(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات:ملاله یوسفزۍ په بریدکې ټپي شوه

[09.Oct.2012 - 09:53]

د امن مبارزه  ننګیاله ملاله یوسفزۍ په برید کې سخته ټپي ده. ملاله یوسفزۍ چې د ماشومانو نړیوالې جایزې ته نومول شوې او د پاکستان د حکومت له خوا ورته د ملاله یوسفزۍ په نامه د امن اېوارډ اخیستونکې نن په سوات کې د وسله والو په یوه برید کې ډېره سخته ژوبله شوېده. له دې سره د هغې د سکول درې نورې انجونه هم ژوبلې دي.
په سوات کې یو خبریال عیسی خانخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ملاله له خپله سکول ته کور ته له تلو سره سم چې څنګه په ګاړي کې سوره شوه، نو ویل کېږي دغه وخت یو کس راغلی او له ډرایوره یې تپوس وکړ چې په دغه انجونو کې ملاله یوسفزۍ کومه یوه، نو ډرایور ورته انکار وکړ چې دلته ملاله نشته په سکول کې یې تپوس وکړه. نو هغه سمدستي ډزې وکړې چې په کې ملاله پر سر ولګېدله، او د هغې د سکول یوه بله انجلۍ شازیه په لاس لګېدلې ده. او برید ګر په تېښته بریالی شوی دی.
ملاله یوسفزۍ د سیدو روغتون ته وړل شوې، ویل کېږي هغه ډېره سخته ژوبله ده. خو په رسنیو کې د ډاکټرانو له خولې ویل کېږي چې د هغې روغتیا له خطره بهر ده.
په کومه سیمه کې چې د ملالې خوشال پیبلیک سکول دی، هلته د ډي سي او دفتر، او سرکټ هاوس دی چې په کې د پاکستان پوځ په لږ واټن کې هلته دېره دي
ملاله یوسفزۍ له هغې وروسته په نړیواله او قامي کچه شهرت وموندلو چې کله په سوات کې اورپکو طالبانو د  سکولونو ورانولو لړۍ روانه کړه او په تېره د انجونو په زدکړو یې بندیز ولګاوه نو ملالې د تعلیم ضد دغه کړنو پر خلاف په واړه عمر قلم ته لاس کړ او تر خپله وسه یې په هر ځای کې خپل غږ پورته کړ.
ملالۍ  د ۲۰۰۹م کال په اوږدو کې د ګل مکۍ په نامه  د بي بي سي اردو پر ویباڼې په سوات کې د هرې ورځې پېښې لیکلې او هلته به یې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ پر نښتو تبصرې کولې چې څنګه د ښکلو سردرو د وطن اوسېدونکي سواتیان تر  ظلمه او وحشته لاندې ژوند تېروي.
ملالې یوسفزۍ ته په بیا بیا وسله والو طالبانو د مرګ دړکې ورکړې وې.

ناقانونه تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته ویلي چې د سولې سفیره ملاله یوسفزۍ  د دوی وسله والو ویشتلې ده.
د دوی یوه ویاند ویلي چې  ملالې یوسفزۍ د دوی پر ضد په څرګنده خبرې کولې نو ځکه یې وویشتله.
ننګیالې ملالې ته تر دې وړاندې هم اورپکو طالبانو په بیا بیا د مرګ دړکې ورکړې وې.
ننګیاله ملاله یوسفزۍ نن (نهې په ورځ)  د سوات په مېنګوره کې د خپل ښوونځي مخې ته په ګاړي کې سوره وه چې دوو وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې او له خپلو دووهمځولو سره یو ځای یې په ډزو وویشتله.
ننګیاله ملاله د ټپي کېدو وروسته په خصوصي هېلي کوپټرکې د درملنې لباره د پېښور پوځي روغتون ته یووړل شوه.
د هغې په سر کې ګولۍ لګېدلې ده. د دې تره احمدشاه له مشال راډيو په خبرو کې وویل چې دوی اوس ملاله سي اېم اېچ ته رارسولې ده او دا وخت د اپرېشن لپاره یې لومړني ټېسټونه ترسره کېږي. دی زیاتوي که څه هم په سي ټي سکېن کې د ملالې مغزو ته زیان نه دی رسېدلی خو د ډاکټرانو وروستي رپوټ ته په انتظار یو چې هغوی څه راته وايي. ملاله دا وخت بې هوشه ده

 

د پښتنو ستر مشر او د پښتون قامي وحدت لارښود ، مخور ملتپالی سیاسي مشرښۍاغلی  محمد افضل خان لالا وویل چې ننګیاله ملاله په ویشتلو نه مري بلکې دغه ډول بریدونه د پښتونخوا او پتېره د سوات د اوسېدونکو  هوډ او عزم  نور هم پخېږي او زیاتېږي.
دی وايي چې په سوات کې لا هم فسادیان ختم نه دي بلکې د هغوی ډلې لا هم فعاله دي.
افضل خان لالا د پاکستان پر ریاستي امنیتي ادارو غږ وکړ چې وسله وال دې له پټو ځایونو راوباسي او دې نیسي.

- مشال
بېرته شاته