(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افضل خان لالا د ګډې غونډې وړانديز وکړ

[20.Nov.2012 - 13:28]

محمدافضل خان لالا ولسمشر کرزي ته د يوې ګډې غونډې وړانديز وکړ

فضل قادرانډیوال

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩١): د پښتنو ملتپال سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړي محمدافضل خان لالا افغان ولسمشر ته د "ترورېزم او افراطيت" د له منځه وړو لپاره د ګډې غونډې وړانديز وکړ.

د ولسمشر د وياند له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمدافضل خان لالا دغه څرګندونې د افغان ولسمشر حامد کرزي د ليک په ځواب کې په رالېږل شوي ليک کې کړې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي محمدافضل خان لالا او د پاکستان نورو سياسي او مذهبي مشرانو ته د تروريزم او افراطيت پر خلاف د عملي او جدي ګډې مبارزې د همکارۍ او دغه راز پر ملاله يوسفزۍ د بريد د غندلو لپاره ليکونه لېږلي وو.

محمدافضل خان لالا د ولسمشر حامد کرزي د ليک په ځواب کې، له ده څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې ويلي: "تاسو چې په کوم اخلاص، پوهه او فراست د تروريزم پر خلاف مبارزې ته متوجه شوي ياست، که د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري تاسو ته کلک لاس درکړي او د پاکستان او افغانستان ولسونه ستاسو شا ته ودرېږي، کاميابي يقيني او لازمي ده."

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتنو دغه ملي مشر د تروريزم او افراطيت د له منځه وړو لپاره د يوې ګډې غونډې وړانديز کړی، ويلي يې دي، چې که د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ د ډيورنډ کرښې له دواړو خواوو څخه د ولسونو يوه ګډه غونډه جوړه شي، تر ډېره حده به د دې ستونزې مخه ونيول شي.

محمدافضل خان لالا، په خپل ليک کې زياته کړې، چې په ۲۰۰۷ميلادي کال کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ او لارښوونه په کابل ښار کې يوه قومي جرګه جوړه شوه چې له ۱۸۹۳کال وروسته يو مهم ګام و او دويمه غونډه يې په اسلام آباد کې جوړېدونکې وه خو د پاکستان مشرانو لېوالتيا ونه ښوده.

لالا ټينګار کړی، چې که د دې جرګې بيا احياء وشي، نو د مصيبتونو او ترورېزم د له منځه وړلو لپاره به ډېره اغېزمنه پرېوځي.

دغه راز د ولسمشر د وياند دفتر ليکي، چې حامد کرزي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پخواني مشر قاضي حسين احمد سره په ټيلېفوني اړيکه کې له دې امله خوښي څرګنده کړه چې هغه ( قاضي حسين احمد) له ځانمرګې بريد څخه ورغ ووت.

 ياد ځانمرګى بريد تېره ورځ مومند اېجنسۍ د ګنداب په سيمه کې د قاضي حسين احمد د موټرو کاروان ته څېرمه ترسره شو چې له امله يې د حسين احمد د يوه ساتونکي په ګدون پنځه تنه ټپيان شول

 په دې اړيکه کې دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو پر ګډه همکارۍ ټينګار وکړ.

یادونه. د حکومت د رسنیو د خبر له مخې د افغانستان د جمهور رئیس لخوا نوموړي لیکونه د پاکستان جمهور رئیس ښاغلي آصف علي زرداري، صدراعظم ښاغلي راجا پروېز اشرف، د مسلم لیګ ګوند مشر ښاغلي نواز شریف، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر ښاغلي قاضي حسین احمد، د تحریک انصاف ګوند مشر ښاغلي عمران خان، د مسلم لیګ ګوند د قائد اعظم څانګې مشر چودري شجاعت حسین، د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي، د ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان، د جمعیت العلماء اسلام د فضل الرحمن ډلې مشر مولانا فضل الرحمن، د جمعیت العلماء اسلام سمیع الحق ډلې مشر مولانا سمیع الحق، د پښتنو ملي مشر محمد افضل خان لالا، د پیپلز ګوند شیرپاو ډلې مشر آفتاب احمدخان شیر پاو، د بلوڅو مشرانو، سردار عطاءالله منګل، میرحاصل خان بزنجو او نوابزاده طلال بګټي او د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسین ته لېږل شوي دي

- انډیوال
بېرته شاته