(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۱ ناسته ترسره کړه

[30.Sep.2012 - 19:53]

ختیځ ادبي بهیر د خپلو اونیزو ناستو په لړ کې خپله ۱۱مه ناسته  د ۱۳۹۱کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه په جلال اباد ښار کې د میدوتیک د علمي او کلتوري مرکز په انګړ کې ترسره کړه.
ناسته د سهار پر نهو بجو پیل او د غرمې تر ۱۲بجو پورې  يې دوام وکړ.
غونډه چې د دریځ چارې يې عرفان الله بیدار مخکې وړلې د محمود خزان لخوا د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت پیل شوه.
مشر میلمه يې باطن شاه اشنا و او د کوربه په څوکۍ  محمد نادر دانش ناست و.
 تېره اونۍ د بهیر د ګزارشګر ایمل مړوند د نه شتون له امله د غونډې ګزارش بختیار ساحل لیکلی و، چې د لوستلو لپاره يې ایمل مړوند دریځ ته وبلل شو.
که څه هم د ګزارش لیکونکی نه و راغلی، خو ګډونوالو پرګزارش خبرې وکړې او د بحث پیل غزت الله ځواب وکړ.
ځواب وویل ساحل ګزارش ډېره ښه او روان لیکل دی، خو په ګزارش کې يې د تکراري کلیمو یادونه وکړه، نوموړي وویل د ګزارشګر کمال په دې کې وي، چې اوږدې خبرې په لنډو تکو کې راونغاړي، خو ساحل ځای ځای ځينې خبرې په ډېرو اوږدو جملو کې لیکلې دي .
همت مل بیا په ګزارش کې د ځينو کسانو د خبرو د نه لیکلو یادونه وکړه.
عرفان الله بیدار بیا د تېر په څېر په ګزارش کې د شاعرانو د نوم لړ په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل که چرته د هغه کسانو نومونه، چې په غونډه کې ګډون کوي ولیکل شي، نو د هغوی د هڅونې لپاره به يو ښه ګام وي.
د بیدار په وینا ګزارش ډېر ښه او روان لیکل شوی و.
زلمي بیا ګزارش ستړی کونکی وبللو  او زیاته يې کړه ګزارش ښه لیکل شوی، خو د ځينو کسانو خبرې دومره اوږدې وې، چې اوریدونکی او لوستونکی يې هسته کولو.
احمد سهیل د بیدار او زلمي سره په یوه خوله و او د شاعرانو د نوم لړ او د ګزارش د اوږدیدو خبره يې کوله .
بازمحمد عابد وویل تېره اونۍ غونډه سولې ته ځانګړې شوې وه په باور يې که د املوال د خبرو سره  د نورو ملګرو خبرې، چې د سولې په اړه يې کړې وې هم راخیستل شوې وې، نو ګزارش او غونډه دواړه به يې ښکلي کړي وو.
په ټوله کې ګزارش عابد ښه وارزولوو، خو د ګزارش لوستونکی د لوستلو  انداز يې خوښ نه کړ.
ضیاالدین همت مل بیا د ګزارش د کلیمي په اړه خپل نظر څرګند کړ نوموړي وویل که چرته په دې باندې فکر وکړي، چې د کزارش د کلیمې بدیل پیدا کړي .
باز عابد يې په ځواب کې وویل: دا مسله اوږدو خبرو او یو شمېر لویو استادانو پورې تړاو لري د عابد په وینا تر دې وړاندې هم په دې اړه د مشرانو لخوا بحثونه شوي دي، خو تراوسه پورې يې کومه مثبته نتیجه په لاس نه ده ورغلې .
پر ګزارش د خبرو ورسته حالید ټکان دريځ ته وبلل شو او د ژمنې سره سم يې خپله لنډه کیسه کرکتنې ته وړاندې کړه .
پر کیسې د بحث پیل احمد جمال جمال وکړ:
 نوموړي وویل هره کیسه یو نوم یاعنوان لري، خو حالد ټکان بیا دا کار نه دی کړی او کیسه يې بې نومه ده .
