(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختيځ ادبي بهیر ۱۳ او ۱۴ مې اونیزې غونډې راپور

[16.Oct.2012 - 12:47]

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۳مه او نیزه غونډه د د عرفان الله بیدار په ویندويۍ د (۱۳۹۱) کال  د تلې میاشتې په ۲۱مه د جلال اباد ښار د میودیتیک په انګړ کې ترسره کړه.
داغونډه چې د فضل حق  سید لخوا د قران پاک په څو مبارکو ایاتونه پیل شوه، مشر مېلمه يې دوست محمد دوست  او د کوربه  په څوکۍ انجینر طارق تسل ته د کېناستو بلنه ورکړل شوه.
په سرکې د تېرې غونډې د ګزارش لوستلو لپاره ایمل مړوند دریځ ته وبلل شو، د ګزارش له لوستلو ورسته ناستو ملګرو په ګزارش خپل نظرونه ورکړل.
پرګزارش د خبرو پیل محمد نادرش دانش  وکړ هغه وویل: زه فکر کومه بهیرواوالو ډېره ښه پریکړه کړی، چې ایمل مړوند يې د ګزارش لیکلو لپاره ټاکلی دی، په خبره يې ده کمال کړی دی او ګزارش يې داسې لیکلی دی، چې سړی ځان سره تېرې غونډې ته وړي او د غونډې ټول تصویر ورته مخ کې ګدي.
هغه زیاته کړه زه تېره اونۍ نه ومه، خو د ګزارش په اوریدلو مې داسې احساس وکړ، چې ګوندې تېره غونډه کې ناست یمه د دانش په وینا په ګزارش کې ،خو نه وه او تر ټولو يې ډېر خوند ماته د مړوند د لوستلو انداز راکړ.
بازمحمد عابد هم د ګزارش د زیاتې ستاینې ترڅنګ نیوکه درلودله، چې په تېره غونډه کې يې د حمزه بابا په بیت ډېرې خبرې کړې وې، خو په پوره ډول نه وې راخیستل شوې .
پر ګزارش ډېرې خبرې ونه شوې او د ناستو ټولو ملګرو لخوا يې د لیکلو او لوستلو ستاینه وشوه .
د غونډې په دوهمه برخه کې د حضرت یوسف یوسفزي د نشتون له امله ځوان بهیروال سید حضرت شیدا پاچا دریخ ته وبلل شو او د( موزیګي کټ) تر سرلیک لاندې يې خپله لنډه کیسه کرکتنې ته وړاندې کړه .
پر لیکنه د خبرو پیل ایمل مړوند وکړ، وې ویل که څه هم نثر ښه لیکل شوی دی او شیدا ښه هنري الفاظ کارولي دي، خو زه يې له دوه درې ځلو لوستلو ورسته هم په هدف پو نه شومه .
نقیب احمد اتل تر ډېره د لیکنې په لیکنۍ برخه وګړیدو او په لیکنه کې يې ګڼو لیکنۍ تېروتنو ته ګوته ونیوله.
 د اتل په وینا نوي ځوان لیکوال باید لیکنۍ برخې ته ډېره جدي پاملرنه وکړي او کله چې یوه لیکنه کوي او یايې کرکتنې ته وړاندې کوي باید څو ځله يې ولولي، چې لیکنې تېروتنې ونه لري د اتل په وینا لیکنۍ تېروتنې د لیکنې او هم د لیکنې د لیکوال په شحصیت بد اغزیز کوي .
اتل د لیکنې د جوړښت په اړه هم خبرې وکړې وې ویل: د شیدا پاچا لیکنه يې خوښه شوه هنري الفاظ لري، خو ولې کیسه ورته نه شو ویلی په وینا يې کوم توکي چې په کیسه کې وي د پاچا په لیکنه کې نشته دی او لیکنه يې یوه نثري لیکنه یاده کړه
محمد نادر دانش په سرکې د شیدا پاچا د همت ستاینه وکړه، چې په کم عمر کې يې خپله لیکنه د کره کتنې لپاره راوړې، خو زیاته يې کړه چې د لیکنې تراخره په دې تمه ومه، چې اوس به لیکوال د لیکنې غوټه پرانیزي، خو ترپایه د لیکنې موخه او هدف د تورو په اوبډنه کې ورک شوي و.
د دانش په وینا د لیکنې د عنوان په لوستو سړی فکر کوي، چې په دې اړه به پکې څه وي ، خو د تر پایه هم سړی نه پوهیږي، چې د لیکوال هدف څه دی او څه غواړي، خو په لیکنه يې ښه کلیمات ځای کړي دي په باور يې يو ښه ساده نثر يې لیکلی دی .
قاري عبدالله سهار هم د اتل سره په یوه خوله و، په وینا يې کیسه نه ده ځکه، چې کیسه ایز توکي پکې نشته او نثر هم ترېنه  یو څه ګډو وډ شوی دی یوازې د تورو اوبډنه يې کړې ده چې ښه يې کړې ده .
سهار تریوه بریده د دانش سره همغږی و او ویل يې، چې دا یو ساده نثر دی نوموړي د لیکوال د لوستلو انداز وستایلو .
