(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چاپیریال ساتنې علمې او تحلیلې سیمینار

[27.Dec.2012 - 15:29]

د چاپیریال ساتنې علمې او تحلیلې سیمینار او د پاکوالي حشر

دوه نۍ د ۱۳۹۱ لمریز کال د مرغومي په ۳ نېټه د ويښ افغان اصلاحي ټولنیز تحریک د جلال آباد ښاروالۍ تالار کې د چاپیریال ساتنې په اړوند یو علمې سیمینار جوړ کړی و. په سیمینار کې د ننګرهار لیسي شاګردانو، د پوهنتون محصلینو، دولتې چارواکو، قومې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د اصنافو اتحادیې او د ویښ افغان غړو ګډون درلود. د سیمینار د سکرتريت چارې ښاغلي محمد افسر نصرت، نظیف الله ځیرک او د درېځ چارې یې ښاغلي زیار خان او د مشرۍ چارې يې ښاغلي زرعلي معروف پرمخ وړلې. سیمینار د سهار په نهو بجو د صفي الله فاني له لورې د قرآن کریم د سپيڅلو آيتونو په تلاوت پيل شو.
په پيل کې د ویښ افغان ختیځ زون مسئول ډاکټر معروف له لوري ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو اوهمدارنګه يې د سیمینار په اجنډا او د ویښ افغان پر فعالیتونو یې رڼا واچوله، نوموړي وویل: د افغانانو کلتور مهمه برخه حشر او رضاکارانه کارونه دي له همدې کبله تر سیمینار وروسته به ټول ګډونوال د ولایت د مرستیال محمد حنیف ګردېوال، د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس ډاکټر محمد صابر مومند او د ښاروالۍ مرستیال انجینر حکیم الدین عمري په ګډون د ښار په صفايۍ کې عملا اقدام وکړي.
ورپسې د ننګرهار ولایت مرستیال الحاج محمد حنيف ګردیوال د پروګرام په اړوند داسي وویل: زه د ویښ افغان له ټولنې څخه مننه کوم چې د چاپیریال ساتنې په اړوند یې داسي مهم او حیاتي پروګرام تنظيم کړی چې ساری نه لري. د جلال آباد ښار د پنځوس زرو وګړو لپاره جوړ شوی و، خو اوس مهال د ښاروالۍ د مالوماتو له مخې شپږ لکه وګړي پکې استوګن دي، چې دا خپله د چاپیریال د ککړیتا لامل ګرځي، موږ ټول باید د ورته ستونزو د حل لپاره دا ډول پروګرامونه پلي کړو او د چاپیریال ساتنې او له ککړتیاوو او ناروغيو څخه د ژغورنې په اړوند عامه پوهاوی وکړو. زه چې کله اروپا ته تللی ؤم هلته ماته جوته شوه چې اروپایان دا روحیه لري چې هر وګړی باید خپل چاپیریال په خپله پاک وساتي او که کله یې خپله وس ونه رسي بیا ښاروالۍ ته مراجعه کوي. زه د ویښ افغان غړو ته دا سپارښتنه کوم چې له ښاروالۍ سره دې په ورته پروګرامونو کې همغږې وکړي او له تاسو څخه به د همکارۍ هیڅ دریغ و نه شي، زه د ویښ افغان ټولنې سره د همکارۍ ژمنه کوم.
انجینر حکیم الدین عمرخیل د ښاروالۍ مرستیال د چاپیریال په اړوند وویل: چاپریال ژوند دی او بس، دا ډیر د خوښۍ ځاې دی چې د ویښ افغان د تاندو هڅو په نتیجه کې نن د ولایت مرستیال، د ننګرهار پوهنتون رئیس، د پوهنتون استاذان، د ګذر وکیلان، شاګردان، محصلین او د ویښ افغان غړي د لومړي ځل لپاره په خپل کور ښاروالۍ کې د یو نېک کار لپاره یو ځاې سره وینم، نوموړي وویل: د ښار او چاپیریال ساتنه د ننګرهاریانو د همکارۍ پرته ناشونې ده، موږ په کمو امکاناتو او موظفینو پوره کوښښ کوو تر څو خپلو ښاریانو ته چاپیریال پاک وساتو، اوس د ویښ افغان ټولنې په شتون سره به د عامو وګړو پوهاوی ګړندی شي، د چاپیریال د ساتنې لپاره موږ باید ټول اوږه په اوږه یو ځاې کار وکړو تر څو زموږ ښار د هستوګنې لپاره آماده شي او له بېلا لېلو ناروغيو څخه په امان شي.
