(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوچستان : پښتانه زده کوونکي ستونزو سره مخامخ دي

[24.Sep.2012 - 13:49]

د پاکستان په بلوچستان کې پښتانه زده کوونکي وایي، دوی د بلوڅ مېشتو سیمو په تعلیمي ادارو کې له امنیتي ستونزو سره مخامخ شوي
د دوی په وینا، په خضدار رېزېډنشل کالج کې پر پښتنو زده کوونکو سخت تشدد شوی او دوی د کالج پرېښودو ته اړ کړل شوي دي.
بل اړخ ته د بلوچستان د تعلیم او کالجونو محکمې وزیر بیا مشال راډیو ته ویلي، دوی د دې پېښې او یادې ستونزې نوټس اخیستی او په دغه لړ کې یې یوه کمېټۍ هم د څارنې لپاره جوړه کړې.
د بلوچستان رېزېډنشل کالج (بي-آر-سي) خضدار د پښتنو بچیانو د کمېټۍ یو غړی، سردار فریدالله دومړ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ووېل:
((له تېرې څه مودې راهیسې په خضدار بي-آر-سي کي زموږ له بچیانو سره ناروا چلن [کېږي] او اوس په تازه پېښه کې زموږ یو شمېر بچیان یې وهلي او ډبولي ول. له سخت تشدد سره مخامخ کېدو وروسته،پښتانه زده کوونکي د اېف-سي او نورو امنیتي ځواکونو تر سیورې لاندې چې کله کوټې ته راورسېدل، نو حال راغلو چې د دوی [په غیر موجودګۍ کې] د دوی بسترې، جامې، کتابونه او نور ضروري څیزونو ته اور ور اچول شوی او د دوي هر څه یې ور سوځولي دي .تر دې پېښې وروسته هم د هغو شر خوښو له خوا زموږ بچیانو ته دړکې رالېږي چې که تاسو بیرته دلته راغلاست، نو نور تاوان هم در اړوو.))
د یاد کالج یو پښتون زده کوونکی، محمد ظاهر هم دغه قیسمه وضع بیانوي
دی تور لګوي، د بلوڅ مېشتو سیمو زده کوونکیو له دوي سره کرکه او تعصب کوي او بل اړخ ته د انتظامیې چلن هم له دوي سره ښه نه وو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند زده کوونکو سازمان یو مشر کبیر افغان د یادې ستونزې په اړه رابلل شوې مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته ووېل چې بلوڅ مېشتو سیمو کې پښتانه زده کوونکیو د امنیتي ستونزې له وجي خپل تعلیمي زیان زغملی:
((په بلوڅ مېشتو سیمو کې یو شمېر تعلیمي ادارو کې پښتانه زده کوونکیو سره ناروا سلوک کیږي. هلته ځینې تعلیم دښمن او علم دوښمنې ډلې، اُستادان او زده کوونکي نه غواړي چي پښتانه دې دومره پرمخ لاړ شي. [ځکه چې] د پښتنو تعلیمي ریکارډ تر دوی ټولو ډېر پیاوړی او ښه دی. دغه تعلیم دښمنه خلک په دغو ناوړه کارونو پښتانه زده کوونکي له تعلیم او تعلیمي ادارو تل غواړي.))
بل اړخ ته د بلوچستان د تعلیم او کالجونو محکمې وزیر طاهر محمود خان مشال راډیو ته وویل، دوی د ستونزې د حل په لړ کې خپلې هڅې پیل کړې دي:
((زه په دغې وضع خبر شوی یم او ما د دې نوټس اخیستی او په دغه لړ کې مې یوه کمېټۍ جوړه کړې ده، کومه چې به د وضعې څارنه کوي.))
یاده دې وي، بلوچستان رېزېډنشل کالج، خضدار د صوبې په لوړو او غوره تعلیمي ادارو کې شمېرل کېږي، خو اوس له تېرې څه مودې راهیسې، په کالج کې د ملت پاله زده کوونکیو تر منځ د اخ و ډب تر پېښو وروسته یې تعلیمي وضع، د زده کونکیو په وېنا بیخي خرابه شوې ده

- نیازموساخېل
بېرته شاته