ډاکټر بشیر احمد پرهر لیکنه یوه نثري لیکنه یاده کړه او ( لکه سړی چې خپله معشوقه د کور په انګړی کې وګوري) دا جمعله چې د ځينو ملګرو لخوا پرځای کارول شوی جمعله نه وه بلل شوی پرځای وبلله او زیاته يې کړه، چې داسې کیدای شی هغه د خپلو خبرو د پخلي لپاره ګډونوالو ته د بېلګې په ډول وویل: کله چې څوک د یوې اوږدې مساپرۍ ورسته په ناڅاپې ډول کور ته راشي او خپله مېرمن د کور په انګړ کې وګوري، نو همداسې یو انځور وړاندې کوي.
پرهر په ټوله کې لیکنه وستایله او په وینا، چې د لیکنې نه د لیکوال هدف تر ډېره د هیواد سره مینه څرګنده وي، خو یوازې دا همدف ېې یو څه ګونګ وړاندې کړی دی.
د پرهر په وینا شیدا پاچا، چې لا نوی ځوان دی راتلونکي کې ورته ډېرې هیلې کیدای شي .
بازمحمد عابد هم د شیدا پاچا عمر ته په کتو وویل: شیدا کمال کړی او په دې لیکنه کې يې د کلیمو ډېره ښه کارونه کړې ده د عابد په وینا زه هلمند یمه که پاچا همداسې مخکې لاړ شي نوډېر ژر به ډېرې ښې او کره لیکنې وکړي.
عابد ځوانانو لیکوالو ته لارښونه وکړه، چې د کیسه لیکلو لپاره د ټولنې له منځ نه ځینې ژوندۍ او پټې سوژې راوخلې او بیا يې کیسې کړې په باور يې د ژوندیو موضوعاتو نه ډېرې ښې کیسې جوړیدای شي .
هغه خپلې خبرې د کره والي په موحه د یو بهرني لیکوال یوه لنډه کیسه ګډونوالو ته په لنډ ډول وویله او په هغې يې خبرې وکړې، چې د کیسې لیکوال پکې د ټولنې یوه ژوندۍ موضوع راخیستې وه .
دوست محمد دوست هم په لیکنه کې لیکنیو نیمګړتیاو ته ګوته ونیوله، خو د شیدا پاچا جرت يې د ستایلو وړ وبللو. هغه په ټوله کې لیکنه وستایله چې ښه نثري لیکنه ده او په ډېرو هنري کلیمو لیکل شوې ده .
غزت الله ځواب بیا د لیکنې د هدف او موخې په اړه خبرې وکړې وې ویل، چې لیکنه تر ډېره ګونګه ده او په بیا بیا لوستلو يې هم لوستونکی په هدف نه پوهیږي، چې لیکوال څه غواړي.
د ځواب په وینا په ځينو ځاینو کې د الفاظو په کارونه کې هم ډېره مبالعه شوې ده او ځينې کلیمې په ځای نه دي کارول شوي.
محمد زمان سهیل وویل، چې لیکوال غواړي خپل خوب په خپله تعبیر کړي ده وویل که د مشهور کس پرځای د خوب د تعبیر لپاره د کوم ملا نوم یاد کړی شوی و له نظره يې ښه به راغلی و.
د ملګرو لخوا پر لیکنه له خبرو ورسته د ویاند لخوا خپله لیکوال دریځ ته وبلل شو شیدا پاچا په سرکې د ټولو ناستو کسانو مننه وکړه، چې د ده په لیکنه يې دومره خبرې وکړې او بیا يې په لیکنه کې د ځينو کلیمو او د لیکنې په جوړښت او موحه ګډونوالو رڼا واچوله.
د شید پاچا پر لیکنه له کرکتنې ورسته یوه ازاده مشاعره شوه چې لاندې کسانو پکې ګډون درلودلو.
محمود خزان، محمد نادر دانش، ضیالدین همت مل، هداین الله کامران، حالدټکان، محمد زمان سهیل، میرزا طارق، فرهاد الله اسیب، عبدالقدیر ملنګ، دوست محمد دوست، ایمل مړوند، سید حضرت الله شیدا، زمری غزیزي، الفت پاڅون، محمد طارق تسل،قاري عبدالله سهار، ډاکټر بشیر احمد پرهر، محمد اسمر سمر، نقیب احمد اتل، نیاز محمد صافی، غزت الله ځواب، سمندر ساحل، شریف راحل، فرید الله ملاتړ، بختیار، حفیظ الله نظیمي، صاحب الله عابد، هارون خپلواک، محمد نعیم زهیر، عبد الله هوډ، بازمحمد عابد، او فضل حق سید.
د غونډې په پای کې د  دې اونې د غونډې مشر مېلمه دوست محمد دوست دریځ ته وبلل شو نوموړي غونډه ښه وارازوله او غونډې ته په خپل وخت په راتلو يې ټينګار وکړ.
په پای کې د تېرې اونۍ  د کرکتنې لپاره الفت پاڅون د خپل شعر د راوړولو  ژمنه وکړه .
او په دې سره غونډه غرمه مهال پای ته ورسیده

