(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ختيځ ادبي بهیر د۱۷مې غونډې ...

[08.Dec.2012 - 11:40]

د ختيځ ادبي بهیر د ۱۷ مې اونیزې غونډې راپور ــ ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۷ مه اونیزه غونډه د ( ۱۳۹۱ ) کال د لړم په ۱۹ مه نیټه د تکړه شاعر او لیکوال نورالحبیب نثار په کوربه توب د جلال اباد ښار د میودیوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

داغونډه چې پرانیسته يې شکرالله قلندري د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت  وکړه د ویندویۍ چارې يې د تل په څېر د عرفان الله بیدار په غاړه وي او د مېلمنو پرڅوکویو له پېښوره راغلی مېلمه عماد الدین دوران، ډاکټر صداقت او عمران الله خنجر ناست وو.

د دود سره سم په سرکې د تېرې اوونیزې ناستې د ګزارش د لوستلو لپاره ایمل مړوند دریځ ته وبلل شو او ګډونوالو ته يې ګزارش واورولو.

پر ګزارش د خبرو پیل انجینرستانه میر زهیر شینواري وکړ، وې ویل : (( ګزارش ډېر ښه او روان لیکل شوی و او ترپایه يې ډېر ښه تسلسل درلودولو، خو مړوند په ډېره تیزه لهجه ولوستلو))

راحت ګل زیارمل هم د مړوند د ګزارش لیکنې ستاینه وکړه، خو دا پله يې د لوستلو انداز خوښ نه کړ او زیاته يې کړه، چې کزارش يې تېز ولوستلو او لکه ځان  يې چې ترېنه خلاصولو.

خوشال دوراني بیا په ګزارش کې د ګډونکونکو د نوم لړ په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې که چېرته د برخوالو نومونه د د غونډې د ارزونکي له خبرو ورسته یانې د ګزارش په پای کې راشي له انده يې ښه به وي.

پرګزارش ډېرې خبرې ونه شوې او ناستو اکثره ملګرو يې د لیکلو ستاینه وکړه، خو دا پله يې د مړوند د تېز ګزارش لوستل خوښ نه کړل.

د ناستې دوهمه برخه چې کره کتنې ته ځانګړې شوې وه  پیل او د ژمنې سره سم ځوان شاعر الفت پاڅون دریځ ته وبلل شو او خپل غزل يې د کرکتنې لپاره وړاندې کړ.

د غزل مطلع په دې ډول وه:

شپه مې تېره کړې په سلګو سلګو

اوس هم باران اوري په شیبو شیبو

عزت الله ځواب په ټوله کې مطلع خوښه کړه او په وینا يې، چې روانیت پکې شته دی، خو ردیف نه لري، د هغه په وینا پاڅون وویل، چې غزل يې راوړی دی، خو دا څلور بیتونه دي او غزل باید تر پینځو او شپږو بیتونو کم نه وي، خو د ځواب دې خبرې سره ډېری ملګري همغږي نه و او ویل يې، چې په پخوانیو شعرونو کې ان  غزل درې بیتونه هم راغلی دی او دايې کومه ستونزه ونه بلله .

عابد  وویل. یو وخت دغه بحث قلندر مومند ته هم وړاندې شوی و، چې غزل دې څو بیته وي. ؟ او هغه څلوربیتونو ته هم غزل ویلی دی.

نثار د پخوانیو شاعرانو ځينې بېلګې یادې کړې، چې له مطلعې او مقطې غیر یو بیت غزلونه هم لیکل شوي دي .

عابد هم د غزل مطلعه وستایله چې ښه روانه ده .

خوشال دوراني بیا فروپي تېروتنو ته ګوته نیوله او په خبره يې، چې د شعر په لیکنۍ برخه کې ستونزه شته دی او د یاګانو خیال پکې نه دی ساتل شوی، ترڅنګ يې  د مطلعې د نیم بیتیو ترمنځ په تړاو هم وګړېدو چې په خپلو کې يې سره نه لري.

