حق دی چې دا جنګ دې موږ سر ته ورسوو.
دستورې ته د  پښتونخوا وزيراعلی امير حیدرخان هوتي وويل، چې د دوی حکومت په خپل دور کې شپږ نوي پوهنتونونه جوړ کړي دي او د د پښتنو د ستر ملي اتل خوشال خان خټک په نامه پوهنتون به په کرک کې جوړېږی او له دې علاوه بو بل پوهنتون به په  هري پور کې ډېر ژر جوړ کړل شي
بلخوا په پیښور پوهنتون کې د پښتنو د کلتور او د دوی د مشرانو په اړه داسې یو عجایب ګر جوړ کړل شوی دې، چې پکې پخواني تاریخې شیان کیښودل شوي دي، خو  د فنډ  کمي له وجې تر اوسه د خلکو لپاره نه دی پرانستل شوی، د پښتو اکیډمۍ چارواکي وایي دوی غواړي د پښتنو د مشرانو  تر استعمال لاندې راغلي شیان پیدا کړي ، او په دغه میوزیم کې یې خوندي کړي
.
د دې میوزیم نوم پښتون کلچرل میوزیم دی، چې په ۲۰۰۶کال کې د جوړولو منظوري ورکړل شوې وه، او په ۲۰۰۹م کال کې سر ته ورسید . پروفیسر ډاکټر سلمه شاهین وایي، دوی او د پښتو اکیډمۍ زده کونکي په دې لګیا دي، د پښتنو د مشرانو لکه خوشحال خان خټک ، عبدال حمید ، رحمان بابا او د پښتنو د سیاسی مشرانو په اړه مالومات راټول کړي، د هغوي قبیلو ته ورسیږي او د هغوي د استعمال ومومي.
سلمه شاهین وایي(( دوی په دغه میوزیم کې د خوشحال بابا او رحمان بابا تصوراتی تصویرونه او د هغوي په اړه مالومات اېښي دي، او د هغه شیانو لپاره هم کوشش کوي، چې د پښتنو د پخوانیو مشرانو په استعمال کې وو ، خو دا ډیر فنډ غواړي، او د دوی ذده کونکي په دې لړ کې خپل کوششونه کوي، دوی له  خلکو  هم غوښتنه کوي ، چې تاریخي شیان  باید د میوزیم چارواکو ته حواله کړي))
په دې عجایب ګر کې د پښتنو د استعمال زاړه او کلتوري  سامانونه لکه  مېچن ،ګارګه، چیلم، رباب، منګی ، ببوزې، توڼۍ ، شکور ، چج او یو شمیر نور شیان  کیښودل شوي دي ، چې ورسره په انګریزۍ کې د دغه څیز د استعمال په اړه هم لیکل شوي دي
د پښتو اکیډمۍ پخوانۍ مشر او لیکوال ډاکټر راج ولي شاه خټک وایي، باید د پښتنو د کلتور د نښو نښانو د محفوظه ساتلو لپاره موږ ټول په ګډه کار وکړو. راج ولي شاه خټک دا هم وایي د مادي سره سره د غیر مادي موادو د خوندي کولو لپاره هم کار وشي.
سلمه شاهین وایي، د دغه عجایب ګر وداني یې هم د ګندهارا تهذیب په طرز جوړه کړې چې  د دغه سیمې زوړ تاریخ څرګندوي. او زیاتوي ، دا غواړي د استعمال د هر یو څیز لکه منګي او رباب سره یوه ټپه هم ولیکي، او اوس په دې کار کوي د پخوانیو مشرانو په اړه مالومات راټول کړي، او له دې وروستو به وکولای شي، دا میوزیم د خلکو لپاره پرانیزې  ـ مشال راډیو  ـ.

- خالد خان
بېرته شاته