(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دادښمني دپښتنو پرضدده

[08.Dec.2012 - 11:53]

نن د ۲۰۱۲ د ډسمبر په ۸ مه نیټه د خالي پر ورځ خبري غونډې ته ښاغلی حامد کرزي وویل : پر اسد الله خالد حمله د وسله والو طالبانو د وس کار نه دی بلکې په دې کې لویې استخباراتي کړئ لاس لري.​​ طالبان درې ډلې لري. لومړۍ دوه ډلې د ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو استخباراتي ادارو لپاره  د افغانستان پر ضد او د پښتنود ځورونې له پاره کار کوي، او درېیمه هغه ډله ده چې په افغانستان کې ده او د بریدونو وړتیا نه لري.
((دا قتلونه چې تاسې کوئ، دا مکتوبونه چې تاسې سوځوئ، خصوصاً په افغانستان کې یې کوئ، او په پاکستان کې یې د پښتنو پر خلاف کوئ؛ څوک یې د افغاني طالبانو په نامه کوي او څوک یې د پاکستاني طالبانو په نامه. چې پر دې تر اوسه پوه نه دي، دوی باید پر دې باید پوه شي چې دوی د خپل ملت پر خلاف په افغانستان کې او په پاکستان کې د خپل قوم پر خلاف، د پښتنو پر خلاف استعمالېږي. او دا د پردیو مزدوري دې. که پر پوه دي، پرېږدي او که نه دي پر پوه دا زما خبره دې واورئ هوښیار دې شي، او اګاه دې شي. او د پښتنو دښمني دې پرېږدي. دا دښمني واضحه د پښتنو پر ضد ده.))

Source: Mashaal Radio

- کرزی
بېرته شاته