د ننګرهار پوهنتون عمومې رئیس ډاکټر محمد صابر مومند وویل: د چاپیریال ککړتیا یو پټ دښمن دی، موږ یې په سترګو نه ګورو خو په تدریجي ډول موږ له منځه وړي، د پلاستیکونو زیاتوالی او د دواګانو استعمال د ژوندي موجوداتو لپاره مضر دی چې غیر مستقیم ډول په انسانانو باندې ناوړه تاثیرات غورځوي. نوموړي وویل: چاپیریال او ټولنه مثبت او منفي تاثیرات لري؛ زه چې کله له بهره راغلم نو اضافه پلاستیک به مې جیب کې اچولو بیا مې خځله دانې کې اچولو خو ورځ په ورځ به مې دغه عادت له یاده وتلو چې بیا داسي وخت راغی چې خځلې به مې بې ځایه غورځولي، راځئ چې په ټولنه کې د بدو عادتونو له منځه وړلو لپاره تاندې هڅې وکړو، څو ښه کلتور وده وکړي او افغانان د بدبختیو څخه په امان شي. ننګرهار پوهنتون په بېلا بېلو څانګو کې کدرونه لري، که د ویښ افغان ټولنه هر ډول علمي سیمینارونو او مقالو ته اړتیا لري موږ ورسره همکاره یو او موږ ورسره په ټولنیزو فعالیتونو کې د ملاتړ اعلان کوو.
د کرنې پوهنځي استاذ پوهندوي سیداجان عتیق عبدیاني وویل: هر هغه کیمیاوی، بیولوژیکی او فزیکی توکي چې اتوموسفیر ته ورګډېږی او د ناروغيو او مړینی لاملګرځي د هوا ککړتیا بلل کیږی. د نفوسو زیاتیدل، د نړۍ او هیوادونو صنعتی کیدل، د کیمیاوی توکیو استعمال او د ځنګلونو او ورشو ګانو عضوی بقایاو سوځيدل د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي. د نړی د تودوخی زیاتیدل، وچکالی او سیلابونه، تیزابی بارانونو وریدل، ناروغي او د نسلونو له منځه تلل د هوا د ککړتیا مهم عوامل دي. د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوی لپاره باید عامه پوهاوی وشي، قوانین او پالیسۍ تطبیق شي، د شین پوښښ د لمنی پراخول، د پاکی انرژی څخه ګټه اخیستل، د با کیفیته نفتی موادو استعمال، د زړو ترانسپورتی وسایلو له استعمال څخه ډډه، د عامه ترانسپورتی وسایلو څخه ګټه اخیستل اود انساني، حیواني او نباتي فضله موادو خښول اړین لیدل کیږي.