رحت الله حکیمي بیا د مطلعې خیال او توري ټول تکراري وبلل او په خبره يې، چې نوي يې څه نه دي وړاندې کړي او تکراري قافیه او خیال يې راخیستی دی.

هجرت الله اختیار بیا د غزل مطلع وستایله او زیاته يې کړه، چې ډېر ښه تصویر پکې پروت دی د هغه په وینا شاعر دومره ژړا کړې ده، چې ترسهار يې د اوښکو باران ورولی دی.

شکرالله قلندري هم تریوه بریده د اختیار د خبرې تائید کولو او ویل يې، چې دی د یو اوږده غم خبره کوي یانې شپه يې هم په سلګو سلګو تېره کړې او سهار هم په اوښکو لمانځي.

میوند شینواري که څه هم بیت تکراري بللو، خو باران او اوښکې يې پکې یوه ښه استعاره وبلله.

او د غزل اول بیت په دې ډول و:

غاړه راته راکړه او راوګوره

زه دې نه مړیږم په کتو کتو

ځواب وویل په غاړه ورکولو کې کتل نه کیږي، په وینا يې یا به دیدن غواړي او یا به غاړه.

زهیر شینواري بیا د اول بیت په تصویري برخه خبرې وکړې، وې ویل ډېر ښه او روان بیت دی. د شینواري په وینا د کتلو غوښتنه د د غاړې ورکولو نه مخکې شوې ده، چې ګوره غاړه به هم راکوې او راته به ګورې هم .

ډاکټر پرهر هم د شینواري سره همغږی و، چې د غاړې نه مخکې ورنه د کتلو غوښتنه شوې ده.

او د غزل دویم بیت بیا داسې و:

ستا په نرمه ژبه باندې خوند کوي

ته راسره وایه نور پښتو پښتو

فرهادالله اسیب وویل: په دویم نیم بیتي کې یو څه سکتږي موجوده  ده که د ( ته ) پرخای يې داسې کړي چې ( نوره راسره وایه پښتو پښتو ) نو روان به راشي.

د ( ته ) پرځای (  نوره ) کلیمه ټولو ملګرو خوښه کړه.

میوند شینواري بیا (نرمه ژبه ) مناسبه کلیمه ونه بلله او پرځای د ( خوږې ژبې ) کلیمه سمه یاده کړه ،خو ځينو ملګرو ورسره ونه منله .

زهیر شینواري يې په ځواب کې وویل، چې موږ په ورځينو خبرو کې ډېری وخت داسې وایو چې احمد ډېر ښه سړی دی او ډېره نرمه یا پسته ژبه لري. د شینواري په باور د ژبې لپاره د نرمې کلیمې کارول پرځای کلیمه بللی شو.

نهضت شېرزاد بیا د بیت په موخه وکړیدو زیاته يې کړه، چې شاعر کله د خپلې معشوقې نه په پښتو خبرې اوریدلي هغه يې خوښې شوي او بیا يې ترېنه غوښتنه کړې ده، چې نوره به نو ورسره پښتو وايي.

حسن زي بیا ټول غزل تکراري یاد کړ او په باور يې خیال او کلیمې يې دواړه يې تکراري دي.

محمد نادرش دانش وویل: (( زه د الفت پاڅون عمر ته په کتو د هغه جرت او غزل دواړه ستایمه)) دانش په ټوله کې غزل خوښ کړ، چې روان لیکل شوی دی.

او د غزل ورستی بیت یا مقطع په دې ډول وه:

یه ! پاڅونه لرې رانه لاړلې

ځکه اوښکې ځی مې په لېمو لېمو

زهیر شینواري وویل: موږ دوه ډوله غزلونه لیکو یو يې داسې وي، چې ټول غزل یوه مانا وړاندې کوي او یو پیغام او هدف مخکې وړي، خو بل ډول يې بیا داسې وي چې هر بیت يې بېله بېله مانا ورکوي، په وینا يې د پاڅون د غزل درې بیتونه یو موضوع مخکې وړي او ورستی بیت يې بیا بله  مانا لري .