د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴ مې اونیزې غونډې راپور

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۴ مه او نیزه غونډه د ( ۱۳۹۱) کال  د تلې میاشتې په ۲۹ مه په جلال اباد ښار  کې د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

دا غونډه سهار نهه بجې پیل شوه او غرمه ناوخته پای ته ورسیده.

غونډه د قاري عبدالله سهار لخوا د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت پرانیستل شوه او د بهیر د یو غړي حسنزي د پلار له وفات له امله ټولو بهیروالو هغه او د هغه کورنۍ ته د دعا لاسونه لپه کړل.

د غونډې مشري ډاکټر بشیراحمد پرهر کوله او د کوربه پرڅوکۍ ورسره احمد بختیار ساحل ناست و.

عرفان الله بیدار چې د تل په څېر يې د دریځ چارې پرغاړه درلودلې په سرکې يې ایمل مړوند ته وار

ورکړ او د تېرې اونۍ ګزارش يې بهیروالو ته واورولو.

پر ګزارش د خبرو پیل غزت الله ځواب وکړ، نوموړي وویل: د مړوند ګزارش لیکل او د هغه د لوستلو انداز دواړه د ستاینې دي، خو زما په باور که هڅه وکړي او د ګزارش په لیډ کې هره اونۍ نویوالی راولي دا به يې کمال کړی وي.

ضیاالدین همت بیا د ځواب په ځواب کې وویل : د مړوند د ګزارش لیکلو کمال په همدې کې دی، چې دی هره اونۍ په ګزارش کې نویوالی روالي او هر ګزارش يې له بل سره توپیر لري.

همت مل دا پله هم ګزارش وستایلو او وې ویل، چې د ګزارش لیکلو په برخه کې بهیر ډېر پر مخ تللی او مړوند په ډېر لګ وخت کې د ګزارش په برخه کې ډېر کار کړی دی.

صیام الدین پسرلي هم د مړوند د ګزارش لیکلو دود او طریقه وستایله او زیاته يې کړه، چې د مړوند د ښه ګزارش لیکلو ترڅنګ هغه ډېر تیز او پروخت ګزارش چمتو کوي .

په ګزارش ملګرو ډېرې خبرې ونه کړي او د بهیروالو لخوا يې د لیکلو او لوستلو دواړو ستاینه وشوه.

د غونډې دویمه برخه کرکتنې ته بېله شوې وه، چې حضرت یوسف یوسفزي خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ او ناستو ملګرو پرې د خپلو اندونو څرګندونه وکړه.

د غزل مطلع داسې وه:

ما که هیڅ نه د ي کړي تا لپاره

ووایه تا څه کړي مالپاره

محمود خزان وویل کې چېرې د ( تا ) پرځای ستا راشي له انده يې ښکلی به وي .

عبدالله سهار بیا د مطلعې په سپور والي وګړیدو وې ویل د غزل ترټولو مهیمه برخه د غزل مطلع ده، چې باید ښکلې وي او په ښایستو کلیمو کې رانغاړل شوي وي، خو د یوسفزي د غزل مطلعه ښه نه ده او ډېره سپوره ده .

غزت الله ځواب هم د سهار سره تریوه بریده همغږی و، په باور يې یوسفزی ډېر ښه شعر لیکي او دا مطلعه هم ډېره ښه محاوره ده، خو لګه سپوره ده او په ستغ ډول پکې د تورواو کلیمو کارونه شوې، چې له امله يې د بیت شعریت زیان من کړی دی.