احمد سهیل هم د احمد جمال په تاید د کیسې د نوم یا عنوان خبره وکړه نوموړي همدارز وویل چې په کیسه کې ځينې تکراري کلیمې راغلې وې، چې ځای ځای يې د کیسې مزه بې خونده کړې وه .
سهیل همدارنګه د ځینو نامناسبو کلیمو خبره هم وکړه چې د لیکوال لخوا په کیسه کې کارول شوې وې لکه د چغار، مغار او داسې نورې د کیسې په یو ځای کې راغلي وو، چې ماشومانو په کوټه کې چغار مغار جوړ کړی و، نوموړي د چغار او ورسره مغار کلیمه سمه او پرځای ونه بلله .
خو محمود خزان يې په ځواب کې وویل ټکان هڅه کړې ، چې خپلې کلیوالې کلیمې وکاروي .
غزت اله ځواب د کیسې نثري برخه وستایله ،خو په وینا يې تراخره هم څوک نه پوهیږې چې د کیسې اصلي کرټر څوک دی. نوموړي هم د کیسې د عنوان خبره وکړه وې ویل په کیسه کې د کیسې نوم یا عنوان ډېر مهیم رول لري  او د کیسې یوه مهیمه برخه جوړوي.
تر ځواب ورسته بازمحمد عابد دریځ ته پورته شو او وې ویل ټکان، چې  زه ورته بیچاره وایمه ځکه چې د ده یو غزل، چې بیچاره ردیف لري زما ډېر خوښیږي او زما له خوانه يې د نن نه ورسته تحلص هم بیچاره شو.
 عابد زیاته کړه حالد ټکان نوی ځوان دی ما يې شعرونه لوستي دي، خو نثر يې په اول ځل لولمه ټکان کمال کړی دی او په ډېر هنري ډول کیسې ته ننوتی دی او د کیسې کرکټر هم خپله راوي یا کیسه کونکی دی، خو ولې پیل يې ډېر ښه کړی، خو بیا کیسه اوج ته نه رسوي او  په پای کې ځان خبریال ښي چې په سرکې يې د خپلې دندې  هیڅ یادونه هم نه ده کړې .
عابد که څه هم د کیسې د نثر ستاینه وکړه، خو په کیسه کې يې د ځينو ناشایسته کلیمو د کارولو په اړه هم خبرې وکړي نوموړي (خپله سوروره ږیره يې راواړوله) دې جمعلې ته په اشارې سره وویل د ږیرې لپاره باید داسې الفاظ ونه کارول شي او په ادب کې داسې کلیمو ته ناشایسته کلیمې وايي .
محمد نادر دانش هم په سرکې د کیسې د نوم په اړه خبرې وکړې او بیا يې د سورورې ږيرې د جمعلې په اړه زیاته کړه ټکان د اجمعله د هغه سړي د ظاهري شکل د انځورولو په خاطر کارولې ده، خو د دې پرځای  يې  که د ګڼې ږیرې الفاظ کارولي وو نو له انده يې ښه به وو.
 دانش همدارنګه د ځينو حقوقي او جزايي کلیمو په اړه چې په کیسه کې د لیکوال لخوا یادې شوې وې خبرې وکړې او په اړه يې معلومات ورکړل  نوموړي په ټوله کې کیسه ښه وارزوله او د حالد ټکان دا لومړۍ هڅه يې وستایله .
نوزاد شېرزاد هم په کیسه کې د تکراري کلیمو او د کیسې د کرکټر د دندې د نه روښنتیا خبره کوله نوموړي همدارنګه وویل په کیسه کې ډېرې داسې نامناسبې کلیمې کارول شوې وې  چې د متن خوند يې خراب کړی و لکه : چغار مغار کالي مالي او داسې نورې .
