(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبلوچستان په زيارت ښار كې د پښتو ژبې نړيواله څېړنغونډه

[08.Aug.2006 - 18:38] د پښتو ژبې په اووم نړيوال سمينار كې د ګډون لپاره د افغانستان او پاكستان په ګډون له بېلابېلو سيمو څخه پښتان پوهان ، ليكوالان، څيړونكي او شاعران د اګست د مياشتې په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د كوټې ښار ته رارسيدلي وو، په كوټه كې د يوې شپې تر تېرېدو وروسته د اګست په دوهمه د پنجشنبې د ورځې په مازديګر ټول ميلمانه د كاروان په شكل كې له كوټې ښار څخه د زيارت ښارګوټي په لور چې د بلوچستان يو سياحتي مركز هم دى وخوځېدل . نږدې ماښام وو چې د زيارت ښار ته ورسيدو. د زيارت نږدې ټول ښار د اوبښتو په ونو كې پټ دى چې د غرونو په ډډو د شنو ونو تر منځ پكې ځاى پر ځاى هوټلونه او ميلمستونونه جوړ شوي دي، د ماخوستن د ډوډۍ تر خوړلو وروسته ټول مېلمانه بېلابېلو ميلمستونونو ته ورسول شول. د شپې ناوخته خبر شوو چې د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه راتلونكي په سلګونو ليكوالان ، څيړونكي او شاعران په پوله باندې د پاكستاني چارواكو لخوا نيول شوي او يو شمېر يې بيرته له پولي د افغانستان لوري ته اړول شوي دي، له دې جملې څخه يو هم افغان سكهـ دياسنګهـ انجان وو چې نږدې د يوې اونۍ لپاره پاكستاني چارواكو په بند كې ساتلى وو. د شپې له تېرېدو وروسته په سبا د اګست د مياشتې په دريمه د پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې د پښتو ژبې اووم نړيوال سيمنار يا څېړنغونډه د (پښتو ژبې برخليك په يووشتمه پېړۍ كې) تر سرليك لاندې پيل شو) . په دغې څېړنغونډه كې چې كوربه يې پښتو ادبي غورځنګ وو پر افغانستان او پاكستان سربېره د نړۍ له يو شمېر بهرنيو هيوادونو څخه د پښتو ژبې پوهانو، ليكوالانو، څېړونكو او شاعرانو ګډون كړى وو چې پرانيستنه يې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړي، څېړونكي، ليكوال او شاعر استاد عبدالله بختاني خدمتګار وكړه. د څېړنغونډې د لومړۍ برخې د مشرتابه لپاره له پېښور څخه راغلى ليكوال او شاعر سليم ر از، مېلمه عبدالله بختانى خدمتګار او كوربه وتلى فولكلوريسټ او ليكوال سيال كاكړ و ټاكل شول، همدا راز د دغې برخې لپاره آستادمحمد آصف صميم ، ډاكټر طارق رشاد، عبدالغفور لېوال، ، رحمت شاه سايل، اسير منګل، سعيد ګوهر د مېلمنو په توگه دريځ ته وبلل شول . وروسته د پښتو ادبي غورځنګ مشر او د يادې شوې نړيوالې څېړنغونډې سمبالوونكي محمد صادق ژړك ټولو برخه والو ته ښه راغلى ووايه او له ټولو هغو كسانو چې د څېړنغونډې په جوړولو او سمبالولو كې يې مرسته كړې وه مننه وكړه. نوموړي له افغانستان څخه د راتلونكو مېلمنو سره په پوله د پاكستاني چارواكيو بد چلند وغانده او د افغانستان د ملي ټلويزيون د كاركوونكي او شاعر انجان سنگهـ نيول كيدل يې وغندل . له دغې جملې څخه د كابل پوهنتون يو تن