(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لغمان: روغتيايي کلينیک پرانیستل شو

[18.Apr.2013 - 17:41]

په لغمان کې د سرې مياشتې روغتيايي کلينیک پرانیستل شو

    د ۱۳۹۲ کال د ورې په مياشتې کې د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کې يو روغتیايي کلينک جوړ او د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل شو . 
 هغه غونډه چې په همدې مناسبت د لغمان د سرې مياشتې د کلینیک په انګړ کې جوړه شوې وه پکې د لغمان ولايت مرستيال جمعيت الله حميدي، د افغاني سرې مياشتې سکرتر جنرال محمد نعيم ديندار، د سرې مياشتې د املاکو او تعميراتو رييس استاد دين محمد نظري،  د سرې مياشتې د ختيځې حوزې رييس محمد اقبال سعيد، د ننګرهار سرې مياشتې د نماينده ګۍ رييس ننګيالی یوسفزی او د لغمان دعلماو د شورا مشر او د عدلیی رییس مولوی عبیدالله الکوزي او نورو ګڼ شمیر رییسانو، قومي مشرانو او علمای کرامو ګډون کړی وو، غونډه د کلام الله مجيد په څو مبارکو ایاتونو پيل شوه.

وروسته د لغمان دسرې مياشتې رييس الحاج ډاکټر عبدالغفار رسولي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وویل چې دا کلینیک  د اتو مياشتو په موده کې څه دپاسه  (۵۰۰۰۰۰۰) پنځه مېليونه افغانيو  د سرو مياشتو او سرو صليبونو نړېوال فدراسيون په مالي لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته چمتو شو، بيا د ختيځې حوزې د سرې مياشتې رييس په ختځه حوزه کې د سرې مياشتې په فعاليتونو رڼا واچوله او بیا د لغمان دعامې روغتيا رييس لطيف قیومي وويل تردې وړاندې  د دې سيمي خلک د ډيرو روغتيايي ستونزو سره مخ وو چې د دې کلينيک په جوړولو سره به د دوى ستونزي او مشکلات تر ډيره بريده حل شي.

بيا د لغمان ولايت مرستيال جمعيت الله حميدي د سرې مياشتې د فعاليتونو څخه د مننې په ترڅ کې د سرې مياشتې د روغتيايي کلينيک په اهميت پوره رڼا واچوله ورپسې دافغاني سرې مياشتې سکرتر جنرال محمد نعيم ديندار د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه په بشړ ډول څرګند کړل او د غونډې برخوالو سره يې ژمنه وکړه چې په لغمان کې به خپل خدمتونه پراخ کړي، په اخرکې د لغمان د علماو دشورا مشر او د لغمان د عدلي او قضایی ارګانونو رييس مولوی عبيدالله الکوزي د اسلام له نظره د بیوزله خلکو سره مرسته مهمه او د بډایو خلکو مسؤليت وګڼه او غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

چمتو کوونکی:عزيزالرحمن «ذکي»

د لغمان ذسرې مياشتې دځوانو رضاکارانود روزنيزکلوپ مدير

له ۲۵ بې سرپرسته کورنيو سره مرسته وشوه

د ۱۳۹۲ کال د حمل (وري) په میاشت کې په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د اتحاديې له خوا د لغمان مرکز مهترلام ښار پورې اړوند له ۲۵ کونډو کورنيو سره  دخياطي د 25 پايي ماشينونو او 25 تختې ټوکر مرسته وشوه، نوموړې مرستې په اروپاکې د افغانستان لپاره د سولې د اتحاديې له خوا برابرې شوې وي چې په هرې کورنۍ د خياطي يوه پايه ماشين او يوه تخته ټوکر ووېشل شول، د يادونې وړ ده چې پدې مراسمو کې د اتحاديې مشر ډاکټر خوشحال مکمل د اتحاديې غړې نجيبه، ډګروال محمد داود مکمل، د علي خېلو د قريې رييس الحاج ملک لال اغا او يو شمېر نور مسؤلين موجود و په پيل کې  په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د اتحاديې مشر ډاکټر خوشحال مکمل خبرې وکړې هغه وويل  دغه مرستې ددې لپاره دي چې بې سرپرسته کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي، خياطي خپل کسب وګرزوي او لدې لارې خپلو معصومو کوچنيانو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړي، ډاکټر مکمل زياته کړه چې په اروپاکې د افغانستان لپاره د سولې اتحاديه په پام کې لري د بې سرپرسته کورنیو سره د مرستو لړۍ ته دوام ورکړي ورپسې ، د علي خيلو د قريې قومې مشرالحاج ملک لالاغا په اروپاکې د سولې  له اتحاديې څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې يې ډېرې اړينې او پرځای وبللې هغه وويل: زمونږ په ګران هېواد کې زياتې بې سرپرسته کورنۍ وجود لري چې هېڅ ډول عايد او کاروبار نلرې نو که موسیسات، دولت او مدني ټولنې په همدې ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي دا ډول کورنۍ به له فقر او بې وزلې څخه وژغورل شي .

راپور: عزيز الرحمن (ذکي)

                     25families having no in charge are helped 

The Peace Association for Afghanistan in Europe helped 25 helpless families of Mehterlam city, Laghman province, who have no in charge with granting each of them a tailoring machine and a sheet of clothes, the mentioned aids had been provided by Peace Association for Afghanistan in Europe. At the ceremony for distribution of the mentioned aids Dr.Khushal Mukamil Head of Association, Miss.Najiba, Member of Association, Colonel Muhammad Daud Mokamel, The Chief of Alikhail village Mehterlam city Alhaj Malak Lal Agha and some other chiefs were attended, At the beginning of ceremony Dr.Khushal Mukamil said at his talking that the purpose of these aids is to make the helpless families self sufficient, make the tailoring their profession and could gain some food for their innocent children, he also said that the residing at Europe Peace association for Afghanistan intends to continue the series of aids to the helpless and having no charge families.

Then the tribal chief of Alikhail village thanked the Peace Assocaiation for Afghanistan and considered such aids very necessary and according to the needs, there are allot of helpless and families who have none for their financial support, have no income and no work, so if the charity organizations, government and civil societies extend their helps in such way, such families would be saved of the poverty and vulnerable condition.

Reported by: Aziz Ur Rahman Zaki

- ذکي
بېرته شاته