(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ناوې اوسېدونکي ښوونځي غواړي

[24.Sep.2012 - 21:49]

د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې يې له ډېره وخته راهسې نه دولتي ښوونځی نه ليدلی او نه هم کوم ښوونکي ته د دولت له لوري تنخوا ورکوله شوې ده. دوی وايي په ولسوالۍ کې د ښوونځيو ودانۍ هم نشته او دوی په خپل لګښت د ولسوالۍ په ديارلسو جوماتونو کې  ښوونځي جوړ کړي چې ښوونکيو ته له خپله جېبه تنخواوې ورکوي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دا مهال په ټوله ولسوالۍ کې همدغه دريالس ښوونځي او يوولس تنه ښوونکي لري. د دوی په خبره تېر کال د غزني د پوهنې رياست د دغې ولسوالۍ ځينو ښوونکيو ته ايله دوې مياشتې تنخوا ورکړې ده او بيا يې تر اوسه پورې د ولسوالۍ پوښتنه هم نه ده کړې .
د ناوې يو تن اوسېدونکی هستي ګل وايي چې دا پينځه کاله کېږي چې په دغه ولسوالۍ کې دولتي ښوونځي تړل شوي دي او کوم دولتي چارواکي هم دغه ولسوالۍ نه ده لېدلې. دی وايي د دغې ولسوالۍ هغه ماشومان چې له غريبو کورنيو څخه دي او په پيسو باندې د زدکړو وس نه لري اوس لا نيمی له وطنه په مزدوريو پسې وتلي او نيمايي يې د دولت له مخالفو وسله والو سره راشه درشه لري.
د هستي ګل په خبره که د پوهنې رياست ناوه همداسې له پامه غورځېدلې پرېږدي نو را روان نسل به يې په بشپړه توګه بېسواده لوی شي.
(( په ناوه ولسوالۍ کې تقريبا پېنځه کاله کېږي چې ښوونځي بېخي نشته او د زدکړو زمينه ماشومانو ته نه ده برابره.د ناوې تقريبا په سلو کې اتيا ځوانان بېسواده دي. که د پوهنې رياست همداسې ناوې ته پاملرنه وونه کړي نو ځوانان به يې ټول بېسواده لوی شي))
د دغسې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی فريد تکل بيا وايي چې دا مهال د ناوې ولسوالۍ په ديارلسو کليو کې د سيمې ځينې اوسېدونکي ښوونکيو ته پيسې ورکوي او ښوونکي يې په جوماتونو کې ماشومانو ته سبقونه وايي.
دی وايي په دغه ولسوالۍ کې د غلام محمد ترکي په نامه يو لومړنی ښوونځی شته چې تېر کال يې ښوونکيو ته د پوهنې رياست يوازې د دوو مياشتو تنخوا ورکړې او بيا يې هېر کړي دي.
فرید تکل زیاتوي هغه ښوونکي چې تېر کال يې د دوو مياشتو تنخوا اخيستې اوس يې وسله وال په دې پلمه چې د دولت پيسې يې خوړلې نه له ولسوالۍ د باندې را پرېږدي او نه يې هم په ولسوالۍ کې کار کولو ته خوشي کوي.
د ده په خبره ځينې ښوونځي چې د سيمې خلکو په خپل مصرف خلاص کړي طالبان ورته قاعده بغدادي او ځينې نور د مدرسو کتابونه له نورو سيمو څخه راوړي.
(( د ناولې ولسوالۍ مکتبونه او معارف مکمل سقوط دی. په ناوه کې صفر اعشاريه صفر فيصده کار نه دی شوی. د ناوې له ولسوالۍ څخه څو واره سپين ږيري او قومي مخور ښار ته لاړل هلته يې د معارف له رييس سره يې وکتل. د معارف رياست ورته وايي چې ناوه سقوط ده. ناوه بنده ده. دغه ديارلس مکتبونو چې د مخالفينو تر تهديد لاندې وو د سيمې خلکو په خپله په ډېر تکليف خلاص کړي دي. ځينې مکتبونو ته کتابونه له اوبنده او له مقره طالبان راوړي چې پکې قاعده بغدادي او نور ديني کتابونه وي ))
په دې اړه د غزني ولایت د پوهنې رييس احسان الله ناشر د  مشال راډیو د خبریال ټېلیفوني پوښتنې په ځواب کې تش دا وویل، چې وخت نه لري.
د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په ډېری ولسواليو کې ښوونځي يوازې د پوهنې د رياست په دفتري کاغذونو خلاص ليکل شوي خو په حقيقت کې تر بندو بتر دي. د دوی په خبره د پوهنې رياست په ځينو هغو ولسواليو کې چې اوسېدونکي يې پښتانه نه دي په لسګونو ښوونځي او لېسې پرانيستې دي خو په پښتني ولسواليو کې يا خو ښوونځي نشته او که وي هم د رياست له لوري ورته په دري ژبه ليکل شوي کتابونه لېږل کېږي

Source:Mashaal radio

- مشال
بېرته شاته