محصل او د ځولۍ مجلۍ مسئول مدير عبدالله كامه وال ټول افغان ته وويل چې په ډېر زحمت يې په څېړنغونډه كې دګډون لپاره ځان رارسولى دهغه په وينا: ((مونږ پاكستاني چارواكو ته په ګډه پوله باندې په څېړنغونډه كې د ګډون بلنليكونه ور وښودل خو هغوى زمونږ ژبې ته ښكنځل كول او په ګڼ شمېر ليكوالانو او شاعرانو يې د كوتكونو وارونه وكړل او په ډېر سپكاوي بيرته له پولې هغې غاړې ته وشړل)). د سيمنيار لومړۍ برخه د پيغامونو په لوستل پيل شوه چې لومړى پكې د افغان ولسمشر حامد كرزي پيغام د تكړه ليكوال او شاعر عبدالغفور لېوال له خوا ولوستل شو او تر غرمې پورې د بېلابېلو ټولنو، داستازو لخوا د هغوى پيغامونه وړاندې شول. د پيغامونو د برخې په پاى كې دريځ ته بلل شويو مېلمنو په خپل وار سره دغه څېړنغونډه وستايله او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په لاره كې ګټوره وبلله. د غرمې تر ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته د مقالو برخه پيل شوه چې تكړه كيسه ليكوال طاهر اپريدى يې د رئيس، ليكوال او شاعر عبدالغفور لېوال د مرستيال او د پښتو ژبې وتلى شاعر دروېش درانى د منشي په توگه وټاكل شول. د مقالو په دغې برخه كې ډاكټر ميا سهېل انشا، عارف تبسم، فاروق سروراو سليم بنګښ په خپل وار سره د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو اړخونو ليكلې شوې مقالې وړاندې كړې. د نړيوالې څېړنغونډې دوهمه غونډه د اګست د مياشتې په څلورمه د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د پښتو ژبې او ادب پر بېلابېلو څانګود علمي او څېړنيزو مقالو په وړاندې كولو سره پيل شوه، د دغو علمي او څېړنيزو مقالو د لومړۍ برخې د مشر په توګه له كندهار څخه راغلى ليكوال او شاعر ډاكټر طارق رشاد، د مرستيال په توګه له اسلام آباد څخه راغلى ليكوال او شاعر هاشم بابر، ليكوال او شاعر سيد خيرمحمد عارف د منشي په توگه وټاكل شول . په دغه نړيواله څېړنغونډه كې نږدې دوه زره پوهانو، ليكوالانو، څېړونكيو او شاعرانو د افغانستان او پاكستان په ګډون له يو شمېر بهرنيو هېوادونو څخه ګډون كړى وو. د څېړنغونډې لومړۍ مقاله سياسي څېړونكي او ليكوال ولي محمد ولي د مورنۍ ژبې ارزښت تر سرليك لاندې وړاندي كړه . ښاغلي ولي د افغانستان او پاكستان له چارواكو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د كلتوري څانګې يونيسكو له قانونو سره سم دې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده كړې برابرې كړي. نوموړي وويل چې د پښتو ژبې د كتابونو د بازار د نه درلودلو يولامل پخپله پښتانه ليكوالان هم دي د هغه په وينا ځينې خبرې د كتاب په شكل كې د ليكلو او خلكو ته د وړاندې كولو نه وي ده وويل چې كه ليكوالان په يوه موضوع باندې تر كار كولو له مخه فكر وكړي او هغه څه خلكو ته وړاندې كړي چې د پښتو ژبې او ادب په ګټه وي نو په دې ډول به له يوې خوا پښتو كتابونه بازار پيداكړي، خلك به ګټه