ډاکتر پرهر بیا پدې نظر نه و، ویل يې په غزل کې تړاو کومه جبري خبره نه ده او دا د شاعر خپله خوښه ده، چې ټول غزل یوې موضوع ته ځانکړی کوي او که په هر بیت کې بېله بېله مانا او موخه وړاندې کوي.

عابد بیا  د لیمو پرخای د بارخو کارونه سمه بلله.

د غزل په ورستي بیت کې لیمه یاد شوي و، ځکه خو یوتن بهیروال قدرت الله مشفیق د لیمو په اړه د ناستو استادانو او ملګرو نه پوښتنه وکړه، چې په سترګو کې لیمه کومې حصې ته وايي..؟ د کرکتنې په دوران کې د استادانو او د بهیروالو لخوا کافي بحث د لېمو په اړه وشو او د نثار، پرهر، زهیر شینواري او ناستو ټولو ملګرو لخوا د لېمو د څرنګوالي په اړه په زړه پوری بحث وشو او په دې برخه کې ډېرې ښې بېلګې وړاندې شوې.

په مقطعې د کرکتنې په بهیر کې ډاکتر خیرو الله خیال وویل اوس مهاله کرکتنه ډېری وخت یوازې په شعر کې تخنیکې برخه څېړي، خو هنري او شعري برخې ته يې بیا پاملرنه نه کوي. د خیال په باور په دې شعر کې په ټوله کې د شعر هنري جوهر ډېر کم و او نږدې یو تکراري غزل و، چې کلیمې او لفظونه پکې هم تکراري کارول شوي وو، د هغه په وینا دا اړینه نه ده چې شاعر دې تل نوې الفاظ او نوې کلیمې د شعر لپاره پیدا کړي، خو که یو شاعر زاړه الفاظ او کلیمې هم کاروي باید کارونه او استعمال يې  په نوي ډول وکړي.

ډاکتر خیال وړاندې وویل په شعر کې د تخنیکې برخې ترڅنګ شعري ښکلا او د شعر پیغام هم د شعر مهم توکي دي.

د کرکتنې په پای کې نورالحبیب نثار دريځ ته وبلل شو چې په ټوله کې د غزل په اړه خپل نظر څرګند کړي، نوموړي وویل د الفت پاڅون عمر ته په کتو يې غزل ښه او روان لیکلی شوی دی. ردیف نه لري او کافیه لري په وینا يې د ردیف اهمیت په دې کې دی چې شعر ته موسیقیت وربښي .

نثار وویل دوستانو په غزل ډېرې ښې خبرې وکړې زه پاڅون ته دوعا کومه چې نور هم په دغه لاره کې مخکې لاړ شي او ورته هیلې شته دی.

د نثار ترخبرو ورسته دریځوال خپله د شعر شاعر الفت پاڅون ته بلنه ورکړه، پاڅون د ټولو ملګرو او استادانو مننه وکړه، چې د ده په شعر يې خپل نیک او رغنده نظرونه وکړل وې ویل ډېر څه يې د ننۍ کرکتنې یاد کړل، چې په راتلونکې کې به ترېنه ګټه اخلي.

له کره کتنې وروسته ازاده مشاعره وشوه.

عمران الله خنجر د خپل شعر ویلو پرمهال یادونه وکړه چې باید په بهیر د هرې برخې لپاره وختونه ځانګړی شي

د هغه په نظر که کرکتنې ته نیم ساعت او د مشاعرې لپاره یو ساعت وخت ورکړل شي نو لدې امله ښه ده چې له یوې خوا به وخت په نظر کې نیول شوي وې او له بلې خوا به غونډه له خسته کیدو ژغورل شوي وي

هغه په یو شمیر بهیروالو له دې امله نیوکې وکړې چې د غونډې پرمهال پاڅیږي او د نورو ملګرو سره بنډارونه کوي چې په خبره یې ښه کار نه دې.

