(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبريالانو ته د انلاين ژورنالېزم ...

[20.Nov.2012 - 23:40]

۱۲تنو خبريالانو ته د انلاين ژورنالېزم زده کړې ورکړل شوې

ننګرهار ميديوتيک (رسنيز کور)د ۲۰۱۲ کال د نومبر مياشتېپه ۱۸ مه نېټه د ((انلاين ژورنالېزم))تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ جوړ کړى و،چې  د بېلابېلو رسنيو څخه ۱۲ تنو ځوانو ژورنالستانو په کې ګډون کړى و.

په پيل کې دننګرهارپوهنتون استاد پوهنيار محمد داود وفا د ننګرهار رسنيز کور په استازۍ لنډه وينا واوروله،ده درسنيزکورد فعاليتونو او  ورکشاپ په اجنډا خبرې وکړې.

په دغه ورکشاپ کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبياتو د پوهنځي استاد شمسالرحمن عادل له خوا په  نظري او تيوريکي  شکل ګډونوالو ته لکچر ورکړل شو.

دورکشاپ په دويمهورځ  صيام الدين پسرلي چې دغه برخه کې په کافياندازه تجربه لري  په عملي ډول ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل: ((دا چې انلاين ژورناليزم په افغانستان کې يوه نوېپديده ده، ډېری ژورنالستان له دغې موضوع سره اشنا نه دي، له بلې خوا ددې موضوع ضرورت هم ډېر احساسېږي؛نو ننګرهار رسنيز کور چې د فعاليتونو له جملي څخه يو د ځوانو ژورنالستانو روزل دي، دغه ورکشاپ يې رابللی و.))

ننګرهار ميديوتيک له ٢٠٠٨ کال را په دېخوا په سيمه کې د رسنيو د پياوړتيا او پراختيا په موخه وخت نا وخت ورته پروګرامونه جوړ کړي دي.

په درنښت

ننکرهار رسنیز کور

- پسرلی
بېرته شاته