ځينې واخلي او په نورو ژبو كې به وژباړل شي. له ښاغلي ولي وروسته د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړي تكړه څېړونكي او ليكوال عبدالله بختاني خدمتګار (د پښتو ژبې برخليك په يويشتمه پېړۍ كې) تر سرليك لاندي علمي مقاله واوروله او د پښتو ژبې دودې او پرمختګ په لاره كې يې د پښتو ژبې د كتابونو لپاره د بازار پيداكولو د لارو چارو په لټولو ټينګار وكړ. نوموړي وويل دغه كار به د اقتصادي پياوړتيا تر څنګ د پښتو ژبې د پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو د افكارو او هلو ځلو په خپرولو كې ګټور ثابت شي د هغه په وينا پښتانه د نړۍ په بېلابېلو او لرې پرتو سيمو كې ژوند كوي چې له همدې امله د كتابونو مينه وال كتابونو ته لاس رسى نلري او د يوبل له حالاتو نه ناخبره دي . د پېښور د مردان د سيمې اوسيدونكي شاعر او ليكوال محمد زبير حسرت د سهيلي پښتونخوا د شاعرانو د شعر د كيفيت او څرنګوالي په اړه مقاله واوروله . ورپسې د پښتو ژبې وتلي او انقلابي شاعر رحمت شاه سايل د نړيوالتوب او پښتو شاعري تر سرليك لاندي مقاله وړاندې كړه او د نړيوالتوب يا ګلوبلائزېشن په اوسني چټك پرمختيايي يون كې يې د پښتو ژبې اړتياوې او غوښتنې په ګوته كړې. ليكوال او شاعر عبد الكريم بريالي هم خپله مقاله د پښتو شعر او شاعر تر سرليك لاندې وړاندې كړه چې د خپلې ليكنې په ترڅ كې يې د اوسمهالي پښتو شعر بهير وارزاوه او د پښتو شعر پر غوښتنو او اړتياوو يې رڼا واچوله . په څېړنغونډه كې مقاله ويونكو د مقالو تر اورولو وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او د تاودو بحثونو په ترڅ كې بېلابېل مسائل وڅېړل شول . په څېړنغونډه كې د مقالو د برخې تر پاى ته رسېدو وړاندې د دغې برخې مشر ډاكټر طارق رشاد وينا وكړه او غونډه يې علمي او ګټوره وبلله. د غرمې له ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته د مقالو دوهم برخه د ډاكټر طارق رشاد په رياست پيل شوه چې لومړى پكې د پښتو ژبې وتلي او خوږ ژبې شاعر دروېش درانې خپله مقاله د (شاعر او د اليكس پونده) تر سرليك لاندې وړاندې كړه . له ښاغلي دروېش دراني وروسته د پښتو ژبې نوميالي څېړونكي، ژبپوه، شاعر او ليكوال استاد محمد اصف صميم خپله مقاله د (په پښتو ژبه كې د نوو نومونو اړتيا او وړتيا) تر سرليك لاندې وړاندې كړه او په پښتو ژبه كې يې د نوو نومونو په ارزښت خبرې وكړې. نوموړي په كابل كې د مخابراتو د وزارت لخوا د مايكروسافټ د دوو پروګرامونو د پښتو كولو په اړه ګډونوالو ته معلومات وركړل. د غونډې وروستۍ برخه چې مقالوته ځانګړې شوې وه د پښتو ژبې د نوماند او وتلي شاعر رحمت شاه سايل په مشرتابه، د آستاد محمد آصف صميم په مرستيالۍ او د عبدالخالق مندوخېل په منشيتوب پيل شوه . ددې برخې په پيل كې كيسه ليكوال پروفيسر اسير منگل (د پښتو لنډې كېسې نن، پرون او سبا) تر سرليك لاندې په پښتو ژبه كې د لنډې كيسې پر تاريخچه رڼا