د یادو شوو کسانو سربېره دغو کسانو هم خپل شعرونو وویل:

ادریس سیاوش، اکرام الله اکرام، انجېنر راحت ګل زیارمل، شامحمود شینواري، سید هدایت الله شیدا، صدیق الله صادق، هجرت الله اختیار، نصرت الهام، سعدالله جان فطرت، ایمل مړوند، فرید الله مشفیق، فریدون ریان، عماد الدین دوران، کمال الدین اظهار، شفیق الله هیشام، جلال الدین جمال، زمری غزیزي، خوشال دورانی، نهضت شېرزاد، رحمت الله حلیمي، هارون، ډاکټر بشیر احمد پرهر، انجینر طارق  تسل، محمد نعیم زهیر، فریدالله ملاتړ، حضرت یوسف یوسفزي، ډاکتر خیروالله خیال، پرهیز شګیوال، الفت پاڅون، اکرام بهسودي، ثاقب ایل، فرهاد الله اسیب، عرفان الله بیدار، فهیم رحمیزي، ضیالدین همت مل، محمود خزان، احمد جمال جمال، صیام الدین پسرلی، بازمحمد عابد، حسنزي ، غزت الله ځواب، شکرالله قلندري، محمد نادر دانش، ومحمد واصل وصال، او عبدل حلیم همت.

د غونډې په ورستۍ برخه کې تر مشاعرې وروسته یو ځل بیا د دې اونۍ د غونډې مشر نورالحبیب نثار دریخ ته د غونډې د ارزولو په موخه وغوښتل شو.

نوموړي وويل نن ډېر زیات خوشاله دی، چې په ختیځ ادبي بهیر کې د ګډون ویاړ لري په خبره يې دی د دا ډول غونډو د ډېریدو پلوي دی ادبي غونډې، چې څومره ډېرې شي هماغومره کار به شوی وي.

 هغه د ختيځ ادبي بهیر اونیزې ناستې ډېرې ارزښتناکې وبللې او خوښي يې ښکاره کړه چې ځوانان کار کوي او د ادب د بداینې په موخه هلې ځلې کوي.

د ښاعلي نثار په وینا چې د داډول غونډو د جوړولو موخه د ځوانو استعدادنه غوړول او روزل دي، په باور يې چې څومره ډېرې وي هماغومره به يې ډېر استعدادونه روزلي، خو ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې باید سالم رقابت وشي او د ښه احساس نه پکې ګټه پورته شي.

نثار د عمران الله خنجر هغه نظر هم تائید کړ چې باید ختیځ ادبي بهیر د هرې برخې لپاره لپاره ځانګړی وخت بېل کړي.

نثار وویل که څه  هم دا کار تراوسه پورې دوی په کابل ادبي بهیر کې هم نه دی کړی، خو ولې که ختيځ ادبي بهیر دا کار وکړي، نو ښه به وي او د وخت سپما به پکې شوي وي.

تر نثار ورسته د دې غونډې یو مېلمه ډاکتر صداقت هم خبرې وکړې او د بهیر د اونیزو ناستو پر پیلیدو يې خوښي ښکاره کړه او هیله يې څرګنده کړه چې دا بهیر به په راتلونکې کې ټولنې ته ډېر ښه او تکړه ځوانان وړاندې کړي.

د راتلونکې غونډې لپاره ایمل مړوند ژمنه وکړه چې خپله نثرې لیکنه به د کرکتنې په موخه راوړي .

او غونډه د دوعا په کولو غرمه مهال پای ته ورسدله .

- ایمل مړوند
بېرته شاته