(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتودي دولتي ژبه وګرځول شي

[31.Dec.2012 - 11:22]

په سهیلي پښتونخواکې دي پښتودولتي ژبه وګرځول شي،خپلواک ادبي ټولنه

تېره ورځ دسهیلي پښتونخواپه تاریخي ښارکویټه کښي دخپلواک ادبي ټولني غونډه دمحمدرمضان ارماني په مشري کښي وشوه.دغونډي پیل دقرآن پاک دسپېڅلي آیاتوڅخه پیل وشو.په غونډه کښي دخلیل تهیمیم غزل دکره کتني دپاره وړاندي شوه.دتهیمهم په غزل رمضان ارماني، قادرمفتون، عبدالخبېر وقار، تاج محمد،محمدصدیق،عبدالله پېوند،تورابي،حمزه تنکي وال،شاه ولي شاد،جمعه خان مجلسیارمشواڼې،عبدالله سربازاونوروشاعرانوخپل نظروړاندي کړی اودتهیمیم دغزلي جاج یې واخیستی.په دې ادبي غونډه کښی یوشمېرشاعرانوګډون درلود.دغزلي کرکه کتني وروسته یوه په زړه پوري مشاعره هم وشوه.ودې غونډي ته دویناپه مهال محمدرمضان ارماني اودخپلواک ادبي ټولني مشرقادرمفتون وویل بایدچي شاعران دکره کتني په وخت غوره کره کتنه وکړي اوبې ځاي دي دشاعرپه کلام نېوکي نه کوي بې ځاي نېوکي دشاعرحوصله ورټېټوي اوښه په زړه پوره کره کتنه دشاعرحوصله اوچته وي.دوي ددولت څخه غوښتنه کړې ده چي دپاکستان دولت دي په سهیلي پښتونخوا کې پښتوژبه دولتي ژبه وګرځوي اودپښتودپرمختګ دپاره دي په زړه پوره عملیات وکړي.

راپور:محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

- ادبي ټولنه
بېرته شاته