صاحب الله عابد بیا مطلعه وستایله، هغه وویل دې ډول د تورو کارونې ته موږ په ادبیاتو کې ادبي مقابله وايو، چې نیم بیتي د یو بل تزاد وي او یوسفزي همداسې یوه د کلیمو کارونه کړې، چې ادبي مقابله يې رامنځ ته کړې او بیت ته يې ښکلا ورکړې ده .

ډاکتر بشیر احمد پرهر وویل په بیت کې شعري ښکلا ته پام نه دی شوی په باوريې که دا بیت داسې شي، نو ښه به راشي: ما که هیڅ نه دي کړي تا لپاره ـــــ ما به نو څه کړي وي ما لپاره.

د عزل پر مطلعه د ملګرو له خبرو ورسته ویاند دویم بیت ولوستلو، چې داسې و:

تا د خپل ځان لپاره هیڅ ونه کړل

ته به نو څه وکړې زما لپاره 

صداقت غورځنګ وویل د دې بیت په ګډون ټول غزل ښه او روان دی، خو په باور يې د تکراري کلیمو کارونې يې ځای ځای خوند خراب کړی دی، نوموړي وویل د کلیمو ډېر تکرار د شعر خوند له منځه وړي.

محمود خزان بیا د غزل دا بیت خوښ کړ.

ځواب هم د بیت ستاینه وکړه او وړاندې يې وویل: (( زما په اند په دې بیت کې شاعر ډېر ښه انځور وړاندې کړی ځکه ترټولو ځان مهیم دی چې یوڅوک د خپل ځان لپاره څه نه شي کولی نو د بل چا لپاره به يې څنګه څه کړي وي او ډېر ښه پیغام له ځان سره لري.))

د غزل دا بیت د ډېری ملګرو لخوا وستایل شو او دریځوال دریم بیت ته لاړو داسې و:

دا ته چې وايې راته مه راګوره

سترګې به وباسمه ستا لپاره

ځواب وویل ښه بیت دی خو مبالعه پکې شوې ده، د ځواب دې خبرې سره څوک همغږي نه او یو شمېر ملګرو يې په ځواب کې وویل، چې په شعر کې مبالعه ستونزه نه پیدا کوي او ډېرو لویو شاعرانو هم دا کار کړی دی.

همت مل بیا بیت وستایلو او زیاته يې کړه، چې په دې بیت کې يې خپل جانان ته د سترګو ویستلو خبره د اختار په ډول کړې ده یانې د غوسې نه يې ورته ویلې، چې وايې مه راګوره نو زه سترګې وباسمه ستا لپاره.

انجینر راحت ګل زیارمل بیا په دې بیت کې حیال او تصویر تکراري وبلل وې ویل: تردې وړاندې هم ډېرو نور شاعرانو دا حیال او تصویر په تورو او کلیمو کې وړاندې کړی اودلته ورته یو تکراري حیال ښکاره شو. هغه زیاته کړه نوي ځوانان دې هڅه وکړي چې نوي او تازه تصویرونه پیدا کړي.

ورپسې څلور وویل شو چې داسې و:

سر مې په لاس کې دی نیولی راغلم

ستا د خوږې مینې سودا لپاره

عبد الله سهار بیا بیت خوښ کړ او وې ویل دا بیت ډېر ښه بیت دی او یو تاریخي شالیډ لري په وینا يې د انسان په ټول تن کې ترټولو قیمتي  او ارزښتمند شی سر دی، خو دلته يې د خپل اشنا نه خپل سر قربان کړی دی سهار د بیت د تاریحي شالیډ په اړه دلته د یوسف ع کیسه یاده کړه او بیت ټولو خوښ کړ.

پینځم بیت د غزل داسې و:

زما شعرونه اولادونه زما

رالویوم يې د سبا لپاره

ځواب وویل شعرونو ته د اولادونو ترکیب اول کاروان کارولی دی، خو دلته په رلویومه يې د سبا لپاره پو نه شومه .

ډاکټر پرهر يې ځواب کې وویل چې د یوسفزي موخه دلته د رالویولو نه د شعرونو د پخولو ده.

او د غزل ور ستی بیت یا مقطع په دې ډول وه:

زه یوسفزی ورسره بیا پحلا شوم

خدایه فقط ستا د رضا لپاره

همت مل په بیت کې د پیعام په اړه خبرې وکړې په وینا يې د خلکو او مسلمانانو لپاره پکې ډېر ښه پیغام وړاندې شوی دی، چې یو بل سره د الله د رضاه لپاره پخلا شي.