ولي محمد کنډیوال وویل زما په نظر همدا لویه خبره ده چې ټکان په دې  کم عمر کې د ټولنې د حالاتو څخه دومره متاثیره دی او درک کوي يې، خو د کیسې په لیکنې او ژبنې برخه کې  یو څه ستونزه وه.
د نوموړي په خبره کیدای شي چې ټکان خپله مطالعه ډېره کړي او ډېر لوستل وکړي په باور يې نثر لیکل به يې ورسره نور هم پیاوړي شي .
نوموړي په کیسه کې د پیعام په اړه وویل، چې  پیغام يې يو څه ګونګ دی او د لیکونکي نه اصلاي پیغام په نورو برخو کې پټ شوی دی.
کنډیوال همدارنګه ټولو نویو ځوانو لیکوالو ته لارښونه وکړه چې خپله هره نوې لیکنه چې کوي يې د لیکلو ورسته دې د یو څه وخت لپاره یوې خواته ږدي او بیا څه موده ورسته دې ګوري په باور يې ډېر زیات اصلاحات به پکې خپله راولې .
د ګنډونوال ترخبرو ورسته خپله د کیسې لیکوال دریځ ته وبلل شو، ټکان په سرکې له ټولو مننه وکړه چې نیکې مشورې يې ورکړې او د ځینو ملګرو په ځواب کې يې وویل :
زما  تجربه  په کیسه او نثر لیکلو کې کمه ده ځينې  هغه کلیمې  چې تکراري راغلې دي هغه مې د ډېر ټینګار په خاطر کارولې دي .
نوموړي د کرکټر د دندې په اړه وویل د کیسې موخه او هدف د کرټر دنده نه وه بلکې د ماشومانو تښتونه وه چې باید لوستونکو ته ښکاره شوې وه.
ټکان همدارنګه د ځینو هغو کلیمو چې د بحث کونکو لخوا پرځای کارول شوې کلیمې نه وې بلل شوې وویل ، د دې کلیمو له کارولو نه يې موخه د کلیوالي انځور وړاندې کول وو.
پر کیسه د کرکتنې ورسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې لاندې شاعرانو پکې خپل شعرونه وویل:
فرید الله ملاتړ، فضل حق سید، بصیر احمد تلاش، محمد اسحاق، ادریس خان، حالد ټکان، صابر شاه صاپی، سمندر ساحل، محمد نادر دانش، محمود خزان، ضیاالدین همت مل، عرفان الله بیدار، نوظت شېرزاد، غزت الله ځواب، احمد جمال جمال، بازمحمد عابد، محمد زمان سهیل، مقدس نور ستانکزی، خاورې منت بار، هارون خپلواک، استاد شېرحسن کمالزی، ولي محمد کنډیوال، کماالدین اظهار، خالد جمال، میوند شینواري او ایمل مړوند.
تر مشاعرې ورسته د غونډې مشر مېلمه باطن شاه اشنا دریځ ته وبلل شو او نوموړي د دا ډول ناستو او غونډو جوړیدل یو ښه او نیک ګام وبللو، خو تینګار يې وکړ چې  باید شاعران او لیکوال د هرډول فساد څخه ځان وساتي او په ريښتني ډول د ټولنې د حدمت لپاره ملا وتړي
ورپسې د غونډې کوربه نادرش دانش غونډه ښه وارزوله او یادونه يې وکړه چې د پیل نه ترپایه پورې هره اونۍ نوې څېرې او نوې ځوانان ګوري چې دا خپله د غونډې د ښه پرمختګ څرګندونه کوي .
دانش د غونډې پیل په ټاکلي وخت ټينګار وکړ چې باید ټول ملګري په ټاکلي وخت راشي .
په پای کې د راتلونکې اونۍ لپاره وټاکل شوه چې عابد صیب به د شعر په اړه معلومات وړاندې کوي او احمد جمال جمال به خپله لیکلې موضوع راوړي او خبرې به پرې کوي .
غونډه غرمه مهال پای ته ورسیده
Siamuden Pasarly

 

- پسرلی
بېرته شاته