(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکتر عظم په مړینه دPSDPد خواخوږۍ پیغام

[17.Nov.2012 - 12:31]

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبی منلی، خوږ ژبی ،ادیب،شاعر،نوميالى،ليکوال او ډرامه لیکونکې ډاکټر محمد اعظم اعظم پرون د جمعي  په ورځ د ۲۰۱۲ ع کال د نوامبر د میاشتي په ۱۶ مه نیټه  په پیښورکې د خپلي ورپيښې ناروغۍ له امله د ۷۱ کلونو په عمر  لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي.      وانالیه وانالله راجعون

د ارواښا د ډاکټر اعظم د جنازې لمونځ به نن د چارسدې په رځړو کې ادا کیږي او هم هلته به په خپلهپلارنۍهدیره  کې خاورو ته سپارلې کیږي

ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم په کال 1941م کې  دډسمبر دمياشتې په 21مه نيټه د چارسدې په رځړو سيمه کې زيږيدلى ؤ.په پښتو ادب کې ډوکتورا  لرله، دادب په ډګر کې ئی له  اجمل خټک اوامیر حمزه شینواری نه الهام اخیستی ؤ.  د پیښور پوهنتون د پښتو ادبیاتو د څانګې مشر،د پېښور اسلامیه کالج د پښتو د پروفیسراو د پښتو ادبي بورډ د مشر په توګه ئې په یبلا بیلو وختونو کې  کار کړی دی.

ګڼ شمیر  نیوه کیزي (تنقيدي)اوڅیړنیزي مقالې اود شپيتو په شاوخوا کې ئی ډرامي لیکلي دی چې  مشهورو ډرامو کې يې خاندان،سفر،سيوري او ستوري ، سمندر، ناموس،روښانه تيارې ، خوبونه، ستړې مشې او ورکې لارې،پښتني رومانونه،ځمکه او اولس د یادولو وړ دی .
ډیر ارزښتناک کتابونه ئی چاپ کړی  چې د پښتو افسانه،تحقیق او تنقید،لشې،په پښتو ادب کې کردارنګاري،رحمان بابا د ولس شاعر،پښتني رومانونه،د عقیدت ګلونه اواندازونه ډیر شهرت لری او ديو شمير غربي شاعرانو نظمونه ئی هم پښتو ته ژباړلي دي.دآدمجي اېوارډ (۱۹۶۳)،پاکستان لیکوالانو ټولنې ګیلډ اېوارډ(۱۹۶۵)(۱۹۷۸) پي ټي وي زرو تمغه  (۱۹۸۹)،تمغه امتیار (۱۹۹۰) او داسی نوري جابزي ئی اخستي دی.

ارواښادډاکټر محمد اعظم اعظم د پښتو ژبي، کولتور، هنر او ادب  د بډایني لپاره د ستاینی وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی کړی چې پښتون ملت به ئی تل یاد ساتي.
، د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د ډاکټر محمد اعظم اعظم مړینه  لر او برپښتون اولس ته يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي .    روح دی ښاد او ياد يي تازه

په درناوي

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

De Pakhtanu Tolanez Walaswalez Gund

Dr.Mohammad Azam

 

 

- PSDP
بېرته شاته