(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ریپورټ لیکنې ورکشاپ پرانستل شو

[31.Dec.2012 - 11:32]

دځانګړي ریپورټ لیکنې دوه ورځنی ورکشاپ پرانستل شو

نن شنبه  د۲۰۱۲م میلاد ي کال دډسمبر ۲۹مه په ننګرهارمیدیوتیک رسنیزکورکې دځانګړي ریپورټ لیکنې ورکشاپ پیل شو، په دغه ورکشاپ کې ټول یوولس تنه ځوان ژورنالستان ګډون لري.

په ورکشاپ کې به په دې بحث وشي، چې ځانګړې ریپورټ لیکنه څه ته وايي، دځانګړي ریپورټ لیکنې اړتیا او ضرورت څه دی ، دځانګړي ریپورټ لیکنې بڼه باید څه ډول وي. په تلویزیوني ، راډيويي ، اخباري او انلاین خپرونو کې دځانګړو ریپورټونو جوړول باید په کوم میتود ترسره شي.

له فیچر، پکیج ، څېړنیزریپورټ او نورو ژورنالیستیکو ژانرونو سره دځانګړي ریپورټ لیکنې توپیرشته کنه ، په کومو موضوعاتو ځانګړی ریپورټ لیکل کېدی شي، په ځانګړي ریپورټ لیکنه کې دبې طرفۍ ساتنې معیارونه کوم دي او په ورته نورو موضوعاتو به پرزنټېشن ، لکچر او ازاد بحث ترسره شي.

ددغه ورکشاپ دلومړۍ ورځې ټرینردننګرهارپوهنتون استاد  او شرق نیوز دبیرو چيف شفیق الله رحماني دی، چې دژورنالیزم په برخه کې اوږده او کاري تجربه لري، ددویمې ورځې لارښود یې لیکوال او ژورنالست بازمحمد عابد دی.

دی به زیاتره په عملي کار فوکس وکړي، ځکه چې دلکچراو تیوريو ترڅنګ په ګډونوالو عملي کارکول ډېر ضرور دي. هیله ده ، داورکشاپ دختیځ دځوانو ژورنالستانو داستعدادونو په غوړېدا کې خپل مهم رول ادا کړای شي.

ننګرهاررسنیزکور

- پسرلی
بېرته شاته