واچوله، او په پښتو ژبه كې يې د لنډې كيسې برخه كمزورې وگڼله . ليكوال او شاعر عصمت الله زهير په پښتو ژبه كې د مزاحمتي ادب په بهير وږغېد او په پښتو ژبه كې يې مزاحمتي ادب د پښتنو د جغرافيايي او سياسي حالاتو زېږنده وګاڼه. امين الله احمدي خپله مقاله د (ليكونه سرليكونه په پښتو ادب كې) تر سرليك لاندې وړاندي كړه. نوموړي د خپلې مقالې په ترڅ كې په پښتو ژبه كې د ليك ليكلو پر ارزښت وږغېد او ويې ويل چې ګڼ شمېر پښتانه او س هم په پښتو ليك نه كوي. هغه د پښتو فلمونو پر نيمګړتياوو هم رڼا واچوله او اوسمهالي پښتو فلمونه يې بربنډ او د پښتني كلتور او تهذيب سره په ټكر كې وګڼل . وتلي فولكلوريسټ او ليكوال ولي محمد خان سيال كاكړ د پښتو ژبې د اديبانو د يووالي پر مسئله خبرې وكړې او د پښتو ژبې د ودې او پر مختيا په لاره كې يې د ليكوالو تر منځ يووالى اړين وگاڼه ، نوموړي وويل چې د ليكوالو تر منځ د يووالي نه موجوديت د پښتو ژبې د ودې او پرمختيا لاره ډب كوي . د پښتو ژبې د نړيوالو كنفرانسونو بنسټ ايښودنكي، شاعر او ليكوال سليم راز هم خپله مقاله وړاندي كړه، هغه په مزاحمتي ادب او د پښتو ژبې په پرمختګ هر اړخيزې خبرې وكړې . له كابل څخه راغلي ځوان ليكوال محبوب الله محبوب په كمپويټري نړۍ كې د پښتو ژبې پر پرمختګ خبرې وكړې او برخواله ته يې ( پښتو ژبه او د كمپيوټري ټيكنالوژۍ پرمختګ) تر سرليك لاندې خپله مقاله وړاندي كړه ، هغه په كمپويټري نړۍ كې د ويبپاڼو پر رول او ارزښت رڼا واچوله او د ويبپاڼو او ويبلاګونو جوړول يې د اوسني پرمختللي دور له غوښتنو سره سم د ژبې په پرمختګ كې مهم وبلل . نوموړي په كمپيوټري نړۍ كې د يو شمېر ځوانانو په ځانګړي ډول د اسرار احمدكريمزي يادونه اوستاينه وكړه چې په دې وروستيو كې يې د پښتو استوزگر په نوم يو ميسنجر جوړ كړى دى . له كابل څخه راغلي خوږ ژبي ليكوال او شاعرعبدالغفور لېوال (په شعر كې د فكر او خيال موازنه) تر سرليك لاندې علمي مقاله وړاندي كړه او د شعر په جوړښت كې يې شعري عناصر، تخيل، فكر او يو شمېر نور اړخونه په ګوته كړل .شمس الدين شمس (د پښتني هڅوب ښه اړخونه) تر سرليك لاندي په خپله مقاله كې د پښتنو د كلتور پر لرغونتوب خبرې وكړې او په اوسني دور كې يې د پرديو كلتورونو د يرغل څخه د ځان ساتنې لارې چارې په ګوته كړې . ورپسې د وتلي څېړونكي او تاريخپوه پوهاند محمد حسن كاكړ مقاله (د پښتنو راتلونكې) تر سرليك لاندې د محمد نعيم آزاد لخوا ولوستل شوه. په مقاله كې د پښتنو او پښتو ژبې په وروسته پاتې والي خبري شوې وې دنوموړي په وينا د ډېورنډ د كرښې دواړو غاړو ته څلوېښت ميليونه پښتانه ژوند كوي او په منځني اسيا كې په دومره ګڼ شمېر كې بل قوم نشته خو پښتانه په لوى لاس له علم او پوهې څخه لرى ساتل او يووالي ته نه پريښودل كيږي . وروسته خان زمان كاكړ (په ګلوبلائزېشن كې د شاعرۍ كردار) غازي سيال (د پښتو په پرمختګ كې د موسيقۍ ونډه) او هدايت فيضي د (پښتو