(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت پرله پسې ۱۸۵ او ۱۸۶ ګڼه له چاپه راووته

[26.Jul.2006 - 20:28] سرلیکنه د دعوت د ۱۷۱ او ۱۷۲ پرله پسې ګڼې سرلیکنه چې یو وار بیا یې خپرو ولې په کابل کې د پښتنو له پاره پښتو ښوونځي نشته؟ د دعوت په پرله پسې ۱۶۲ او ۱۶۳ ګڼو کې مو د ژبو د انډول او د هیواد په پلازمینه کابل کې د پښتو ښوونځیو د نشتوالی یادونه وکړه. دعوت د هیواد دننه او بهر لومړنۍ افغاني خپرونه وه چې دې خورا حیاتي مسئلې ته یې وغوښتل د حکومت د مسئولینو او هیودوالو پام راواړوی. نوموړې لنډه یادونه د یو شمیر هیوادوالو له لورې په ګرمه بدرګه شوه او زموږ دې کار او یادونې ته یې د قدر او درناوي په سترګه وکتل او په ټینګه یې غوښتنه وکړه چې دا خورا مهمه مسئله چې د تاریخ په اوږدو کې ورته پام نه دی شوی او یا چا پرې غوږ نه دی ګرولی باید میدان ته راویستل شی. اوس چې هر څه د سره نوی او جوړیږی او د وخت غوښتنه هم ده چې نور باید د کابل د بومی او شریفو اوسیدونکو نه د مورنۍ او پلرنۍ ژبې حق وانخیستل شی، د هیواد د نورو سیمو په څیر د اساسی قانون په رڼا کې ورته پخپله خدای ورکړې ژبه د ښوونې او روزنې زمینه برابره شی. ښوونه او روزنه د هر ماشوم، ځوان او پیغلې حق دی او هیڅوک یې ترینه نه شي اخیستی. موږ پخپله پخوانۍ سرلیکنه کې هم ویلی وو او بیا وایو چې د کابل ښار او ولایت اوسیدونکو غوڅ اکثریت پښتانه دی او دغه غضب شوی حق باید بیرته ورته ورکړل شی. که د پخوا په څیر دې مسئلې سره سرسري او اواګیر چلند وشي نو پایلې به یې د هیچا له پاره ښې نه وي. دا په دې مانا چې د نورو ژبو د اوسیدونکو حق باید ونخوړل شی او هم د یوې ژبې او قوم حق باید بل چاته ورنکړل شي. د دعوت په نظر دا د ملي یووالي او یوې یو موټی افغاني ټولنې د جوړیدو کیلي ده چې هر افغان ته باید د قانون دننه خپل حقه حقوق ورکړل شي او که نه د حقوقو خوړل به د نفرت او کرکې د زیاتیدو پرته بل څه نه وی. موږ یو ځل بیا خپل مسئولیت پوره کړ دا اوس په نورو او په ځانګړی ډول د افغان دولت د چارواکو پورې ده چې د ولس دا حق پوره او د ښوونې او روزنې په برخه کې دا بې عدالتي او د نه منلو وړ بې انډولۍ ته د پاۍ ټکئ ږدي او که نه؟. تر ټولو مهمه دا پخپله د کابل د خلکو او اوسیدونکو پورې ده چې د ځان، خپلو ماشومانو او راتلونکو نسلونو له پاره پخپله مورنۍ ژبه د ښوونې او روزنې غوښتنه وکړي. *************************ه غواړي چې د دعوت هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانې وکړۍ خپله کلنۍ ګدون بيه چې ۵۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی : DAWAT P.O.Box. 289, 2001 Lillestrom Norway د بریښنا لیک پته: [email protected] ټلیفون : 63 84 43 85 او 90856195 فکس: 63 84 43 84 -
بېرته شاته