استاذ عبدیاني وویل: د اړونده ادارو د متخصصینو د تخنیکی کمیټې جوړول، د اړونده کاری ګروپونو جو ړول او ګومارل، د اړونده ارګانونو تر منځ همغږي، عامه پوهاوی، د پروژو د تطبیق په برخه کی چاپیریال ساتنی ته پاملرنه، د مکافاتو او مجازاتو د پروګرامونو پلی کول، د نیالګیو او چمنونو نیال کول، د فضله موادو د دفع کولو د پروګرامونو تطبیق او د خښتو په بټیو کی د رابرو او پلاستیکو له سوځولو څخه مخنیوی زما د دولت او ښاروالۍ لپاره وړاندیزونه دي. زه په خپل وار د ویښ افغان اصلاحې تحریک نه مننه کوم چې د ټولنې د خدمت لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي استاذ خدایداد کوچي وویل: د جلال اباد په ښار کي موجودې چاپيريالي ستونزي په دوه ډوله دي: طبعيي ستونزي لکه زلزله، باران، سيلابونه، طوفان او تودوخه او دوهم مصنوعي ستونزې: د لوګي توليدونکو او ناوړه اثر غورځوونکو وسايطو شتون، د برق د نشتوالي له امله په زياته کچه د جنراتورونو استعمال، په هوټلونو او حمامونو کي د ځينو داسي موادو سوځول لکه ربړ، د صحي مرکزونو د فاضله موادو غير فني ډول له منځه وړل، د ترافيکو زياتوالی، د جنراتورونواو موسيقي اوازونه، په موجوده مسلخ ځايونو کي د چاپيريالي مقرراتو نه مراعت کول او په ښار په نامنظم ډول د سرک پر غاړو، په کورنو او کوڅو کې د حيواناتو ذبحه کول او د قصابانو په دوکانونو کي د جاليو او يخچالونو نه موجوديت چي د مختلفو ناروغيو او ککړتياوو باعث ګرځي.
د سیمینار ګډونوال یو قومې مشر وویل: چې ویښ افغان ته پکار ده چې د چاپیریال ساتنې، د وینې وړیا ورکړې او د بدو رواجونو په هکله د رسنیو له لارې پراخه عامه پوهاوی وکړي او د جلال آباد ښاریان له ښاروالۍ سره همکارۍ ته وهڅوي.
سیمینار د ډاکټر شفیع الله په دعائیه پاې ته ورسیده او بیا د ولایت مرستیال ښاغلي ګردیوال ، د ښاروالۍ مرستیال ښاغلې عمرزي، د ننګرهار پوهنتون رئیس ښاغلې مومند، د ننګرهار د عالې لیسي مدیر ګل میران اصغري او استاذ فضل واحد فضلي، د ګذر وکیلانو، د اصنافو اتحادیې غړو، د ننګرهار لیسي لسګونه شاګردانو، محصلینو، د ویښ افغان غړو، د ښاروالۍ کارمندانو او ښاریانو په ګډه د پاک کارۍ حشر وکړ، چې له ښاروالۍ څخه پیل تر شهید آدم خان څلور لاري پورې، بیا تر لغمان هډې پورې، بیا تر مستوفیت څلورلاري پورې، بیا تر مخابراتو پورې او همداراز په اوله او دوهمه ناحیه کې ښه پراخه حشر وشو. لومړی خو ښاریانو او دوکاندارانو ته څه عجیبه ښکاریده، خو چې کله هغوی د دولت لوړپوړي چارواکې وکتل چې په خپلو لاسونو کې یې لاس کشې او پلاستیکونه نیولي او د پاک کارۍ حشر کوي له دغه یون سره یو ځاې کیدل چې دا یو ډیر مثبت اقدام و. د ویښ افغان ټولنې غړو هر یو محمد یونس خادم، صفي الله فاني، عبدالحنان صوفي زي، اسماعیل هوتک او یعقوب شرافت په یو مازده موټر کې د پاک کارۍ حشر لپاره خلک تشویقول او د ویښ افغان شعارونه یې ورکول او رضاکارو ته یې د پاک کارۍ لوازم ورکول چې د خلکو احساسات یې راوپارول او دغه حشر ته یې لبیک ووایه. د یادولو وړ ده چې سیمه يیزو رسنیو په سیمینار او حشر کې برخه درلودله او په ځانګړي توګه د ژوندون تلویزیون د پیل نه تر پایه ټول حشر ثبت کړ. د کمپونو په سیمه کې یو تن ځایې ا وسیدونکي ویښ افغان غړو ته وویل: چې په لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ځوانان زموږ سیمې ته راځي او د پاک کارۍ دغه ښکلی کلتور په خلکو کې دودوي، چې نن یې زموږ د سیمي په اوسیدونکو ډیر زیات تاثیر وکړ، او مشرانو دا فیصله وکړه چې د نن نه به خپلې ویالې او کوڅي په خپله پاکې ساتي او د افغانانو حشر او کلتور به ژوندی ساتو.
نظیف الله ځیرک

- خوشال روهي
بېرته شاته