ژبه په اوسني دور كې) تر سرليكونو لاندې خپلې مقالې واورولې او په دې ډول د دوهمې ورځې د مقالو وروستۍ برخه پاى ته ورسېده. په څېړنغونډه كې هر مقاله ويونكي د خپلې مقالې تر اورولو وروسته د برخه والو پوښتنې ځواب كړې او د هغوى له خوا پر ټاكل شويو موضوعاتو تاوده بحثونه وشول . د مقالود برخې له پاى ته رسېدو وروسته استاد محمد اصف صميم، سليم راز، عبدالغفور لېوال او سعيد ګوهر (د څېړنغونډې د ارزونې د كميټې) غړي وټاكل شول. (د پرېكړه ليك د كميټې) لپاره ډاكټر طارق رشاد، حامد ځاځى، رحمت شاه سائل، حنيف خليل ، اسيرمنګل، خالد خان خټك، خليل باور، نصيب الله سيماب، رازق فهيم، عادل اڅكزى، ډاكټر لياقت تابان، نعيم ازاد ، بشير احمد فيضان، او عصمت زهير وټاكل شول. د نړيوالې څېړنغونډې درېيمه ورځ د اګست د مياشتې په پينځمه د شنبې په ورځ د پښتو ژبې نامتو پوهانو، ليكوالانو ، شاعرانو او څېړونكيو ته د جايزو په وركولو پيل شوه. د جايزو د وېش د د غې برخې لپاره له اسلام اباد څخه راغلى ليكوال او شاعر هاشم بابر د مشر، وكيل او سياستوال عزيزالله د لومړي مرستيال، اكبر ترين د دويم مرستيال او د زيارت ښارګوټي ښاروال دلاور خان كاكړ د مېلمه په توګه وټاكل شول . دغه جايزې په لره او بره پښتونخوا كې د پښتو ژبې نوموتو پوهانو، ليكوالانو، څېړونكيو او شاعرانو ته د هغوى د وړتياوو او دپښتو ژبې په بېلابېلو څانګو كې د زياتو خدمتونو له امله ووېشل شوې : د جايزود وېش تر بشپړېدا وروسته له كابل څخه راغلي ليكوال او شاعر عبدالغفور لېوال د نړيوالې څېړنغونډې د بهير د ارزولو لپاره د ټاكل شوې كميټې په استازۍ دريځ ته وبلل شو. نوموړي د نړيوالې څېړنغونډدرې ورځنى بهيرګټور وارزاوه او ياده شوې غونډه يې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختيا په لاره كې يو ارزښتناك ګام وگاڼه، نوموړي په څېړنغونډه كې د پښتو ژبې د ودې او پر مختيا په لاره كې د وړاندي شويو لارو چارو په عملي كولو ټينګار وكړ او د دغسي نړيوالو څېړنغونډو د بيا بيا جوړولو هيله يې وكړه . ورپسې ليكوال او شاعر ډاكټر لياقت تابان د پريكړه ليكونو لپاره د ټاكل شوې كميټې په استازۍ د نړيوالې څېړنغونډې پرېكړه ليك ولوست چې د برخه والو له خوا د لاسونو په پورته كولو ومنل شو . د پرېكړه ليك په يوه ماده كې د يوې نړيوالې مركې د جوړوېدو غوښتنه شوې وه تر څو په نړۍ كې مېشت پښتانه پوهان، ليكوالان، څېړونكي او شاعران له دې لارې له يو بل سره اړيكې ولري اود پښتو ژبې د علمي كولو، دفتري ګرځولو او داسې نورو چارو لپاره په ګډه كاروكړي. د پرېكړه ليك په يوه بله ماده كې غوښتنه شوې وه چې په لره او بره پښتونخوا كې دې پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه دز ده كړې شرايط برابر شي . يوه بله ماده دا وه چې په پاكستان كې دي پښتني سيمې د پښتونخوا په نوم ونومول شي ، د پښتون د نوم په اړه چې په پېښور كې كوم قرارداد منظور شوى وو هغه دي