راحت ګل زیارمل هم د د مقطعې د پیغام په اړه خبرې وکړې او وۍ وېل په دې اړه د رسوالله ص یو حدیث شریف هم شته، ((هر هغه څوک چې د الله د رضا لپاره د یو چاسره مینه کوي، هر هغه څوک چې د الله د رضا لپاره یو چاته ډالۍ ورکوي، هر هغه څوک چې د الله د رضا لپاره د یو چانه یو شی منع کوي او هر هغه څوک چې  د الله د رضاه لپاره د یو چانه کرکه کوي، دوی به جنت ته داخلیږي.))

د زیارمل په وینا په دې بیت کې د خلکو په ځانګړې توګو د مسلمانانو لپاره په کې ډېر ښه پیغام وړاندی شوی دی.

د غزل په ورستي بیت ډېرې خبرې ونه شوې او په ټوله کې د بهیروالو لخوا د یوسفزي د غزل ستاینه وشوه او هغه ته يې نیکې مشورې او د لا پرمختګ دوعا وکړه.

د دریځ وال لخوا خپله د شعر وینا وال ته بلنه ورکړل شوه حضرت یوسف یوسفزي د ټولو ملګرو نه مننه وکړه، چې د هغه پر شعر يې خپل نظرونه ورکړل، وې ویل دومره تمه يې د خپل غزل نه وه، چې ملګري به پرې دومره خبرې کوي او بیا يې په شعر د مبالعې په اړه د بېلګې لپاره د څو نوموتو شاعرانو ځینې بیتونه ګډونوالو ته وویل.

د غونډې په دریمه برخه کې یوه ازاده اختریزه مشاعره وشوه، چې په په ننګرهار کې د تابان ټلویزون لخوا ثبتیدله او لاندې کسانو پکې خپل شعرونه وویل:

جمال ثاقب، صداقت غورځنګ، صیام الدین پسرلی، زمری عزیزي، عرفان الله بیدار، ایمل مړوند، عبدالقدیر ملنګ، حضرت یوسف یوسفزي، انجینر طارق تسل، احمد بختیار ساحل، صاحب الله عابد، انجینر غزت الله ځواب، معروف، بریالی شباب، شفیق الله نایل، اکرام الله اکرام، انجینر راحت ګل زیارمل، محمد جواد شباب ماشوم، حالد ټکان، اکمل ظاهر، جانان زمری، کمال الدین اظهار، عبد الله هوډ، سلطان غزیز عزام، سمندر ساحل، فرید الله ملاتړ، خاورې منت بار، کفیل نیازی،  ډاکټر بشیر احمد پرهر، عبدالله سهار، او ضیاالدین همت مل.

تر مشاعرې ورسته د غونډې مشر مېلمه ډاکټز بشیر احمد پرهر دریخ ته وبلل شو نوموړي غونډه ښه وارزوله او زیاته يې کړه نن ډېر خوښ دی، چې ډېره موده ورسته د داسې یو ادبي ناستې ویاړ لري هغه وویل د دوی په وخت کې هم غونډې کیدلې، خو داسې په حلاص مټ دوی خپل ادبي کړنې نه شوې تر سره کولې، په وینا يې نن د ډېرې خوښې ځای دی، چې موږ په داسې یوه شانداره ادبي غونډه کې سره په بېغمه زړه راټول شوي یو.

ډاکتر پرهر د ټولو بهیروالو نه هیله وکړه ،چې د بهیر او خپل شحصي کارونه سره جلا کړي او بیرونۍ مسلې دې بهیر ته نه رواړي ترڅو بهیر همداسې په یو سپیڅلې اراده مخکې لاړ شي .

هغه بیا هم ټینګار کولو او له ټولو یې غوښتنه کوله، چې بهیر ته دې د یو جلا کار په ډول فکر وکړي او هره اونۍ دې په غونډو کې په خپل ټاکلي وخت ګډون وکړي .

پرهر وویل په دې ورستیو کې د نویو پرمختګو سره داسې فکر پیدا شوی وه، چې ګوندې شعر کمزوری شوی او د حتمیدو خواته روان دی، خو زه خوښ یمه او د داسې غونډو په شتون او جوړیدو کې به شعر ډېر پرمختګ وکړي او نوي ځوانان به يې تر موږه  ښه وپالي .

د ډاکټر بشیر احمد پرهر ترخپرو ورسته غونډه غرمه مهال د دوعا په کولو سره پای ته ورسیده .

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
 
- ایمل مړوند
بېرته شاته