(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ کې ګڼ پښتنانه زده کونکي وژل شوي دي

[22.Sep.2012 - 20:32]

په کراچی کې بدامنیو د نورو ترڅنګ د پښتنو زدهکونکو  تعلیم او ژوند هم له خطر سره مخامخ کړی دې. په تیرو نږدو کالونو کې ګڼشمیر پښتنو ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی ، په دوی کې هغه زدهکونکي هم شامل وو چې زیاترو یې په کالجونو او پوهنتونونو کې د سیاسي ګوندونو په تنظیمونو کې کار کاو. په
د
۲۰۰۷م کال د می  میاشتې وروستو په کراچۍ کې د بدامنۍ پیښې زیاتې شوې دي، او په دغو حالاتو کې زیاتره هغه پښتانه ځوانان په نښه شوې چې د پښتنو په سیاسي ګوندونو او تنظیمونو پورې تړلي وو.
د خیبر پښتونخوا د مردان یونس خان وایي، د ده په کراچې کې څه نا څه ۱۲ملګري وو، چې اوس پکې یواځې دی ژوندی پاتې شوی. یونس خان چې اوس په کراچۍ ایېر پورټ کې نوکري کوي، د خپلو ملګرو په اړه واېي(( زما ډېر ملګري ووژل شول، خو د  کالج دولس ملګري مې په دې تیرو نږدو وختونو کې په مختلفو پیښو کې ووژل شول. د سیاسي ګوندونو په لسګونو کارکنانو هم په دغه ښار کې ژوند وبایلو.خو دا دولس زما نږدې ملګری وو، او دوو خو ما سره په ایر پورټ کې هم کار کاوو، چې ووژل شو))
یونس خان دا هم وایي، زیاتره په کالجونو او یا نورو تعلیمې ادارو کې هغه ځوانان د وسلوالو لخوا په نښه شوي دي، چې د سیاسي ګوند سره یې څه نا څه تړاو لرلو، خو د دوی داسې ملګري هم وژل شوي، چې له هیڅ یو سیاسي ګوند سره یې تعلق نه وو پاته  شوی، او دغه شمیره په سلګونو ده.
فضل امین هم یو په هغه ځوانانو کې وو، چې سږ  کال  په کراچۍ کې د خپل کور مخې ته ووژل شو. د هغه ورور نذ‌یر خان وایې  فضل امین په کالج کې د زدهکونکو د تنظیم، پښتون سټوډنټس فیډیریشن یو غړی وو، او غوښتل یې په کراچۍ کې د پښتنو د پرمختګ لپاره کار وکړي. د روژې نه یو څو ورځې وړاندې د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شو.
په کراچې کې زیاتره پښتانه دا هم وایې دوی مجبوره دي په روانو حالاتو کې خپل عادي ژوند او کار روزګار پر مخ بوځې، د ډیرو سیمو خلک غواړي د خپلو بچو د تعلیم او کاروبار لپاره بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
یونس خان دا هم وايي پښتانه زدهکونکي اوس ډیر په ګرانه په کراچۍ کې خپلې زدهکړې پر مخ بیايي ، او هره ورځ له  کوره تر وتو مخکې لومړۍ  په حالاتو ځان خبروي
مشال راډيو

- فرخنده وزیر
بېرته شاته