عملي كړاى شي او په يادو شويو پښتون ميشتو سيمو دي كې دفتر ي او د ښوونې ژبه هم پښتو شي . د پرېكړه ليك تر وړاندي كولو وروسته د پروګرام بله برخه نړيوالې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په سلگونو شاعرانو پكې خپل شعرونه واورول . ورپسې د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د يو شمېر سيمه ييزو سندرغاړو په ګډون له پېښور څخه راغليو وتليو سندرغاړيو ګلز ار عالم او امجد شهزاد هم سندرې وويلي او د پښتو وتلي سندرغاړي ګلزار عالم ته د موسيقۍ په برخه كې جايزه هم وركړل شوه . د غه نړيواله څېړنغونډه په دريمه ورځ د مشاعرې او د ټنګ ټكور تر پروګرام وروسته چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود پاى ته ورسېده. د پښتو ژبې د نړيوالې څېړنغونډې په پرېكړه ليكونو كې غوښتنه شوې وه چې د پښتنو د يووالي او پښتو ژبې د لا ودې او پرمختيا په موخه دي يوه نړيواله مركه جوړه او د چارو د سمبالښت لپاره دي يې په بېلابېلو حوزو كې استازي وټاكل شي . د يادې شوې پښتو مركې لپاره د استازيو نومونه، د اګست د مياشتې په اوومه د ددوشنبې په ورځ د ليكوال او شاعر پروفيسر سليم راز له خوا د يو خبري كنفرانس په ترڅ كې اعلان شول. د دې نړيوالې مركې د سمبالښت د جرګه ګي لپاره له كابل څخه عبدالغفور لېوال، له ننګرهار څخه استاد محمد آصف صميم، له كندهار څخه ډاكټر طارق رشاد، له پكتيا څخه پير محمد كاروان، له پېښور څخه سليم راز، او له كراچي څخه طاهر اپرېدى د غړو په توګه وټاكل شول، او له كوټې څه محمد صادق ژړك د منشي په توګه وټاكل شو. د نړيوالې مركې د سمبالښـت د جرګه ګۍ لخوا په اتو مادو كې يو پريكړه ليك په لاندې ډول صادر شو: ۱. د جرګه ګۍ غونډې به په هرو دريو مياشتو كې يو ځل له پورتنيو شپږ ګونو حوزو څخه په مناسبه سميه كې جوړيږي.. ۲. جرګه ګۍ يوازې يو كس منشي (سيكرټري) لري چې د جرګه ګۍ د اړيكو او غونډو چارې سمبالوي. ۳. د جرګه ګۍ د پراختيا لپاره د بېلابېلو پښتو مېشتو هيوادونو استازي هم په جرګه ګۍ كې شامليږي، په دې صورت كې به د هغو اړونده سيمې هم د يوې فرهنګي حوزې په توګه پېژندل كيږي. ۴. جرګه ګۍ به په خپله دوهمه ناسته كې د پښتو نړيوالې مركې د جوړښت كړنلاره جوړوي. ۵. د غونډو پر مهال به تر ټاكلې حوزې پورې، استازي په خپلو امكاناتو ورځي او هلته به د فرهنګي حوزې استازي د جرګه ګۍ د كوربه توب مسئوليت پر غاړه لري. ۶. د هرو دوو غونډو تر منځ ښايي ټول غړي له منشي سره په هماهنګۍ كې يو د بل سره وګوري. ۷. د غونډو د ټاكنې مهال به د روانې مياشتې اګست له اوومې نېټې څخه شمارل كيږي . ۸. د جرګه ګې دويمه غونډه به په ننګرهار كې جوړيږي . د يادونې وړ ده چې د بلوچستان په زيارت ښارګوټې كې د (پښتو ژبې برخليك په يويشتمه پېړۍ كې) تر سرليك لاندې نړيواله څېړنغونډه د پښتو نړيوالې مركې د جوړېدو د اعلان سره سم د يو سترې لاسته راوړنې په توګه پاى ته ورسېده. -
بېرته شاته