(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتني کلتور د ودې او هڅونې زېرۍ

[09.Nov.2012 - 23:08]

پښتونخوا حکومت د پښتني کلتور او هنرونو د ساتنې او ودې لپاره د کلچر ډايريکټريټ  مشر وايي که څه هم وسايل ورسره لږ دي خو له تېر کال راهيسې يې د کلتوري چارو د پرمختګ په موخه يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي. د نوموړې ادارې ډايريکټر پرويز ثبت خېل وايي، چې ډېر ژر به یوه  کلتوري  تګلاره جوړه شي، چې خپلې چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.
(( د ۲۰۱۱م کال په اپريل کې، چې ميا افتخار حسين ته وزارت ملاو شوی دی، په هم دغه کال د ۳۰نه واخلې تر ۴۰کروړه روپيو پورې بجټ تر لاسه شو. هيڅ انفراسټرکچر نه و، وداني نه وه، اوس هم نشته، په نشتر هال کې يې ډايريکټريټ ته يو دوه کوټې ورکړې دي. خو ډېر ژر به خپل يو عمارت ولري. نو په روان کال کې موږ سټيج وکړو، مېلې مو جوړې کړې، کتابونه مو چاپ کړل، د هنرمندانو لپاره مو روزګار سکيم پيل کړو. موږ يوه کلچرل پالېسي جوړول هم پيل کړي دي، چې که سبا ته دا حکومت لاړ هم شي، خو چې د کلتور د پرمختګ په موخه پيل شوي کارونه و نه درېږي.))    

ادارې لګيا ده پياوړې کېږي، نو راتلونکي ته هيله من يو او د مايوسه کېدلو ضرورت نشته

ډایرېکټر پروېز ثبت خېل

د پېښور په اسلاميه کالج کې د پښتو ژبې استاد او پېژندل شوی شاعر او ليکوال اباسين يوسفزی وايي، د کلچر ډايريکټريټ له چارو او هڅو خوښ دی او د دوئ کارونه  د ستاينې وړ او ګټه ور بولي.
((کلچرل ډايريکټريټ د خدای پاک له طرفه زموږ په ثقافت او تاريخ باندې يو خصوصي رحم دی. دوئ کار روان کړی دی. هم د کلتور د محکمې په لارښونه موږ تېره جنوري مياشت په نشتر هال کې په رحمان بابا يو تهييټر ډرامه وکړه، کومه چې خلکو ډېره زياته خوښه کړه او تهييټر بيا راژوندی شو. زما په خيال دا څيزونه د هر کلتور لپاره ضروري وي خو په اوسنيو حالاتو کې  يې پښتون کلتور ته بې حده زيات ضرورت دی.))   
په پېښور کې ځوان سندرغاړی بختيار خټک، چې په دې وروستيو کې يې له کلچر ډايريکټريټ سره په ګډه د موسيقۍ يو شمېر پروګرامونه ترتيب کړي دي، وايي چې يادې ادارې د عمر خوړليو پښتنو هنرمندانو د خير ښېګڼې چارو ته خصوصي پاملرنه کړې ده.
((زموږ يو شمېر هنرمندان په دې وروستيو کې د ډېرې لاچارۍ په حالت کې مړه شول. نو د هغوئ لپاره هم دوئ يو فنډ مختص کړی دی. دغه راز چې چې کوم ژوندي دي، د هغو لپاره يې هم وظيفې مقرر کړې دي او ورته د روزګار د موقعو برابرولو لپاره هم هلې ځلې کوي.  باقاعده يوه کميټي يې جوړه کړې ده او هر څه چې کوي، د کمېټې د غړو په سلا يې کوي.)) 
اباسين يوسفزي په خپلو خبرو کې وويل، کلچر ډايريکټريټ د يوه ځانګړي عمارت په جوړولو کار پيل کړی دی، چې په بشپړېدو سره به يې د نورو هنرونو تر څنګ د موسيقۍ د هغې زده کړې تر لاسه کولو ته زمينه برابر شي.
((د هنرونو په حواله چې موږ خبره کوو نو په مياشت کې به د هر هنر، که هغه موسيقي ده، که شاعري ده،  که مصوري ده، او که د هغې نه علاوه، ښه ترکاڼ، موچي او يا نايي دی، دوئ ټولو ته به د خپلو خپلو هنرونو د پر مخ بېولو موقع ورکول وي. د نشتر هال تر شا په يوه عمارت کار روان دی، چې ټولو هنرونو ته په کې ګېلرۍ ځانګړې شوې دي او د زده کړې کوټې په کې دي. د موسيقۍ لپاره په کې بيل شاندار ځای دی. په کال نيم کې به دغه عمارت جوړ شي، چې ورسره به د موسيقۍ د زده کړې لپاره د ځای د نشتوالي مساله هم حل شي، انشا الله.))  
د کلچر ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل، سربېره پر دې چې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې امنيتي وضيعت د تسلۍ وړ نه دی، هيله وښوده چې ياده اداره به پياوړې شي او د پښتني کلتور د ودې او بډاينې لپاره به لا ډېر کار وکړي.
(( ادارې بايد جوړې شي. په موقتي او لنډ مهالو پروګرامونو کار نه کېږي. نو د ډايريکټريټ په وجود کې راتلل، او بيا د دې دغه نوښتونه، چې که فرض کړه د هر چا حکومت راشي، خو دا څيزونه به په څه نا څه شکل کې برقرار وي. ادارې لګيا ده پياوړې کېږي، نو راتلونکي ته هيله من يو او د مايوسه کېدلو ضرورت نشته.)) 
پښتانه هنرمندان وخت په وخت له حکومتي ادارو د مرستو غوښتنه کوي چې نړۍ ته د پښتني تاريخ او کلتور سپېڅلې او سوله ييزه بڼه ورښکاره کړي 

مشال راډيو

- هارون باچا
بېرته شاته