(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه به ستا لارې ته ګورم

[17.Dec.2012 - 17:09]

لاړ که مې نظر شي  ، زه به ستا لارې ته ګورم

 د ارواښاد ډاکټر اعظم اعظم د همدې نیم بیتي پر ځمکه دا اوونۍ د ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپل لیکلي شعرونه واورول او د نوموړي یاد يې د یوې پرتمینې غونډې د جوړولو په ترڅ کې تازه کړ.

  غونډه د ( ۱۳۹۱) کال د (لیندۍ) میاشتې په (۲۵) مه نېټه د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې پیل او تر غرمې ناوخته يې دوام وکړ.

 پرانیسته يې محمود خزان د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت وکړه، د دریځ چارې عرفان الله بیدار سره وې او ګزارش ایمل مړوند لیکه.

 د خدای بښلي اعظم صیب یاد راسره دروند استاد محمد اصف صمیم او ګڼو نورو استادانو او فرهنګیانو تازه کړ.

 د تېرې اوونۍ د ګزارش تر اوریدلو وروسته ملګرو ګزارش خوښ کړ ، او استاد داود وفا دریځ ته پورته شو چې د ارواښاد اعظم اعظم د ژوند او پښتو ژبې لپاره يې د نوموړي پر کړیو خدمتونو خبرې وکړې.

 استاد وفا ډاکتر اعظم یو نه هېرودونکی انسان یاد کړ. وېې ویل اعظم د پښتو او پښتنو لپاره داسې ډېر څه په میراث کې پرېښودل، چې تل به يې یاد پرې تازه او تود وي.

 بازمحمد عابد بیا د نورالبشیر نوید کالم ولوستلو، چې د ډاکټر اعظم اعظم د مرګ په ویر کې يې لیکلی و یوه برخه يې داسې وه:

 ((د پښتو نامتو شاعر، افسانه او ډرامه لیکونکي د ژوند د ناکراره شوګيرو نه سترګې پټې کړې. شپاړسم د نومبر و چې ورپسې د مازيګر ماښام تر منځ د مرګ بلنه راغله او لاړ د خداى مېلمه شو.

 د نومبر پر ۱۷ مه د پېښور نه د واده د جنج په څېر رځړو چارسدې پلرنۍ هدېرې ته یوړل شو او د خدای دغه مېلمه خاورې ته وسپارلى شو. په دغه وخت کې ډاکټر اعظم په پټو سترګو د خپل شعر هنداره وه!

 لاړ کهٴ مې نظر شي، زهٴ به ستا لارې ته ګورمه

را دې شي اجل خو، د وفا لارې ته ګورمه ))

 

 د نور البشر نوید د کالم په یوه بله برخه کې راغلي  وو :

 ((ډاکټر محمد اعظم په هغه لږو کسانو کې يو تن و چې د ژوند په اولنۍ تجربه کې کامياب شو او د خپلو کاميابو تجربو يو نښه یې په پښتو کې پرېښوده.

 ارواښاد يو ښه تکړه شاعر، افسانه ليکونکى او ډرامه ليکوال و، طنز او ټوکې یې د سنجيده مزاج يو بل اړخ و!

 يو انسان او په هغهٴ کې دومره ډېر استعدادونه!

 يو سړى او په کې دومره ډېر ښه والی!

 يو فنکار او په هغهٴ کې ډېر زيات کردارونه!))

تر عابد ورسته دروند استاد محمد اصف صیم دریځ ته پورته شو او د ډاکټر اعظم اعظم د ژوند او فن په اړه يې خبرې وکړې،  او وې ویل ((ډاکتر اعظم اعظم يې په لومړي ځل په لار کې لیدلی و، په لاره مجله کې يې به یې شعرونه خپریدل.  د استاد په وینا اعظم په سرکې د غزل شاعر و، خو نور نومونه يې بیا ورسته پیدا کړل.))

 استاد صمیم د اعظم اعظم د ډارمه لیکنې په فن او هنر هم وګړیدو او هغه يې د پښتو ژبې یو پیاوړی ډارمه لیکونکی یاد کړ .

 استاد د بهیروالو نه هم مننه وکړه، چې د داسې یو کس یاد سره تازه کوي، چې دلته هېڅوک نه لري او بې څوکه دی.

 هغه د داسې غونډو جوړول، د ادب او فرهنګ لپاره یو لوی کار یاد کړ او د ځوانانو د هڅوونې لپاره يې هم یو نیک کار یاد کړ.

استاد صمیم  وویل: (( ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې نن سبا موږ خدای دومره کړو، چې مړي او ژوندي دواړه نمانځو. تېره اونۍ د یارمحمد کوچي په ویاړ سره راټول شوي وو او دا دی نن د پښتو د یو بل نه هیرودنکي انسان په یاد سره یو ځای ناسته یو .))

 استاد د تکړه انځورګر حمیدالله ارباب نه هم مننه او ستاینه وکړه، چې د اروښاد ډاکتر اعظم اعظم انځورونه يې په خپلو هنرمندو لاسونو جوړ کړي وو او د غونډې په ځای کې يې پر دېوالونو زړولي و.

تر ویناوو وروسته دغو راغلو  ښاغلو شاعرانو د ارواښاد د غزل پر لیکه خپل شعرونه وویل:

 

محمود خزان، عبدالهادي دریځ، عزت الله ځواب، خالد ټکان، حضرت یوسف یوسفزي، ډاکتر بشیر احمد پرهر، احمد جمال جمال، احسان الله افکار، ایمل مړوند، رحمت الله زیارمل، ضیاالدین همت مل، بازمحمد عابد، امین الله ملاخېل، شکرالله قلندري، استاد غلام سرور حقیار، حاجي مطيع الله مراد، ناصر مومند، فهیم رحمیزي، اخلاص وطن یار، صداقت غورځنګ، داود عربزي، انجینر زیارمل سوکال،ا نجینر ستانه میر زهیر شینواری، استاد شېر حسن کمالزی، عبدالعزیز شجاع، دوست محمد دوست، شفیق الله مصور، جلال الدین جمال او حضرت الله لمرین.

 د یادو شوو کسانو سربېره یو شمېر شاعرانو ملګرو له  بهر څخه هم د ارواښاد اعظم پر لیکه خپل لیکلي غزلونه د برېښنالیک له لارې راستولې وو.

 د غونډې په پای کې د تکړه انځور جوړونکي حمیدالله ارباب په لاس جوړ شوي انځورونه چې د میديوتیک په انګړ کې نندارې ته ایښودل شوي وو، د بهیروالو لخوا ننداره شول.

 د راتلونکې اوونۍ لپاره د بختیار ساحل غزل د کرکتنې لپاره وټاکل شو.

 غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسېده.

رپورټر    ایمل مړوند

د انځورونو لپاره د بهیر البوم  ته ټک ورکړۍ

https://picasaweb.google.com/115693228779041222873/KhateezAdabiBaheer?locked=true

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
- پسرلی
بېرته شاته